د دونیا د نعمتونو خوږ نعمت دی
هر قدم لاندي د مور پروت هم جنت دئ
حسن ، مینه ، عقل واړه مکمل شی
په رښتیا د مور دوعا کي پروت حکمت دئ
د مور مینه پلوشي د ژوند خوری کړی
پلوشي د مور د میني لوی دولت دئ
که د مور خدمت ته ملا وی چا تړلې
په ژوندیني جنتي د دئ قسمت دئ
مور سه مینه مکمل د زړه تصویر کړی
بغاوت د مور د مینی هماقت دئ
پاکی میني پښتني مور غیږ ته راشه
پښتني مور په جولۍ کي تل راحت دئ
په خوږه جرګه د مور مړېدل نشته
پروت د مور مینه کي هر یو لوی صفت دئ
سترګي پټي په بڼو زړه خو دمه شی
د مور خولی نه ، په لولو کي کرامت دئ
دا بیداره ځوی ته ناسته تر سحره
شپه شوګیر د مور د مینی محبت دئ
پت ژوندون او د بچی سر لوړېدل دی
مور د خولی نه په دوعا کي لوی عزت دئ
د مور مینه خوشحالتیا زړګی ته راوړی
زړه دمه د مور د غیږ ي دا برکت دئ
سترګی مه خو پټوی د قلم اوښکو
د نسیم ستوري وینا کي صداقت دئ