د زابل په مرکز کلات کي د نن سهار د بمي بريد مسؤوليت طالبانو پر غاړه واخيست.
په دغه بريد کي شاوخوا ۴۸ کسانو ته مرګژوبله واوښتل.
طالبان وايي، بريد ئې د مرکز کلات د ملي امنيت پر مرکز کړی او ګڼ افغان سرتېري ئې وژلي دی.
چارواکي وايي، چي بريد د زابل ولايتي روغتون ته څېرمه سوی، چي زياته مرګژوبله ئې ناروغانو ته هم اړولې ده.
د ټپيانو د ډېر شمير په خاطر له کندهار څخه هم کلات ښار ته امبولانسونه لېږل سوي، ترڅو شديد زخميان کندهار ته انتقال کړي.