د پاکستان ترهګر پوځ هره ورځ پښتانه وژني او داسي ورځ دي نه وي، چي دغه پوځ دي د پښتنو عزت او وياړ نه زيانمنوي.
د ترهګر پوځ په چاپو او اختطافونو کي په زرګونو پښتانه ځوانان، ماشومان، سپين ږري او آن ښځي شهيدان سوي او اوس هم په زرګونو پښتانه لادرکه دي.
د پوځ زندانونه د پښتنو په ځوانانو ډک دي او هلته پر دې مظلومانو باندي د وحشي پوځ بې رحمه جنرالان بې دريغه ظلمونه کوي.
د وزيرستان اولس د خپل ږغ اوچتولو او خپل حق غوښتلو ته نه پرېښودل کېږي او په د حق غوښتلو په خاطر وژل کېږي.
هره ورځ د ځناور پوځ په کرل سويو ماينونو باندي ګلالي پښتانه ماشومان خپل د بدن غړي له لاسه ورکوي، خو دا سپيڅلې ماشومان نه پوهېږي چي ولي ئې د دوی لاس ، پښې، سترګي او نور غړي له منځه ځي.
دا معصوم پښتانه ماشومان په ژړا ژړا خپل د بدن پرې کړي غړي ته ګوري او نه پوهېږي چي کوم ظالم دی له دې نعمت څخه بې برخي کړ.
زما د وزيرستان په هر کور کي د غم ټغر اوار دی، هره مور د خپل ورک سوي زوی په لټه کي د غم ډکي ورځي سبا کوي، ناوې ښځه د خپل هغه خاوند د راتګ انتظار کوي، چي وحشي پوځ د واده په ورځ له کوره ايستلی او په کلونو کلونو ئې پته نه ده مالومه سوې.
هر ماشوم د خپل ورک بابا په لټه کي هر ويران لټوي او د ورک سوي پلار په هډو پسي ګرځي.
هره خور د ورک سوي ځوان ورور په لټه کي د بې ضميره او بې وجدانه رياست دروازه ورټکوي.
پوځ چي کوم ظلمونه پر وزيرستان او پښتنو کړي دي، هغه وحشتونه به د کشميريانو په تصور کي هم نه وي راګرځېدلي.
نو ځکه ماته خپل وزيرستان مهم دی او د خپل قام د ژغورني فريضه تر ټولو راته اهمه ده.
د کشمير غم به خپل کشميريان وخوري، خو د خوار او ځورېدلي وزيرستان غم به زه خپله اخلم او دا د پښتون وجيبه ده چي د کشمير پر ځای د خپل وطن غم وخوري.