د افغانستان دفاع وزارت وايي، چي افغان امنيتي ځواکونه له دفاعي حالت څخه وتلي او يرغليز بريدونه کوي.
د ياد وزارت مرستيال ویاند فواد امان وايي، چي په سلو کي تر اویا زیات هوايي عملیات د افغان پوځیانو له خوا په خپلواک ډول ترسره کیږي او امریکايي پوځيان له همغږۍ پرته عملیات نه کوي.
امان وایې چې ځمکني عملیات “نږدې سل په سلو کي” د افغانانو لخوا ترسره کېږي.
د ښاغلي امان په خبره، د افغان ځواکونو په بريدونو کي شپيته سلنه زياتوالی راغلی دی.
له کله نه چي د امريکا او طالبانو ترمنځ خبري اتري لغوه سوي دي امريکايي چارواکو هم پر طالبانو دبریدونو د پراخېدو خبر ورکړی دی.