کور / راپور / افغان چارواکو د دوو قومندانانو په ګډون د لسګونو طالبانو د وژلو ادعا کړې ده

افغان چارواکو د دوو قومندانانو په ګډون د لسګونو طالبانو د وژلو ادعا کړې ده

افغان چارواکي وايي، چي په پکتيا او سمنګان ولایتونو کي ئې د طالبانو پر ضد ځانګړي عمليات کړي چي پکي ئې د طالبانو د دوو قومندانانو په ګډون لسګونه جنګيالي وژلي دي.

په کابل کي د دفاع وزارت چارواکي وايي، چي دغه عمليات ئې د امريکايي ځواکونو سره په ګډه کړي دي.

د دفاع وزارت په خبره، د شنبې په ورځ ئې په پکتيا کي ترسره سوو عملياتو کي ۸۵ طالب جنګیالي وژلي دي.

افغان دولت وايي، چي د عملياتو پر مهال په سمنګان کي د طالبانو مشر مولوي نورالدین د څلورو جنګيالو سره وژل سوی دی.

د چارواکو په خبره، په فراه ولايت کي ئې هم ۳۴ نور وسلوال وژلي دی.

خو طالبانو د افغان حکومت دا ادعاوي رد کړي دي.