د پېښور ستري محکمې د پاکستاني استخباراتو آی ايس آی مشر جنرال فيض حميد د لادرکۍ په يوه کېس کی عدالت ته راغوښتی دی.
د سترې محکمې لخوا دا حکم وروسته له هغه ورکړل سو، چي په کال ۲۰۱۵ کي د لادرکه سوي شخص انصاف شاه مقدمه مخي ته راغله، خو د رياست په دوو عدالتونو کي متضاد دلائل ورباندي پېش سول.
د پېښور د عدالت مشر وايي، چي ددغه موضوع د تحقيقاتو لپاره ئې د آی ايس آی مشر راغوښتی دی .
په خيبر پښتونخوا کي د کلونو کلونو راهيسي د پاکستان خفيه ادارې او پوځ لخوا په زرګونو پښتانه وژل سوي او يا هم لادرکه سوي دي.
د پښتون ژغورني غورځنګ هم په همدې خاطر را پورته سوی، چي په سيمه کي د ورک سويو پښتنو په هکله مالومات وکړي او د رياست څخه د وژل سويو پښتنو حساب واخلي.
د پاکستان ترهګرپال رياست ټول هغه پښتانه چي د خپلو حقونو غوښتنه کوي او د خپل قام مبارزه ئې راپيل کړې ده ځوروي ، کله ئې زندانونو ته اچوي او کله هم د خفيه ادارو لخوا په ډزو سره وژل کېږي.