لائیبه یوسفزئ
ژباړه: عبدالقهار همت
پښتون قام نه یې کلونه راهیسې دېوال تاو کړی او دا هر څه په یوې پوره منصوبه بندي باندې ترسره کېږي، پښتانه د طورخم او چمن په بندرونو کاروبار کوي کوم چې په معمولي خبره په مېاشتو مېاشتو بندوي، او که خلاص هم وي نو په هسې معمولي خبره به قیسم قیسم سازشونه ورته جوړوي، کیسټم والا این ایل سي او سرحد کې یې فوج او پولیس یې مختلف قیسمه تنګوي، لدې نه علاوه کراچۍ او لاهور کې چې کوم پښتانه کاراوبار کوي پدې وجه چې پښتانه دي، مختلف قیسمه ظلمونه او زیاتی ورسره کوي، قیسم قیسم د دشهتګردۍ له کېسونو سره یې مخامخ کوي، او هیڅوک یې هم د پوښتنې والا نشته دی، په خېالي خوب ویده د اسلام اباد غوندې مرکز کې هم قیسم قیسم مصیبتونو سره لاس او ګرېوان دي.
له تېرو پنځه کلونو راهیسې اتوار بازار کې په یو ځای له څلور سوو څخه تر پنځه سوو پورې دوکانونه هر کال سوځوي او پر همدې ځای بیا بل طرف ته د پنجابیانو بېلکول محفوظ دي، له پښتنو سره د شوي تاوان د ورکولو وعده وکړي خو وروسته بیا ورته وایي چې ځئ ورک شئ او همغه د تاوان پيسې بیا په پنجابي دوکاندارانو ته بغیر له کومې وجې پټې پټې ویشل کېږي.
اخېر ولې دا د اسلام په نوم جوړ شوي ملک کې له نورو صوبو خصوصاً له پښتنو سره داسې ظلم او د تعصب پر بنېاد ولاړ چلند کېږي؟ ایا پښتانه مسلمانان ندي؟؟؟انسانان ندي او که پښتانه په پاکستانیانو کې نه مني؟
یو ریاست د مور حیثیت لري، نو بیا دا مور له پښتنو قام سره داسې امتېازي سلوک ولې کوي؟ کله چې د قربانۍ وخت وي بیا پښتون تر بل هر چا ښه پاکستانی ګڼي، او کله جې بیا ښه وخت او د ګلانو د ویش وخت وي بیا نور قامونه خصوصاً پنجابیان مخې ته په نظر کې وي، ایا ریاست په داسې قیسم زولنو او چل سره چلېږي؟ دا ټول زېاتی او ظلمونه به له پښتون قام سره ترکومه کېږي؟
د پښتون قام د وسائلو د لوټ مار او نسل وژنې څخه وروسته پښتانه له اقتصادي پلوه د تباکولو شاته د پټو ادارو لاس لرل دا ثابتوي چې دا خلک په پوره منصوبه بندۍ سره له ډېر وخت راهیسې د پښتون قام په تبا کولو کې لاس لر، او دا کار دوي بېخي ښکاره کوي، پوهېږئ چې ولې؟؟؟ ځکه چې پښتون قام کې اتفاق نشته، چا د تحریک انصاف شا نیولې او چا بیا د سراج الحق او چا د بل شاه نیولې ده تر څو همداسې تقسیم را تقسیم شي، او د خپلې بربادۍ او د دې تورمخو خلاف هېڅ کله هم خپل اواز اوچت نکړي او نه هم په یو ټغر سره راټول شي.
بل طرف ته د دوي د تعصب دا حال دی چې دپښتنو هائي کورټ یا څارنوالۍ کې د قاضي فیصله د پښتونخوا په حق کې مني، او له 1947 میلادي کال راهیسې پښتنو قامي سیاستمدارانو ته د غدار او ایجنټ خطاب هم کوي، او د پښتنو مفتیانو او عالمانو د اختر د میاشتې شهادتونه هم نه مني، د دوي قامپرست مدني فعالانو باندې د غدار ټاپې لګولو سره زندان ته اچول کېږي او رنګ رنګ کېسونه ورباندې جوړوي، او همدا شان د دوي هغه پټ قاتلان په ښکاره سرم عام قتلونه کوي.
لدې نه علاوه د پښتنو د ګیس، تېل، سره زر او نورو معدنیاتو لپاره په یو او بل نوم کرفیو یا بېړني حالات ولګوي او ښه په جوش خروش سره یې غلا کوي، کرتارپور کې د پوهنتون جوړولو لپاره دوي سره پيسې شته خو پښتونخوا ته د رایلټي ورکولو باندې ورسره پيسې نشته.
لائیبه یوسفزئ
ژباړه: عبدالقهار همت