افغان ولسمشر اشرف غني تېره ورځ د ننګرهار هسکي مېني ته تللی وو او هلته ئې د وروستۍ پېښي د قربانيانو د کورنۍ سره وليدل.
تېره جمعې ورځ د هسکي مېني په يو جومات کي د جمعې د لمانځه پر مهال چاودني شاوخوا ۷۰ کسان شهيدان کړل او تر ۴۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.
ولسمشر غني د قربانيانو د کورنۍ سره د ليدني پر مهال وويل، چي افغان امنيتي ځواکونه به د شينوارو له سيمي څخه د داعش ټغر ټول کړي.
نوموړي وويل: “دا په ملي او بین المللي سویه یوه فاجعه وه. دا وړه خبره نه وه. دا د بشریت په مقابل کي، د انسانیت په مقابل کي، د اسلاميت په مقابل کي، د افغانیت په مقابل کي او د پښتونولۍ پر ضد یو عمل وو، موږ ټول يې غندو.”
په دغه مراسمو کي يو تن قومي مشر غوښتنه وکړه چي حکومت دي په هسکه مېنه کي د امنيت په تامين او د بيا رغوني کارونو کي جدي ګامونه پورته کړي.
دغه قومي مشر وويل: “دا په ملي او بین المللي سویه یوه فاجعه وه. دا وړه خبره نه وه. دا د بشریت په مقابل کي، د انسانیت په مقابل کي، د اسلاميت په مقابل کي، د افغانیت په مقابل کي او د پښتونولۍ پر ضد یو عمل وو، موږ ټول يې غندو.”
ولمسمشر غني ئې په ځواب کي وويل: “د شینوارو ولسونو نه د زړه له کومې مننه کوم چي داعش ته يې ماته ورکړه. د ملي امنیت رييس او والي صاحب ته خاص هدایت دی چي ژر تر ژره له ولسونو سره کار وکړئ، چي د داعش، طالب او نورو تروریستانو ډلې د شینوارو له منطقې نه ورکي کړي.”
ولسمشر په خپلو خبرو کي وویل چي د قربانیانو د کورنیو غړو ته د کورونو لپاره يوه يوه نمره ځمکه ورکوي او بیت الله شریف ته به يې د حج د ادا کولو لپاره هم لېږي.