ژبه ، لکه ګډ تاریخ ، ټاکلي جغرافیوي پولي او نور ملي ګډ دریځونه د یوه ملت د پېژندني او ځانګړني د بنسټ ډبره جوړوي .
د افغانستان هر وګړی چي ددي هېواد تابعیت ولري افغان ګڼل کیږي او په دې توګه د افغانستان په تابعیت سره د افغان ملت د یو وګړي ویاړ ترلاسه کوي .
افغان هله افغان دئ چي د افغانستان تابعیت ولري ، د افغانستان اساسي قانون ته له درناوي سره سره هغه پرځان ومني ، په خپل افغاني تابعیت وویاړي او د افغان ملت سره د زړه له کومي مینه ولري
د افغان ملت په نوم ویاړل ، د ملت د ریښتینو زامنواو مېړنیودرناوئ او نمانځنه ، د ملي دریځونو ننګه او د پښتو ملي ژبي پالنه د متمدن افغان ځانګړنه بللل ګیږي .
د هېواد غوړېدنه او پرمختګ ، سوکالي او امنیت یادشویو آرونو ( پرنسیبونو ) ته له غاړي ایښودلو پرته ناشونئ دئ . لکه څنګه چي په اقتصادي پرمختګ سره یو هېواد غوړیږي ــ دغسي هم یو ملت په خپلي ملي ژبي ، ویاړنو او دریځونوغښتلئ او پیاوړئ کیږي او په توپانونو کښي لار نه ورکوي
افغان یو موټئ ملت دئ ، دغه ملت لکه د ګاونډیو او نورو ملتو پشان هم پخپل ځان کښي کوچنۍ ایتنیکي ډلي او ګروپونه لري خو دغه ایتنیکی ډلي او ګروپونه د متمدنو وګړو پڅېر افغانستان ته په تابعیت لرلو سره ، د ملت په پراخه غیږه کښي ورګډيږي او جذبیږي او د یو موټي افغان ملت په نوم سره هستیږي او په ګاونډ او نړۍ کښي په همدي نوم سره پېژندګلوو پيداکوي . اوس دغه ایتنیکي ډلي او ګروپونه چي پخپل سیمه یز چاپېریال کښي ، ځانته ګوښي ژبي ، ځانګړي دودونه او ویاړني لري ، د ملت په پراخ مفهوم کښي ځانته ګد تاریخ ، ګډي جغرافیوي پولي او نور ملي ګډ دریځونه او ملي ژبه پیداکوي او ددغو ګډو آرونو پر بنسټ د یو موټي ملت تر بریده پرمختیا او بشپړتیا مومي .
د بېلګي پتوګه به خپلو ګاونډیو هېوادونو ته سر ورښکاره کړو :
په تاجکستان کښي له تاجکانو سربېره ؛ ازبکان ، روسان ، د ترکانو ځیني ایتنیکي ګروپونه او نور سره په ګډه اوسیږي ، دا هریو ایتنیکي ګروپ ځانته بېله ژبه او ایتنیکي ځانګړني لري خو له هغه ځایه چي تاجکان په تاجکستان کښي ډيرکي جوړوي ، د هېواد نوم يي تاجکستان او تاجیکي ددي هېواد ملي او رسمي ژبه ده . په تاجکستان کښي ازبکي ، روسي او د نورو ترکي قومونو ژبو ته څوک ملي ژبه نه وايي او تاجکستان به هیڅکله چمتو نه شي چي د نورو کوچنیو ایتنیکي ګروپونو ژبو ته د ملي او سراسري ژبي حیثیت ورکړي له تاجکستان څخه بهر هم ، نور هېوادونه دا هېواد د تاجکستان په نوم پېژني او تاجکولئ ددي هېواد هویت جوړوي . د تاجکستان د دولت په دریواړه برخو یاني حکومت ، عدلیه او مقننه قوه کښي تاجیکي ژبه کاریږي. زده کړي او پوهنتونونه يي په تاجیکي دي . سفارتونه او بهرنئ سیاست يي په تاجیکي ژبه پرمخ بیول کیږي . د ښار او کلیو لوحي او تختي يي په تاجیکي ژبه لیکل شوي دي . او په دي توګه ګورو چي تاجیکي ژبه د تاجیکستان په پېژندګلوواو هویت کښي بنسټيز دریځ لوبوي
په ازبکستان ، ترکمنستان ، ترکیه او د نړۍ په ډېرو نورو هېوادو کښي هم خبره همدغسي ده
زمونږ بل ګاونډي هېواد ایران به راواخلو :
په ایران کښي هغه وګړي چي پاړسو يي اصلي ژبه ده د هغه هېواد د نفوسو په سلو کښي څلویښت جوړوي نور ( ۶۰ ) په سلو کښي کردان ، تورکان ، بلوڅان او نورایتنیکي ګروپونه دي . که څه هم پاړسي ژبي په یوازي ځان ، د ایران ډیرکي نه جوړوي او په سلو کښي له ( ۵۰ ) څخه هم لږ دي خو بیا هم په دغه هېواد کښي هرڅه په پاړسو ژبه دي او دا ژبه پر ټولوایتنیکي ګروپونو خپل مطلق واک چلوي او لږکیو ته په خپلو سیمو کښي په مورنیو ژبو د لوست او زده کړي امکان نشته
په ایران کښي د لږکیو له ژبو سره دا ډول چلند په سیمه کښي د یو فاشیستي چلند په نوم پېژندل شوئ دئ!
په یوه هېواد کښي د ډېرکیو ژبه د ملي او سراسري ژبي پتوګه دودول او پالل ؛ یو دیموکراتیک ، متمدن او د کلتوري ښکیلاک ضد سیاست یوه برخه جوړوي
په هغه هېواد کښي چي د ملي سراسري ژبي پتوګه ، د ډېرکیو د ژبي مخي ته خنډونه اچول کیږي ، هغه هېواد د فرهنګي ښکیلاک لاندي دئ او خپلواک نه شي بلل کېدای !
له خپل هویت څخه لري شوي هېواد د ژوند په نورو اړخو کښي هم مخي ته نشي تللئ او په توپاني او پریکنده حالتونو کښي د زیاتو ستونځو سره لاس و ګریوان وي
لکه څنګه چي ټول ګاونډیان ؛ تاجکان ، ازبکان ، ترکان ، چین، ایران او نورهېوادونه دا حق لري چي د اکثریت پر بنسټ د خپل هېواد نوم ، ژبه او هویت وکاروي زمونږ هېواد افغانستان کښي ولي دا خبره سرچپه وي او له خپل طبیعي حق څخه بي برخي وي
پښتانه په یوازي ځان د هېواد د نفوسو په سلو کښي له ( ۶۰ ) څخه زیات جوړوي ددي هېواد پېژندګلوو هم باید په طبیعي توګه د پښتنو له نوم او پښتو ژبي سره په تړاو کښي وي . لکه څنګه چي افغانستان ددي هېواد لپاره وړ نوم دئ ، همدغه شان باید پښتو ژبه د هېواد ملي او سراسري ژبه وي . د دولت دري ګونه قوي ، دباندینو چارو وزارت او سفارتونه په پښتو وي . پوهنتونونه ، لوړي زده کړي ، د کلیو او ښارونو نومونه ، هټۍ او دکانونه ، تختي او لوحي په پښتو وي . ترڅو ټول په دي وپوهیږي چي دا د افغانانو هېواد او دلته د افغانانو ژبه واک لري . لکه څنګه چي دا ټول په نورو هېوادو لکه تاجکستان ، ازبکستان ، ایران ، ترکي او نورو کښي په غړېدلو سترګو وینو .
البته په افغانستان کښي ازبکان ، هزاره ګان اوتاجیکان ( پاړسي ژبي ) ، ترکمنان ، نورستانیان ، پشه یان ، بلوڅان او نور لږکي ایتنیکونه هم طبیعي حق لري چي خپلو خپلو سیمو کښي په خپلو مورنیو ژبو زده کړه او لوست وکړي خو د دوی ټولو هویت به د یوه موټي ملت پتوګه په افغان او پښتو ملي ژبه سره وي .
یادي شوي ټولي خبري د هېواد په اساسي قانون کښي تسجیل دي
پښتو ژبه د ۱۳۴۳ کال په اساسي قانون کښي د هېواد د ملي ژبي پتوګه منل شوي او روستي اساسي قانون کښي هم د هېواد د لومړۍ ژبي پتوګه تسجیل ده چي ملي سرود او ملي ترمینالوژي به هم په پښتو وي . په اساسي قانون کښي د پښتو ژبي داسي تسجیل څرګندوي چي نوئ اساسي قانون هم د ادبیاتو په تغیر سره د ۱۳۴۳ کال د اساسي قانون دا ماده چي پښتو به د هېواد ملي ژبه وي تسجیلوي او د شک او ګمان ځای نه پاتي کیږي .
له بلخوا کله چي یوه ژبه د خپلي ټولني د اکثریت ژبه وي ، په ډګر او ژوند کښي د هغه ملت پېژندګلوو او معرفت په هغي ژبي سره وي نو دا ژبه په ملت کښي د ملي او سراسري ژبي پتوګه تسجیل ده ، که څه هم د یوه وخت لپاره د فرهنګي ښکیلاکګرو سیاستونواو په فاشیستي توګه د نورو ژبو تر واکمنۍ له کبله د هغه هېواد په اساسي قانون کښي د ملي او سراسري ژبي پتوګه نه وي تسجیل شوي
د خپلي خبري د سپيناوي لپاره به بیا هم ، د تاجیکستان بېلګه رایاده کړم :
په تاجیکستان کښي د پخواني شوروي اتحاد په مهال روسي ژبه واکمنه وه ، حتی تاجیکي ژبي خپله ابېڅي له لاسه ورکړي وه ، خو تاجیکي ژبه د تاجیکستان د ولس ژبه وه . کله چي په تاجیکستان کښي د روسي ژبي واکمني پای ته ورسیده تاجیکی ژبه د دولت په کچه هم ، دولتي او رسمي ژبه شوه او د ولسي دریځ تر څنګ يي دولتي او قانوني دریځ ترګوتو کړ . اوس تاجیکي ژبه د تاجیکستان د پېژندګلوو یو مهم جز ګڼل کیږي
افغانستان کښي هم پښتو د افغان ملت ولسي او ملي ژبه ده . دي ژبي سره هم تقریبا همغسي چلند شوئ چي ما يي په تاجیکستان کښي د تاجیکي ژبي سره د پخواني شوروي په مهال یوه بېلګه وړاندي ګړه
پښتو ژبه د افغاني ټولني د اکثریت ژبه ده ، خو دولتونو تل د ګاونډیو هېوادو له ډاره په تېره بیا د ایران له ډاره او یا د ناروا سیاسي ګټو او زیانمنو مصلحتونو له مخي له دولتي واکه لري ساتلي ده په افغانستان کښي ټولو حکومتونو له پښتو ژبي سره هسي چلند کړئ لکه یرغلګرواو ښکیلاکګرو دولتونو چي د مستعمره هېوادونو او ولسونو د ژبي او کلتور سره کړئ دئ .
په دي توګه د پښتو ژبي پر سر د افغانانو ګیله او شخړه تر ټولو ړومبئ د افغان دولت سره ده ( نه په افغانستان کښي د کومي ټاکلي ایتنکي ډلي یا ګروپ سره )
شخړه دا ده چي افغاني دولتونو ولي له لومړي سره پښتو ژبه په اساسي قوانینو کښي ( له هغه وخته چي په هېواد کښي د اساسي قوانینو لیکنه دود شوي او یا نورو سندونو کښي ) ، د ملي او سراسري ژبي پتوګه نه ده ځای کړي او په خپلو دولتي چارو کښي يي ولي ددي ژبي د پلي کېدو مخه نېولي ؟
او روسته د اوسنیو دولتونو سره چي دوی ولي په اساسي قوانینو کښي د ملي ژبي د تسجیل سره سره بیاهم ، د پخوانیو دولتونو پر پل روان دي او دا ژبه په عملي ډګر کښي د ملي ژبي کچي ته نه لوړوي ؟
دویمه خبره داده کله چي د هېواد په قوانینو کښي د پښتو ژبي د تسجیل شویو حقوقو د پلي کېدو په اړه ، افغانان له خپل دولت څخه غوښتنه کوي او له دولت څخه ددي ژبي خوړل شوي حقوق غواړي ، په دي خبره ولي په هېواد کښي ځیني کسان چي ځان د ځينو ایتنیکي ګروپونو د بېلګي پتوګه د تاجیکو او هزاره ګانو نابللي استازي بولي خپه کیږي او غوغا جوړوي ؟ دا غوښتنه خوله دولت څخه کیږي ، د پښتو ژبي حقوق خو تر ټولو ړومبئ دولت خوړلي دي ، په دي خبره د هېواد د تاجیکو اوهزاره ګانو ځيني کړۍ ولي ځان د دولت د مدافعو وکیلانو پتوګه کاروي او د ملي ژبي پښتو په وړاندي د دولت پر ځای دوی ټوله ملامتیا په خپله غاړه اخلي !
بلخوا له دولت څخه پوښتنه کوو ، څنګه چي پښتانه د هېواد د نفوسو له ( ۶۰ ) څخه زیات جوړوي ، او په اساسی قانون کښي هم د پښتو ژبي حق د ملي او سراسري ژبي پتوګه تسجیل دئ نو بیا ولي او د کومو قوانینو او لاملونو له مخي د پښتو ژبي دا حق په عملي ډګر کښي پاړسو ته ډالۍ کیږي ؟
په دولت ، ولسي او مشرانو جرګو ، د بهرنیو چارو په وزارت او سفارتونو او همدارنګه په پوهنتونو او د لوړو زده کړو په ښوونځيو کښي پښتو ژبه رخصت شوي او د هغي حق په لویلاس پاړسو ژبي ته ورکړل شوئ دئ !
همدارنګه دولت ولي د نورو ایتنیکي ګروپونو لکه ازبکانو ، نوریستانیانو ، پشه یانو او بلوڅانو د ژبو پر خیټو هم پاړسو کېنولي ؟
دولت ولي هر څه له ټولو اخیستي او یوازي يي یو کوچني ایتنیکي ګروپ تاجیکانو ته په قباله ورکړي دي ؟
که چيري دولت په ټولنه کښي د پښتنو د شمېر او فیصدۍ په اړه ډاډمن نه وي نو بیا دي نفوس شماري وکړي ، همدارنګه که چیري په اساسي قانون کښي د پښتو ژبي د ملي والي او سراسري والي په اړه شکمن وي ، لویه جرګه دي راوغواړي او دي ستونځي ته دي د پای ټکئ کیږدي
وروري به کوو خو حساب ترمنځه :
په هېواد کښي د تاجیکو او هزاره ګانو د ژبي یاني پاړسو حق خوندي دئ . دوی چي په کومي فیصدۍ سره په هېواد کښي مېشت دي ، ژبه يي هم هومره حق لري .
دولت نه شي کولئ چي له دي روسته د پښتو حق د تاجیکو ژبي یاني پاړسو ته ورکړي لکه چي له پېړیو راهېسي يي دغسي کړي وو ، هغه وخت له نیکه مرغه اوس تېرشوئ دئ !
همدارنګه دولت نه شي کولئ چي د نورو ایتنیکي ګروپونو پر ژبنئ حق سترګي پټي کړي او د دوی حقوق هم پاړسو ته ورحواله کړي
د میم زر ما ټوله زما چلند او سیاست چي تر اوسه پوري دولت یوازي د پاړسي ژبو لپاره کاوه پای ته رسیدلئ دئ !
که په هېواد کښي د تاجیکو او هزاره ګانو د ایتنیکي ګروپونو په اصطلاح استازي ، اوس هم د مغلو او ترکانو د امپراطوریو د وخت خوبونه ویني ، چي هغه وخت پاړسي ژبي د یوي استعماري ژبي پتوګه د سیمي د ولسونو پر ژبو واک چلاوه او اوس دوی ځانونه د هغه زوړ استعماري فرهنګ میراث خواره بولي او یا د ایران د اخوني رژیم د خیالي فرهنګي امپراطورۍ د خوبونو د تعبیر په لټه کښي دي خواب است وخیال است و جنون !
اوس ۲۱ مه پېړۍ ده ، ولسونود ښکیلاک هر ډول بڼي که دا سیاسي دي که فرهنګي پېژندلي او څوک نه پري تېروځي .
دا خبره چي پاړسي شتمنه ، بډایه او خوږه ژبه ده ددي لامل نه شي کېدلئ چي په دغو خبرو دي د نورو ژبو پرحق خيټه واچوي
په سیمه او نړۍ کښي له پاړسو څخه ډېري بډایه ، شتمني او خوږي ژبي شته ، خو هغه بل ولس ته ملي او رسمي ژبه نه شي جوړېدای
نن سبا انګریزي ، فرانسوي ، هسپانوي او نوري ژبي د نړۍ بډایه او شتمني ژبي دي او خوږي هم ، خو هيڅ یوه د ملي ژبي ځای نه شي نېولئ او د مورنۍ ژبي خوږوالئ نه لري .
پاړسو به هم تاجیکانو ، پارسیانو ته خوږه ژبه وي خو نورو ته هم له دوی څخه لږي خپلي ژبي خوږي نه دي . هر څوک وايي زما د غړکي خوند ښه دئ . دلته خبره په استحقاق ده نه په خوږوالي یا بل څه !
که پاړسو خوږه ده یا ترخه یا بډایه او یا نیستمنه د تاجیکانو ژبه ده او د دوی حق او استحقاق !
پاړسو ژبه د پښتنو ، ازبکو ، پشه یانو ، نوریستانیانو ، بلوڅانو او نورو استازیتوب نه شي کولئ دا يوازي د هېواد د تاجیکو د ایتنیکي ګروپ ژبه ده او بس !
همدغه راز غواړم بي پښتو پښتنو ته ( زه هغه چا ته بي پښتو پښتون وایم چي په خولي ادعا کوي چي په قوم پښتون دئ خو کله چي په پښتو ، پښتونواله او د ملي ګټو پر حریم د ننګي وخت راشي د غلیم تر څنګ دریږي او ترغلیم ړومبئ په پښتو اوپښتونواله ګوزار کوي ) څرګنده کړم چي تاسو د پښتنو په استازیتوب د حکومت ، ولسي او مشرانو جرګو پر لوړو څوکیو خیټه اچولي خو کله چي په پښتو ژبه نور ملنډي وهي ، د پښتنو پر ملي حقوقو نور یرغل کوي تاسو ورته ټيټي او مړي سترګي او چوپه خوله ناست یاست او تر دي هم ډېره بده دا چي بل پښتون ورته تر پښو را نیسۍ او دخپلي ژبي ، کلتوراو هویت پر ضد استعمالېږۍ ! ایا تاسو ته دا د شرم خبره نه ده !
په ولسي جرګي کښي د تش په نوم فرهنګي جرګګۍ په وړاندي د ښاغلي خرم د استجواب په وخت ډېر داسي بي ننګه پښتانه چوپه خوله او مړي سترګي ناست وو . خو ښاغلئ خرم لکه زمرئ د خپل هویت نه په ملاتړ کښي کلک ودرید او دا يي ثبوت کړه چي د وزیر محمدګل خان دلاري پلویان لا د هغه په پله روان دي . په دغه پښتني دریځ سره بي له شکه چي ښاغلي خرم زموږ د وخت وزیر محمد ګل خان بللئ شو !
یوه بله خبره غواړم ويي کړم داده کله چي په پښتو ژبه او زموږ په ملي حریم شرمښان او دنورو بړیڅان تېرئ کوي د پښتنو یو زیات شمېر پروفیسوران ، څیړنوالان ، پوهندان ، ډاکټران او نور چوپه خوله ناست وي او په دغسي شیبو کښي د ملي حریم د ملاتړ چاري د پښتنو تنکیو او احساساتي ځوانانوته سپاري او خپله له ډګر څخه تښتي ! ایا دا لویه بي ننګي نه ده ؟
اور دي پر داسي پروفیسورۍ ، پوهاندۍ ، ډاکټرۍ او څيړنوالۍ شي چي هغه د خپلي ژبي ، خپل تاریخ او خپل هویت په ملاتړ کښي په کار رانه شي !
په داهسي وخت چي وخت د نام او ننګ دئ ….. دا بي ننګه پښتانه کا څه رفتار
خوشحال بابا
له بلخوا په سیمه کښي ټول ګاونډي هېوادونه او ورڅېرمه ، په خپل کلتور ، خپله ژبه او خپل تاریخ هېواد دئ ، ملت دئ او هویت لري . افغانان ولي باید په سیمه کښي خپله ژبه ، خپل تاریخ ، ویاړني او پېژندګلوو ونه لري . دا په سیمه کښي د افغانانو تاریخي او طبیعي حق دئ او د هېواد ټول ایتنیکي ګروپونه او هر افغان باید د هېواد د یو اتباع پتوګه دا ومني ، هغه خپل وګڼي او په هغه وویاړي .
څو چي پاتي یو افغان وي ……… تل به دا افغانستان وي
د فبرورۍ ۲۱ مه ۲۰۰۸ کال