کور / د ډيورنډ کرښه / پاکستاني پوليسو پېښور کي پر افغان مارکېټ بريد کړی دی

پاکستاني پوليسو پېښور کي پر افغان مارکېټ بريد کړی دی

د پاکستان سلګونو پولیسو پرون ماښام په پیښور ښار د میلیونو ډالرو په ارزښت پر افغان مارکیټ برید کړی او هغه کشمیري ته یی سپارلی چې پرې دعوه کړې وه.
د افغانستان ملي بیرغ یی او د قونسلګرۍ لوحه یی هم ښکته کړی.
دا مارکیټ د افغان ملي بانک ملکیت دی

لاندې مکتوب د افغان مارکیټ لخوا ملي بانک ته لیږل شوی!
د املاکو او اشتراکاتو محترم مديريت ته !
محترما : له نن ماذيګر راهيسې د پيښور دولتې چارواکو لخوا د افغان مارکيټ د قبضه اخيستلو کوشش روان دی او اندازتا تر شپږسوه پولیسو لخوا مارکیټ محاصره دی ,
او اول قدم کې يې په ډيره بې عزتې سره يې افغان بيرغ د مارکيټ څخه کوز کړو او بيا يې د قونسلګرۍ بورډ هم په زور کوز کړو او ټول مارکيټ يې د ماښام راهيسې بند کړو ,او د خلکو کارو روزګار هم بند کړو,
او په پيښور کې مې افغان قونسل صیب ته په وخت اطلاع ورکړې ده او نوموړی راغلو مارکیټ ته ,
او هم مې افغان سفیر صیب ته پوره احوال ورکړو او سفیر صیب په ټولو حالاتو خبر دی او مونږ ټول فعلا په شمول د افغان قونسل صیب دلته مارکیټ کې ناست يوو او امکان دې ولرې چې شپه مو هم په مارکيټ کې پاتې شو,
او داسې ښکاری چې د افغان مارکیټ موضوع ډيره جدي شي او رسنيو ته هم وتلې ده ,
او فعلا خبره مو سفیر ته پريښودې ده چې سفیر صیب څه امر کوي نو مونږ ورته اطاعت لرو
او امکان دې ولرې چې په دې هکله افغان سفیر صیب صباته افغان قونسلګرۍ احتجاجا بنده کړې.
ډير په احترام