
د ډينګي په ناروغي باندي د اخته کسانو شمير په بېساري کچه لوړ سوی دی او دا مهال په پښتونخوا کي او همداراز د پاکستان په ځينو ښارونو کي شاوخوا ۲۳۰۰۰ کسان په ډينګي ناروغي مبتلا دي.
د راپورونو له مخي يواځي د پاکستان په پلازمېنه کي ۱۰ زره کسان د ډينګي ناروغۍ څخه کړېږي.
ددغه ناورغۍ له لاسه تر دا مهاله ۴۰ کسانو خپل ژوند بايللی دی، چي دا په بېساري توګه ديادي ناروغۍ څخه د مرګ لوړه کچه ده.
د سوات روغتيايي کارکونکي وايي، چي ددوی روغتونونو ته ۴۱۳ کسان د ډينګي په ناروغي مبتلا کسان ور وړل سوي دي.
ډينګي وايروس يوه خطرناکه ناروغي ته چي هر کال په سيمه کي په زرګونو کسان پرې اخته کېږي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه