کور / ترخې خبري / وکیلان دې د قانون تطبیق بد نه ګڼي

وکیلان دې د قانون تطبیق بد نه ګڼي

ليکنه: غلام جيلاني ځواب

په یو اغېزمن دولت کې اجرایه قوه په دوامداره توګه مقننه قوې ته حساب ورکوي او دا معلومات د ډله ییزو رسنیو له لارې ولس ته رسېږي ، مګر اجرائیه قوه چې کوم قانون پر عوامو تطبیقوي، نو وکیل هم باید له هغه څخه ځان ونه غړوي او نه له دې څخه حیثیتي موضوع جوړه کړي.

دا خبر مې ځکه وکړه چې تېر ماښام (جمعه) د ولسې جرګې ځیني غړې د کابل بای نومي سیمه کې امنیتي ځواکونو د دې لپاره درولي وو چې د تورو ښیښو فلم ورڅخه لیرې کړي، تر څو قانون په ټولو یو شان تطبیق شي، خو د ولسي جرګې غړي دا کار د قانون خلاف بولي او د شپې په ۱۲ بجو نور وکیلان هم د ولسي جرګې تالار ته راولي او په همدې شپه د کورنیو چارو وزیر احضاروی .

یو شمیر رسنیو نن (شنبه) یو ویډیویې کلیپ خپور کړی چې پدغه کلیپ کې د ولسې جرګې برحاله وکیل صاحبان نورو وکیلانو ته په خطاب کې وایې که نن موږ کامیابه شوه چې د فلم هلک (خوشحال سعادت) مو له دندې څخه لرې کړ نو موږ به ډیره کامیابه دوره سر ته رسولې وي .

د دغې قضیې  د دغه یو وکیل له څرګندونو څخه معلومېږي چې دوی ولې په لوی لاس دغه کوچنۍ مسله او دغه قانوني مسله چې پولیس ورڅخه د موټرو او وسلو د جواز غوښتنه کړې ولې لویه او حیثیتي کړه، دلیل یې دادی چې د پولیسو د کاروبار، د قاچاق، د انسان تښتونو او چاودېدونکو توکو مخه نیول شوې ده.

په دې وروستیو کې موږ ګورو چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولس په زړونو کې ځای موندلی او دلیل یې د امنیتي او دفاعي سکتور ځوانه رهبري او د دغې رهبري ښه مدیریت او قاطعانه اقدامات دي چې هم یې د دښمن ډېرې دسیسې شنډې کړي او هم یې په ښارونو کې د جنایتونو او جرمونو ګراف په فوق العاده ډول را ټیټ کړی دی، مګر د ولسي جرګې وکیلان په دې هر څه سترګې پټوي او غواړي چې جنرال خوشال سعادت له صحنې او دندې څخه لیرې کړي، لکه د دې وکیل د څرګندونو ترشا چې د افغانستان د دښمنانو او مافیايي بانډونو لاس وي.

مګر وکیلان دې په دې پوه شي چې ولس اوس هوښیار او بیدار دی هیڅ شی هم په پټو سترګو او تشو شعارونو نه مني، بلکې هر څه په دقت څاري او له همدې امله امنیتي او دفاعي ځواکونه تر بل هر وخت د ولس په زړونو کې زیات ځای لري او د دوی ملاتړ ورسره دی.