کور / شعر / غزل

غزل


لاسونه او پښې ځان ته رانيژدې كړو چې ماښام شي
له ويري څخه بندې دروازې كړو چې ماښام شي
اسمان هم په ډبرو باندې ولو كرۍ ورځ
په وينو باندې سرې د ښار كوڅې كړو چې ماښام شي
بدل شو له فطرته، ريندانو په مذهب شو
قربان له سوركو شونډو، سجدې كړو چې ماښام شي
شايد چې له يو بل څخه وېرېږو په روڼا كې
د كلي د كورونو ډيوې مړې كړو چې ماښام شي
په ورځ د زاهدانو غوندې ګرځو په كرار
بدلې د بلا غوندې څېرې كړو چې ماښام شي
د ورځې د افتاب غوندې راووځو زړور
تاثيره! بېرته قتلې ارادې كړو چې ماښام شي