کور / راپور / د اوروښتونو له امله د سالنګ لويه لار د موټرانو پرمخ بنده سوې ده

د اوروښتونو له امله د سالنګ لويه لار د موټرانو پرمخ بنده سوې ده

د سالنګونو د لويي د ساتلو مسؤولين وايي، چي د سختو اورښتونو او سيلابونو له امله دغه لار د ترافيکو پر مخ بنده سوې ده.

د سالنګونو  د لويي لاري د ساتني مسؤول عبدالبصير حبيبي وایي، چي تېره شپه سخت سيلابونه راووتل او ددغه لاري ځيني برخي ئې خرابي هم کړې، چي ورسره دجنوبي سالنګ لار د موټرانو د تګ راتګ پر مخ وتړل سوه.

د حبيبي په خبره، ددغې لاري څلور کيلومتره برخه پاکولو ته اړتيا لري چي کار ورباندي شروع سوی دی.

مسؤولين وايي، چي د بارانونو له امله په سيمه کي مالي او ځاني زيانونه هم اوښتي دي.

د پروان ولايت په جبل السراج ولسوالۍ کي د سيلابونو له امله د يو کور چت رالوېدلی او يو نفر پکي وژل سوی دی.

د پسرلي او مني په موسمونو کي د اورښتونو له امله په افغانستان کي ګڼ مالي او ځاني زيانونه رامنځ ته کېږي.