کور / راپور / د میرزاخان روښاني (انصاري) د څلورسوم تلین په مناسبت علمي- څېړنیز سیمینار ترسره شو

د میرزاخان روښاني (انصاري) د څلورسوم تلین په مناسبت علمي- څېړنیز سیمینار ترسره شو

 

محمد اصف احمدزی

د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بين المللي مرکز له خوا د میرزاخان روښاني د څلورسوم تلین (١٠٤٠- ١٤٤٠هجري قمري) په مناسبت علمي- څېړنیز سیمینار د چهارشنبې په ورځ د عقرب په ۲۹مه (د ۲۰۱۹م کال د نومبر ۲۰مه) په علومو اکاډمي کې ترسره شو.

په دې سيمينار کې د علومو اکاډمي پر علمي غړو سربېره د يو شمېر دولتي پوهنتونونو استادانو او له پښتونخوا څخه راغلو پوهانو  برخه اخيستې وه.

ميرزا خان روښاني (انصاري) د روښاني كورنۍ تكړه غړى او شاعر دى. دى د پير روښان د زوى نور الدين زوى دى چې د پير روښان لمسى کېږي.

دغه علمي ناسته د قرآن کريم په تلاوت سره پيل او ورپسې ملي سرود وغږول شو. د سيمينار ګزارش د پښتو څېړنو بين المللي مرکز د رئيس څېړنوال وجيه الله شپون له خوا وړاندې شو.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت جمهور رئیس پیغام د جمهور رئیس د علمي او ټولنیزو چارو ارشد سلاکار پوهاند دوکتور لعل پاچا آزمون ولوست.

په دې پيغام کې راغلي و: ميرزاخان انصاري د روښاني غورځنګ يو پياوړی شاعر او مهم ادبي شخصيت و چې علمي، ادبي او ملي شخصيت يې بېلا بېل ابعاد لري.که څه هم د روښانیانو، روښاني نهضت او د روښان د فکري او عرفاني لارې په باب په وروستیو دوو پېړیو کې د پوهانو له خوا پراخې څېړنې شوې دي، مګر د روښان او روښانیانو د فرهنګي، ټولنیز او عرفاني لید د واقعي څېرې ښوول د ډېرو نورو مدارکو لټون او نویو علمي کارونو ته اړتیا لري.

د ده په وينا، د افغانستان د علومو اکاډمي له خوا د ميرزاخان انصاري د څلورسوم تلين په مناسبت سيمينار، پوهانو ته يوه ښه زمينه برابره کړې ده چې د روښانيانو او روښاني نهضت د لارويانو په باب نوې او مستندې څېړنې وکړي او له نويو زاويو د روښاني دورې آثار وڅېړي چې د دوی څېړنې به د پخوانيو څېړنو بشپړوونکې وي.

ورپسې د علومو اکاډمي سرپرست رئيس څېړنوال دوکتور عبدالظاهر شکېب پرانيستونکې وينا وکړه او ويې ويل: میرزا خان انصاري د پیاوړي علمي روحاني شخصیت ترڅنګ ښه عارف او متصوف شاعر هم  و، د ده په باب د اشعارو د راپاتې دېوان (چې په افغانستان او پښتونخوا کې څو ځله چاپ شوی) پر مطالعې سربېره د شاعر د خپلو هممهالو پیاوړو روښاني  شاعرانو (مخلص، دولت لواڼی، واصل او …) او همدارنګه را وروسته کلاسیکو نوماندو شاعرانو، لکه خوشحال بابا، رحمان بابا، هجري، کاظم خان شيدا او نورو له منظونو ستاینو، یادونو او شاعرانه قضاوتونو څخه جوتیږي چې نوموړی د پښتو ادب د کلاسیکې دورې، په ځانګړې توګه د روښاني ادبي- عرفاني تصوفي مکتب پیاوړی استازی، علمي، ادبي، فرهنګي شخصیت دی. د اشعارو منځپانګه یې په واقعیت کې د حضرت روښان پیر د فکري او عقیدتي، تصوفي ــ عرفاني لارې اړوند مسایل دي چې دوی د شعر په خوږه او رنګینه ژبه بیان کړي دي.

د هغه په خبره، د افغانستان د علومو اکاډمي ویاړي چې نن د روښاني ادبي مکتب د دغه پیاوړي عارف او متصوف شاعر د څلورسوم تلین په مناسبت د یوه علمي ـ څېړنیز سیمینار کوربه دی او تاسې درانه پوهان، څېړونکي او لیکوال مو رابللي یاست.

ده زياته کړه: ((موږ په دې باور یو چې دې علمي- څېړنیز سیمینار ته لیکل شوې مقالې او ویناوې به د روښاني ادبي، عرفاني، تصوفي مکتب د دغه پیاوړي شاعر د ژوند او افکارو په باب ډېر تیاره ګوټونه روښانه او د سیمینار د مقالو ټولګه به د ادب زده کړیالانو، استادانو، څېړونکو، د عرفاني ـ تصوفي ادبیاتو د مطالعې عامو مینه والو ته یوه ګټوره علمي ـ ادبي معلوماتي سرچینه شي.))

دغه راز په دې سيمينار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پیغام د باختر اژانس رئیس نجیب الله شینواري، د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت پيغام د دې وزارت د تحقيق او مطالعاتو رئيس جاوېد احمد وفا، د شهيد استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رئيس پيغام د پوهنيار رحمان الله قانع او همدارنګه د پښتونخوا د خان عبدالولي خان پوهنتون د پښتو څانګې پيغام ولوستل شو.

تر دې وروسته لومړۍ علمي ناسته پيل شوه چې مشر يې د پښتونخوا د ملاکنډ پوهنتون مشر پروفيسور ډاکټر علي خېل درياب، مرستيال يې د ننګرهار پوهنتون استاد پوهاند محمد ابراهيم همکار او منشي يې څېړنوال عبدالقيوم مشواڼی و، کوربانه يې څېړنپوه نصرالله ناصر او څېړنپوه دوکتور سيد محی الدين هاشمي وو.

په دې ناسته کې څېړنوالې جميلې سروري «د ميرزاخان روښاني ژوند او ادبي هڅې»، پروفيسور ډاکټر مهجور خويشکي «د ميرزاخان په شاعرۍ کې رومانوي بصيرتونه»، پوهنمل سيد اصغر هاشمي «د ميرزاخان روښاني په شعرونو کې د شمېرو فلسفي څېړنه» او پروفيسور ډاکټر علي خېل درياب «د ميرزاخان په شاعرۍ کې د شعري ضرورت له مخې وران کړی شوي لفظونه» په نومونو علمي – څېړنيزې مقالې ولوستې.

تر دې وروسته دوهمه علمي ناسته ترسره شوه چې مشر يې پروفيسور ډاکټر مهجور خویشکی، مرستیال يې د کابل پوهنتون استاد ډاکټر بريالی باجوړی او منشي يې د پکتيا پوهنتون استاد پوهنوال يارمحمد پکتين و، کوربانه يې څېړنپوه زلمی هېوادمل او څېړنپوه ګل احمد احمدي وو.

په دې ناسته کې پوهاند محمد ابراهيم همکار «د ميرزاخان په ديوان کې د وحدة الوجود فلسفي نظريه»، څېړنپوه دوکتور سيد محی الدين هاشمي «په روښاني- عرفاني مکتب کې د ميرزاخان انصاري ادبي مقام»، څېړنوال عبدالقيوم مشواڼي «د ميرزاخان انصاري د ديوان د بيا چاپ اړتيا»، ډاکټر محمد اکبر کرګر «انسان د ميرزا له ليده» (ښاغلي کارګر خپله مقاله رالېږلې وه)، څېړنپوه عبدالشکور قيومي «د ميرزاخان روښاني د شعر هنري ارزښتونه»، څېړندويې بي بي فضيلې احمدي «د ميرزاخان انصاري د شمعې او پتنګ مکالمې فکري او هنري ارزښت»، پروفيسور ډاکټر عبدالخالق رشيد «روښاني معنويت، له رنسانس سره په پرتله کې»(ښاغلي رشيد خپله مقاله رالېږلې وه)، څېړنوال رحمت الله هوتک «د ميرزاخان انصاري د اشعارو اخلاقي او ټولنيز اړخونه» او څېړندويې سونيا هوتک «ميرزا او ارخاييزم» په نومونو علمي- تحقيقي مقالې واورولې.

د دې سيمینار په پای کې پرېکړه ليک ولوستل شو چې په کې راغلي و:

  • 1) د ميرزاخان انصاري د ديوان متن دې د علومو اکاډمي د کتابتون د قلمي نسخې پربنسټ برابر او چاپ شي.
  • 2) د روښاني مکتب د تصوفي اصطلاحاتو قاموس دې تدوين او چاپ شي.
  • 3) د روښاني، ادبي او عرفاني مکتب د نورو نومياليو شاعرانو په اړه دې هم علمي – څېړنيز سيمينارونه جوړ شي.
  • 4) د علومو اکاډمي او د هېواد پوهنتونونو کې دې د مشهورو روښاني شاعرانو د ژوند، آثارو او افکارو په باب علمي – څېړنيزې پروژې او تيزسونه د استادانو او څېړونکو د علمي ترفيعاتو لپاره وسپارل شي.
  • 5) د ميرزاخان انصاري د مقبرې جوړولو هڅه دې وشي.
  • 6) د ميرزاخان انصاري د څلورسوم تلين سيمينار د مقالو ټولګه دې چاپ شي.