د لومړنيو راپورونو له مخي په جنوبي وزيرستان كي د امريكايي ميزايلو په يوه بريد كي نهه تنه وژل سوي او څلور نور زخميان دي.
ويل كېږي دغه توغندۍ د جنوبي وزيرستان پر انګور اډه باندي د ايتلافي ځواكونو د بې پيلوټه الوتكو په ذريعه فير سوي دي.
د خبرونو له مخي د جنوبي وزيرستان په سرحدي سيمو كي اوس هم د ايتلافي ځواكونو جاسوسي الوتكي پروازونه كوي چي خلګ يې له وهم سره مخ كړي دي.
ايتلافي ځواكونو په تېرو څو مياشتو كي تر ۲۵ ډېري توغندۍ د جنوبي وزيرستان بېلابېلو سيمو باندي غورځولي چي له امله يې تر ۳۰۰ ډېر كسان وژل سوي دي، چي د پاكستاني حكومت او امريكا له خوا څخه ټول وسله وال طالبان ګڼل سوي دي.
د تېري شپې د بريد په اړه تر اوسه ايتلافي ځواكونو څه نه دي ويلي چي څوك وه او نه هم دا معلومه ده، چي وژل سوي كسان وسله وال طالبان دي او كه د سيمي عام اوسېدونكي.
د يادوني وړ ده چي په دې ته ورته يوه بريد كي تېره مياشت د القاعده شبكې يو مهم قومندان ابوالخباب المصري هم وژل سوى و.