ليکوال: بشرمل ناصر
د تور شپو په وړاندې پولادي عزم درلودونکى کس و چې قلم اوکتاب سره يې مينه وه دغريب په اولاد يې زړه سوزېدلاى دخپل کورپه هوجوره کې به يې ټول خپلوان راټول کړي و د هر يوه په لاس کې به کتاب ،قلم او کتابچه وه چې دښوونځى د درسونو مصارف به يې په غاړه اخيستي و دهغه پلار به لا خبر نه و ، چې زوى او لا لور مې په کومه ښوونځى کې دي چې درسونه وايي ترخپله توانه پوري يې له هرچامنډه ترنډه کړې ده دخلکو له خواږه مجلس څخه ځان ژغولاى و ټوله ژوند يې په عزيزانو او خپلوانو پيزوينه کوله دا زده کوونکي به و چې دښوونځى خرڅ يې له توانه تېر و دهغه خرڅ يې په ځان کړى و او ددې ترڅنګ يې د روزګار غم يې ورته خوړلى ترهغه ځايه ورسره تلى چې په کوم ځاى کې به ورته ستونزه وه دافکر دي کولاى نه شو چې دادي مشر وي له هرچاسره خپله هڅه کړې ده،
اورښاد رفيع الدين خروټى د ملک الدين زوى چې شهرت يې په حاجي غاښ درلود د پائيو الدين لمسى د نزرالدين کړوسى و په 1955 م کال کې زېږېدلى دى ـ چې يو تره يې په ځواني کې مړشوى دى چې ګلاب خان نومېده ـ د ارواښاد رفيع الدين خروټي ورور حاجي ګل خان خروټى دى او د ږوب په ښار کې تجارت کوي ـ ارواښاد پلار يو غريب کس و چې خپله مزدوري يې کوله ـ د ګوملي له مشهوره کلي شبه دينه کلي څخه په 1938 م کال کې د ږوب ناصراباد کوځې ته راغلى دى ـ چې په هغه وخت کې دکرغېړن تار خبرې نه وي چې دووه وروڼه يې بيل کړي دي چې کله يې دښار ژوند پيل کړ په 1962 م کال کې په مندر ښوونځى کې شامل شو او عالي لېسې ته له مندر ښوونځى څخه ولاړ په 1977 م کال کې دساينس په برخه کې څوارلسم سند ترلاسه کړ او له دې ورسته يې د کوټې په قانون (law) لېسې کې په 1984م کال کې فارغ شو د نورو زده کړو تنده يې په زړه کې وه او دکور له خوا هم څه بنديز ورباندې نه و و ډېره اسماعيل خان ښار ته ولاړ چې په 1986م کال کې له ګومل پوهنتون څخه دشمارې په برخه کې په ښو نومرو بريالى و،
دنده = دتعليم له خوارۍ ورسته يې دنده پيل کړه چې د 1978 م کال کې دندې ته دوام ورکړ،
سياست: ارواښاد دښوونځى له وخته په 1973م کال شروع کړ چې دخان شهيد دسياسي ګوندملکرى و او دکوند وهر ملګري ته احترام درلود دسياست په ډکرکې يې نه ستړې کېدونکې مبارزه کړې ده د پښتونستان چيغه يې په ښکاره کوله، دسياست پيل يې په داسي وخت کې وکړ چې څه به وايي داهغه وخت کې و چې سړى ښه مجبوره شو دخلکو له فشارونه و باندې چې په شمار يو کسان و، چې دسياست خبره به يې کوله، دارنګه زحمتونه يې تېر کړي دي چې اوس به يې څوک نه وزغمي او مشري غواړي، يووخت کې له خپل تره حاجي قادر مهټي سره ګلستان ته ولاړم او ارواښاد رفيع الدين، ارواښاد حاجي اختر محمد او نور ملکري و، هغه وخت محمودخان اڅکزى نه و او چمن کې سره ناست و ډاکټر حسن خان مندوخېل هم و، هلته يې ښه عزت راکړ اومېلمه پالنه يې وکړه او ارواښاد ډېر خوشحاله و چې خپل فکري ملکري يې پيدا کړل د سياست په ډګر کې يې ډېر ه حوصله درلوده.
زامن: زامن يې درې و چې مشريې شفيع الدين او دوهم يې انجنير رفيع الله اودرېيم زوي يې شمس الله درسونه وايي.
لوڼه: ارواښاد له علم سره بې کچه وه او دوو لوڼو يې لسانس کړى دى دوو څوارلسم او بله دولسم ټولګي کې ده او کشره لور يې هم لسم ټولګۍ کې ده، چې تراوسه يې اولادونه تعليم کوي.
اخلاق: چې هروخت به دي وليدلاى خوله به يې له خنداډکه وه چې کله به د مشورې له پاره ورغلې هغه به داسي مشوره درکړه چې تل به ستاپه ګټه وه او تل به يې يادساتم دغه نېکمرغه انسان د جون دمياشتې په دووه ويښتمې نېټې په کال 2000 م له دې نړۍ سترګې پټې کړې او دتل له پاره رانه جلا شو الله(ج) دي جنتونه ورکړي او ياد يې تل پاتې.