کور / کتاب / د( ولي اعدام ؟) په نوم کتاب له چاپه راووت

د( ولي اعدام ؟) په نوم کتاب له چاپه راووت

د ( ولي اعدام ؟ ) په نوم په پښتو ژبه په ١٣٢ مخونو کي يو تازه اثر، د کتاب په بڼه په کابل ښار کي له چاپه راووت .

په دغه کتاب کې، چي ليکوال يي عبدالرؤف لېوال حسين خېل دى، په هېواد کي د وخت حاکمو نظامونو او ځواکمنو ډلو لخوا ډېرى هغو اعدامونو ته اشاره شوې، چي بي له کومي محاکمي ترسره شوي دي .

ياد شوى کتاب چي په ٢٠٠٠ ټوکه کي د زمري په ٢٤مه، چاپ شوى، د پښتۍ پر يوه مخ يي د طالبانو لخوا د ډاکټر نجيب الله او د هغه د ورور( شاهپور احمدزي ) د اعدام انځور او پر بل مخ يي  د ليکوال  لنډه پېژندنه  راغلي ده .

په ياد شوي اثرکي د نادرشاه لخوا د حبيب الله کلکاني (  بچه سقاو ) او د هغوى د ملګرو بي له محاکمي اعدامولو ( ١٣٠٨ ه کال ) څخه  تراوسه پوري ترسره شويو يوشمېر انفرادي او ډله ييزو اعدامونو ته اشاره شوي ده  .

لېکوال  په دغه کتاب کي د طالبانو لخوا د باميانو د بودا د سترو مجسمو نړول هم يو اعدام بللى او ويلي يي دي، چي د بودا او ډاکټر نجيب الله اعدام، هغه حقيقت نور هم په ګوته کوي، چي د هېواد مشران تل د نورو د سياستونو ښکار شوي دي .

د کتاب سريزه خپله د کتاب د ليکوال له خوا ليکل شوي ده او په يوه برخه کي يي راغلي : (( دا کتاب نه ناول دى، نه داستان، نه رومان ، بلکي په افغانستان کي د تېرو پېښو ترخه او زيږه انځورونه دي ، چي راتلونکي نسل لپاره يو ويرجن عبرت دى . ))


د ليوال په باور، هري حاکمي او ځواکمني طبقي ، چي په افغانستان کي اعدامونه کړي دي ، يوه لاره يي ورته جوړه کړي ده او ګويا قانوني شکل يي ورکړى .
خو ليوال زياتوي چي ددي کتاب د ليکلو موخه  دا وه ، چي لوستونکي د اعدام په اصلي موخو پوه شي .

 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل  :(( ما په دي اثر کي هڅه کړي تر څو  لوستونکي په دي  پوه شي ، چي ډېرى اعدامونه يواځي دمخالفينو د ځپلو او د پرديو په لمسون شوي دي . ))

د لېوال په وينا، د ياد شوي کتاب ليکل يو تريخ حقيقت دى، چي بايد په ډاګه شوى واى، تر څو راتلونکيو نسلو ته يو درس شي .

يو پنځوس کلن عبدالرووف ليوال حسين خېل له پنځو کلونو راهيسي په پژواک خبري اژانس کي د مشر ايديټر په توګه کار کوي .

 ليوال که څه هم تراوسه په لسګونو مقالي ليکلي او بېلابېلو ځايونو کي چاپ شوي دي ، خو د ولي اعدام  ؟ يي د کتاب په بڼه  لومړنى چاپي اثر دى .

 په دغه اثر کي له ١٢ چاپي اثرونو او سايټونو څخه د ماخذ په شکل کار اخيستل شوى دى .

 د ولي اعدام ؟ په کتاب کي ځاى ځاى داعدام ځيني انځورونه هم راغلي دي .