په دې نړۍ کښي قاتلان یا جنایت کاران ډیر ژر مشهوره کیږی دا ځکه قتل او جنایت کول خپل ځانګړي مهارت او د وسپني زړه غواړي چي د هر شوده- موده کار نه دی ؛هر څوک نه شوای کولای قاتل او جنایت کار شي دی خلکو ته بیا سیاست –میاست داسی اسانه دی لکه د توت خوړل. خو په بیلو بیلو کارو کي ریکارډ ټینګونه هم د شهرت لامل کیږی ډیر خوړل، ډیر ځغستل ډیر خندل ډیر ژړل… هر شی ډیرډیر
خو یو ډاکټر د فلسفي طب په کشف سره مشهور شو
هغه په خپل یو نامتو کتاب د« فلسفي طب اساسات » کي لیکلی دی : انسان یو عجیب او غریب حیوان دی چي هره ناروغی د هغه په اعصابوژوره اغیزه کوی نو دا کار د هغه ځیر والی او پام لږوی او درک يي بي سمته کوی نو ځکه یو ځای يي درد کوی او هغه بل ځای ته اشاره کوي…
هغه بل ځای لیکي د انسانانو ټول بد او ښه کړه په فلسفی طب درمل کیدای شی دبېلګي په توګه جنایت کارو ته که د وقایي په اساس د اسکارس درمل وکړ شی ډیره ګټه کوي همداسي رشوت خور ته د اسهال دوا ،سیاست وال ته د کوخ دوا…
هغه وایي یو ناروغ د کلمو ددرده شکایت کوی نومتخصص ډاکټر هغه ته د لاندی اندوسکوپی وکړه خو ډاکټر چي به هر ځای ته اشاره وکړه چي دا ځای درد کوی ؟
ناروغ به ویل : پورته لږ پورته په اخیر کي مالومه شوه چي د هغه ستونی خوږیدی
نو د هغه په اند د ناروغانو خبرو ته باید پام ونه شی ؛ باید ډاکټر تصمیم ونیسی چي اصلاً د هغه کو م ځای ځوزیږی نو په دی اساس تداوی تو پير کوی
نو د نوی تیوری په اساس ډاکټر دناروغ په لیدو سره تصمیم نیسي چي د هغه کوم ځای خوزیږی او کوم ځای يي باید عملیات شی
د چا چي سر درد کوی هغه د پښو دوا ؛ او د چا چي ګیډه خوزيږی هغه ته دسترګو دوا ورکول دهغه کار دی
د یوجنایت کار یوه سترګه يي ورعملیات کړل د سیاست د ناروغ یوغوږ يي پري کړ
په دي ترتیب هر چا چي به د دي ډاکټر نوم واوریده دا ټوله سیاسي ناروغی به يي له وجوده ووتې
اوس هغه د زورورو میلتو په مشوره د یوکال لپاره افغانستان ته راځي .