د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل يو تازه ټويټ کي ويلي دي، چي نور به اوږدې جګړې ختموي او ددې وخت رارسېدلی چي امريکايي پوځيان به خپل کورته راستنېږي.
نوموړي دا ډول څرګندوني وړاندي هم کړي دي، خو په تازه ټويټ کي ئې د افغانستان يادونه کړې چي دی به خپل پوځيان ځني باسي.
دا پر داسي مهال ده چي تېره اونۍ ټرمپ د سوريې له شمال څخه د خپلو پوځيانو د وتلو اعلان وکړ ، خو په ورته مهال کي ئې سعودي ته ۳۰۰۰ امريکايي سرتېري ولېږل.
شنونکي وايي، چي له افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو وتل کمپايني بڼه لري او ټرمپ غواړي په دې سره راتلونکي ولسمشريزو ټاکنو کي د امريکايي وګړو رايي خپلي کړي.