د پاکستان پخوانی لومړی وزير او د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف نن د درملني لپاره لندن ته روانېږي.
نوموړی چي د فساد په تور بندي وو په زندان کي د سختي ناروغۍ سره مخ سو چي وروسته محکمي د هغه د بند موده وځنډول.
سرچينې وايي، چي لندن ته د نوازشريف د تګ ټکټ تاييد سوی دی او د هغه د بياراتګ نېټه د نومبر ۲۷ نېټه ټاکل سوې ده. خو لا مالومه نه ده چي نواز شريف به بېرته پاکستان ته راسي که څنګه.