يادونه: دا ليکنه په لومړي ځل په 1385 ل کال د ميدان وردګ ولايت په يوي مهالنۍ مجله (ملي هدف) کي خپره شوې،چي اوس څه سمووني او حذفوني پکښي وشوې. وروستۍ سموني : 21-5-1387
ميدان وردګ ولايت د افغانستان له اوسنيو ۳۴ ولايتونو څخه د مركزي افغانستان يو ولايت دى ، چى پلازمېنې( کابل) سره لويديځه پوله لري.ختيځ لوري ته په كابل او پروان او له جنوب ختيځ اړخه په لوګر او له لويدځي خوا نه په باميانو او غزني پوري نښتى دى.
دغه ولايت دمحمد ظاهر شاه د پاچاهۍ په دوره كي په1343 هجري لمريز كال رامنځته شو. په پيل كي يي مركز كوټ عشرو وو. وروسته د سردارمحمد داوود خان د جمهوريت په دوره كي يي مركز له كوټ عشرو نه ميدان ښار ته ولېږدول شو، چي لا تر اوسه همدلته دى.په اول کي ددي ولايت نوم يواځي ((وردگ)) وو. تراوسه يي په ځينو ادارو كي نوم ((وردگ)) دى خو د ډاكټر نجيب الله د واكمنۍ له نسكورېدو وروسته يي نوم دځائي وګړيو لخوا په ((ميدان وردگ)) اړول شوى دى .
((وردگ)) په اصل كي د كر لاڼيو((کرړې)) پښتنو يو لوى ټبر دى.خو ځيني وردګ ځانونه سيدان بولي، چي يوه ناسمه ادعا ده. په خورشيد جهان كي دوى دسيداحمد گيسو د راز اولاده ښودل شوې،چي همدغه روايت خداى بخښلي ظفر كاكا خېل په خپل كتاب ((پښتانه د تاريخ په رڼا كي )) هم د خورشيد جهان په حواله را اخستى دى…
دځينو حوالو پر استناد ((وردګ)) کلمي يادونه د هندي آريايانو په مقدسو کتابونو((ويدونو)) او د زردشتيانو په مقدس کتاب((اوېستا)) کي هم شوېده، چي له دي سر ددغه ټبر لرغونتيا تر 1800مخزيږدي کلونو پور رسيږي.
وردګ له اصله سيدان نه دي خو د عر بانو او اسلام د سپيځلي دين له راتګ څخه وروسته به لږ ډېر سيدان يا عر بان ورګډ شوي وي اوله همدي وجي ځيني ځانونه سېدان بولي.البته يوه خبره د يادوني وړه ده، چي وردګ په پخوانيو آرئيائي اثاروکي هم ديندار خلک ښودل شويدي.
دفولکلوري روايتونو له مخي منګل او ځدراڼ د وردګو وروڼه دي چي د كورنۍ شخړي په سبب سره بيل شوي دي. ددي روايت پخلى ددوى د ګړدودونو له پرتليزي مطالعي نه هم کيږي.
دميدان وردګو ولايت مساحت د ۱۳۶۴ كال د مركزي شمېرني د اسنادو پربنسټ (۹۰۲۳ ) كيلو مټره مربع دى، چي په دي حساب په لويوالي كي له ((لوګزهامبورګ)) نه دري ځله، له(( بحرين)) نه ديارلس نيم ځله، له((ډومنيكا)) نه ۱۲ ځله او له ((سنګاپور)) نه ديارلس ځله لوى دى.(؟)
په كوچنيوالي كي د البانيي دري عشاريه يو ويشتمه،د بلجيم دري عشاريه يوڅلوېښتمه، د ډنمارك څلور عشاريه اووه ويشتمه او دعربي متحدو اماراتو نهه عشاريه اووه ويشتمه برخه دى.(؟)
د نفوس له دركه د نړۍ تر څو هېوادونو زيات نفوس لري. ډېر وګړي يي په كرنه او مالدارۍ بوخت دي. سوداګري هم پكي دود ده.كرنيز پيداوار يي مڼې،ګيلاس، خورماڼۍ(زردالو)، شفتالو، كچالو ، غنم، وربشې، جوار، وريژې،نوري غلې، داني او سابه دي.
دا ولايت د هېواد د څومهمو ولايتونو په لار كي پروت دى او دکابل غربي دروازه ده. له همدي کبله ځانګړى جيوپولټکي ارزښت لري. دلته د مېړنيو او تورزنو پښتنو شتون روسان له ډېرو كړاوونو او غلچكيو بريدونو سره مخامخ كړي ول او همداشان د انګرېزانو- پښتنو جنګونو پرمهال يي انګرېزان هم له له زياتو لالهندويو سره دوچار کړي ول.
ولسوالۍ او اداري تشكيلات يې:
ميدان وردګ له مركز پرته اته ولسوالۍ لري،چي نرخ،سيد آباد،چك،لومړى بهسود،دوهم بهسود، جلګه(دايميرداد) اوجلرېز نوميږي.
مشهور زيارتونه يې:
دافغانستان او ځينونورو اسلامي هېوادونو د وګړيو په څېر د ميدان وردګو خلك هم زيارتونوته ښه درناوى لري او د همدي درناوي له کبله ډېر زيارتونه پكي شته، چي يو شمېر مشهوريي دادي:
شاه قلندر بابا (کاکا خېل،چك)،اخوند بابا (سپين ښاره، چك)،خواجه محيات بابا (نېک پايقول دره، چك)،خواجه غربان با با (خليلي، چك)،صوفي بابا (سيبكه، چك)، ملابنارس په ملا كا كا شهرت لري (چاركه، مركز)، بوم (نرخ ولسوالۍ)،خرقه شريفه (كوټۀ عشرو، مركز )، شهيدانو زيارت (كوټه عشرو، مركز )،شاه قباد ولي (سنزى، نرخ )،خواجه صاحب (زايولات، جلرېز)،لوى ملا صاحب (شهاب الدين دره، نرخ)،سوبۍ (اميرښاره- تنګي دره، سيداباد) او يو شمېر نور زيارتونه يي ښه مشهور دي.
تاريخي او مشهور ځايونه يې:
دميدان وردګو سيمه د افغانستان له تاريخي سيموڅخه ګڼل كيږي. دلته ډير داسي ځايونه شته چي كيندنو او څيړنو ته اړتيالري. كه وسپړدل شي دتاريخ ډير تياره ګو ټونه رڼو لاى شي. دا ولايت د تاريخي توکيو له نګاه نه دوهم درجه ولايت ګڼل کيږي.
کاني مواد:
دمرمرو،سليټ او اوسپني ډبري پکي پيداکيږي. د معدني اوبو لپاره هم ښي زېرمي لري. دي سيمه كي تر اوسه طبيعي زيرمي سوچه پاته دي اوچندان لاس يي نه دى خوړلى. دغلته په راتلونكي كي هم د ښو زېرمو د راوتلو تمه کيږي.
د ميدان وردګو واليان :
هغه كسان چي په دي ولايت كي يي د والي په توګه دنده تر سره كړې، په لاندي ډول دي، لکه څرنګه چي په دي اړه رسمي سندونه راته په لاس ندي راغلي نو ښائي، چي څوک پکي پاته شوى وي او يا هم وړاندي وروسته راغلي وي: داعليحضرت محمدظاهر شاه په دوره كې:
عبدالباقي يوسفزى
محمد ابراهيم عباسي
عبدالمالك
عبدالصمدبخشي ، نوموړي د اعليحضرت ظاهر شاه له تلو نه يوه اووه نۍ وروسته خپله دنده پري ايښي ده.
د سردار محمدداود خان په ولسواکۍ کې:
عبدالقادر قاضي
امير محمد اميري
دنور محمد تره كي او حفيظ الله امين په دوروكې:
غلا م حسن خام (؟)
عزيزالله وګړى
محمود غفوري
د ببرك كارمل په دوره كي :
احمد جان رزم اور
غلام رسول يوسفي
بسم الله عمر
د ډاكتر نجيب الله په دوره كې:
محمد شريف نوري
شېر محمد ولسيار
حيات الله رازقي
جنرال محمد ظريف امر خېل
فضل الدين مهري
د مجاهدينو اوطالبانو په اسلامي امارت کې:
ډاكټر عزت الله نوري
ملا عبد الرشيد
ملا عبد الصمد خنجري
ملا شمس الدين
دلنډ مهالي اداري له جوړېدو نه تر ننه پورې:
حاجي سيف لله احمد زى د۱۳۸۱ كال د غوائي له پنځمي نه د ۱۳۸۲ كال د زمري تر ۲۳ مي نېټي پورې.
الحاج حميد الله توخى د۱۳۸۲ كال د زمري له ۲۳ مي نه د همدغه كال د تلي تر ۲۳ مي پورې.
راز محمد دليلي د ۱۳۸۲ كال د تلي له ۲۳ مي نه د ۱۳۸۳ كال د كب تر ۱۳ مي پورې.
عبدا لجبار نعيمي د ۱۳۸۳ كال د كب له ۱۳ مي نه د 1387 کال د غوائي تر درويشتمي پورې. دۀ دځينو ملحوظاتو پر بنسټ استعفى ورکړه، چي دولايت دو ګړيو لخوا يي داستعفى د نه مظورۍ لپاره لاريونونه هم وشول. دښاغلي نعيمي له استعفى نه وروسته په ميدان وردګ ولايت کي د علي احمد خاشع په نامه يو تن سرپرست والي وټاکل شو، چي تقريبا يوه مياشت پر دنده پاته شو.
عبدالحليم فدائي: دى د چنګاښ پر شلمه 1387 ل.ل نېټه د ميدان وردګو ولايت والي ټاکل شوى دى.
په ميدان وردګ کي مېشت ټبرونه:
دلته په څلورو ولسواليو كي وردګ اوسيږي چي په ولايت كي د نفوس ډيرى برخه تشكيلوي. وردګ په چك، دايميرداد، سيد اباد اوجغتوو لسواليو كي اوسي،چي په درېيو خېلونو: مير خيلو ، مايار او نوري وېشل کيږي. مايار خداى بخښلي ظفرکاکاخېل په خپل کتاب (پښتانه د تاريخ په رڼا كي ) كي مهيار ليكلي چي ښائي د اردو ژبي اغېز وي. همدغسي خداى بخښلي كاكا خېل نوري (نورزي ) ليكلي چي هغه اصلاً د پښتنو قبيلو يوه بله قبيله ده.
په نرخ ، مركز(ميدان) او جلريزكي امر خېل لوى ټبر دى چي په غلجه (غلجيو)ورګډيږي. همدغسي په دغو درېيو اداري واحدونو كي نور پښتانه ټبرونه هم استوګن دي، چي له هوتكو،ابراهيم خېلو، حسن زيو ، اندړو ، ستانكزيو، ملاخېلو ، خروټو او نورو څخه عبارت دي.
په لومړيو بهسودو او دوهمو بهسودو کي کابو ټول او په دايميردادو كي يوه وړه برخه هزاره ګان اوسي. په جلرېز او مركز(ميدان) كي يوه برخه پارسي ژبي هم مېشت دي .