د افغانستان خپلواک او میړني ولس دخپلي مېړانې، سرښندني او زړورتیا په وسیله د غازي امیر امان الله خان په مشرۍ له نن څخه 89 کاله وړاندي خپل هیواد ته د خپلواکۍ نعمت ګټلی دی. دغه خپلواکي په 1298 هجري لمریز چي د 1919 زیږدیز سره سمون خوري د وخت له زبرځواک انګریزي امپراطورۍ څخه افغانانو په ډېره مېړانه ترلاسه کړه او خپل هویت یي د یوه میړني، خپلواک او پتنمن ولس په توګه بیا هم د نړۍ په جغرافیه کښي د تل لپاره ثبت کړ.
دسټیج ویندویان نیازی سنګر او دل افروز ځیرک
د افغانستان خپلواکي د هېواد د هر وګړي لپاره د خوښیو او ویاړونو ورځ ده چي زموږ ویاړلو نیکونو د ملي یووالي او ملي جوړښت په رڼا کښي د پردي ځواک په مقابل کښي جنګیدلي او په ډیره میړانه یي داسي خپلواکي ترلاسه کړه چي هر افغان پري ویاړ کوي.
د دي ورځي ستاینه او لمانځنه د افغانستان دهر وګړي دنده ده نو په همدي توګه د وردګو کلتوري یون په دي اند دی چي د هېواد ملي ارزښتونه او ملي ورځي باید د خپلو ادبي، فرهنګي او سیاسي ناستو په ترڅ کښي و لمانځل شي او د هغه حق ادا شي. له همدي کبله نوموړي یون د یوي رنګیني مشاعري په جوړولو سره زموږ د خپلواکۍ ملي ورځي او د هغه نهه اتیایمي کلیزي نمانځلو ته ښکلا په برخه او یو زیات شمیر شاعرانو د هغه په لړ کښي خپل نظمونه، شعرونه او غزلونه د محفل ګډونوالو ته واورول.
د وردګو له کلتوري یون سره د دي مشاعري د جوړیدو په چارو کښي د آریانا کابل هوټل او د AIBM انستیتوټ هراړخیزه مرسته وکړه چي مننه تري کیږي او موږ خپل ملي سوداګر او خصوصي سکتور هڅوو چي د خپلو کلتوري کړیو، شاعرانو او لیکوالانو ملاتړ وکړي او په کلتوري چارو کښي یي مټي غښتلي کړي. دغه غونډه چي د1387 د زمري یا اسد په اولسمه او د 2008 کال د آګست په اوومه نیټه د آریانا کابل د هوټل په تالار کښي جوړه شوي وه، د هیواد ګڼ شمېر مشرانو، پوهانو، لیکوالانو، شاعرانو، پوهنپالانو (محصلینو) او عامو وګړو پکي برخه اخیستي وه چي شمیر یي له 600 کسانوڅخه زیات وو.
د غونډي د ګډونوالو یوه برخه
په دي غونډه کښي د وردګو او میدان د ولایت والي محمد حلیم فدايي، دوکتور بهاالدین بهاء، نجم الرحمن موج، ډاکټر طاهر عنایت، آغلي انجنیر راضیه نعیمي، ډاکټر محمد قاسم غیرت، غازي محمد وردګ، نور الحبیب نثار، علم ګل سحر، حبیب الله وجدي، انجنیر محمد عارف رسولي، متین وردګ، ګل مقصود ثابت، میرویس احمدزی او د هیواد زیاتو پیژندل شوو هم برخه اخیستي وه.
د تېري غونډي په شان په دي غونډه کښي هم د هوټل چاپیریال د وردګو ولایت د میړنیو مشرانو په انځورونو او د وردګو د کلتوري بهیر په پوهینزو شعارونو ښکلي شوي وؤ. د خپلواکۍ د ویاړ د مشاعري د سټیج چي په ښۍ خوا کښي یي د غازي امیر امان الله خان او کیڼه خواکي یي د غازي محمد جان خان وردګ انځورونو اېښودل شوي وؤ چي غونډي ته یي لانوره هم رنګیني هم په برخه کړي وه.
د غونډي د ویندويۍ چاري د هېواد تکړه ویندویانو هر یو نیازی سنګر او ځیرک دل افروز له خوا پر مخ وړل کیدي چي غونډي ته یي په ښکلو ښکلو څلوریزو، ادبي ټوټو او شعري قطعاتو په زړه پوري ښکلا ور بخښله.
غونډه د قرآن پاک دمبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه چي د دروند قاري صاحب محمد الدین له خوا تلاوت شول ورپسي د محفل ټول ګډونوال د ملي سرود د درنښت په ویاړ په خپلو ځایونو کښي ودرېدل.
د وردګو د کلتوري یون مشر ښاغلي ګل آغا احمدي وردګ دغونډي پرانیستونکي وینا برخه والو ته واوروله او هغوی ته یي ښه راغلاست وویل. د نوموړي دوینا ځیني برخي دلته راخیستل کېږي.
د وردګو د کلتوري یون مشر او دخپلواکۍ د ویاړ دمشاعري سمبالوونکی ګل آغا احمدي وردګ د پرانیستونکي وینا پر مهال
«د افغانستانو د خپلواکۍ د اخیستلو د نه اتیایمي کلیزي په ویاړ په جوړه شوي مشاعره کښي تاسو درنو مشرانو، استادانو، پوهانو، محصلینو، ادبي ملګرو، شاعرانو، لیکوالانو او ددي مبارک مجلس ټولو برخه والو ته ښه راغلاست وایم او په سلامونو مو هرکلی کوم. له ټولو څخه د مخه اجازه راکړی چي د دي مبارکي ورځي په مناسبت د مبارکۍ مراتب څرګند او له تاسو ټولو مننه وکړم چي زموږ بلنه موومنله او په خپل ګډون سره مو دا غونډه نوره هم ښکلي کړه.
د افغانستان د خپلواکۍ ګټل د هېواد او سیمي په تاریخ کښي یو داسي بدلون وو چي نه یوازي یي ددي هېواد پتمنو او ویاړلو پرګنو ته ویاړ ور په برخه کړ، بلکي په ټوله نړۍ کښي د یوه نوي بدلون سبب هم وګرځېده. دافغانستان خپلواکۍ نړیوالو ته د آزادۍ الهام ورکړ او داسي درس یي دهغوی په مغزونو کښي ځای په ځای کړ چي آزادي اخیستل کېږي ورکول کېږي نه. افغانانو په تش لاس د وخت د لویي امپراطورۍ او د انګریز د زبرځواک څخه د خپلي آزادي د ګټلو په وسیله دغه حیرانوونکي تجربه د یوي تاريخي ننداري په شکل پرېښوده. داسي مهال یي خپله خپلواکي اعلان کړه چي نږدي د نیمي نړۍ وګړو د یادي شوي امپراطورۍ تر سینه لاندي د غلامۍ او محرومیت شپي او روځي تیرولې.
درنو ښاغلو او آغلو! که موږ د خپلي خپلواکۍ په اړخونو هر څومره ډېري خبري وکړو بیا هم د هغه مناسب حق نه شو ادا کولی خو یوازي دومره به ووایو چي درود دي وي زموږ د آزادۍ د لاري په ټولو هغو غازیانو چي موږ ته یي د خپل هېواد خپلواکي په نصیب کړه. هو! زه غازي محمد جان خان یادوم، غازي محمد اکبر خان یادوم، غازي امین الله خان لوګری یادوم، د هېوادټول غازیان او د آزادۍ د لاري شهیدان یادوم او بالاخره د خپلواکي ملي اتل ستر غازي امیر امان الله خان یادوم چي هېواد ته یي ستر بری او تاریخي ویاړ په نصیب کړی دی. موږ نن د هغوی د مجاهدو له برکته د خپلواکۍ په پلوشو کښي خپل ژوند مخته بیایو. اړینه خبره خو دا ده چي د افغانستان د خپلواکي او آزادي ویاړونه زموږ څخه څه هیله لري؟ پر موږ باندي څه لازم دي چي یي وکړو او څرنګه د خپلو غازیانو ویاړونه ساتلای شو او خپل هېواد د سیالو په کتار کښي د بري کرښي ته راوستلای شو؟
په زغرده باندي یي وایم چي موږ به هله د یوه ویاړمن، هوډمن او ځواکمن ولس په توګه په نړۍ کښي څرګندېږو چي د خپلي خپلواکۍ د غوښتني سره سم په هر اړخیزه پوهه سمبال، علم او قانون د ژوند تګلاره او له هر علمي فرصت څخه د خپل هېواد په ګټه استفاده وکړو.
همدارنګه د نوي اړيکتیایي او پرمختیایي ټکنالوجي ICT په وسیله د ژوند په ټولو چارو کښي د هراړخیزو پوهنو زیرمو ته لاره ومومو او د خپل هېواد، خلکو او ملت د بسیا کولو په لاره کښي تري ګټه واخلو.
درنو مشرانو ګرانو ورڼو او خویندو! موږ ته لازمه ده چي د خپلواکۍ د دي مبارکي لحظي د نمانځلو څخه داسي یو الهام واخلو چي د ژوند په ټولو ډګرونو کښي د بریاوو وړانګي د خپلي سیمې، هیواد او وګړو فضا ته راولو.
موږ ته لازمه ده چي فکري خپلواکي، علمي خپلواکي، اقتصادي خپلواکي او ټولنیزه خپلواکي د سولې، میني او ورورګلوي په پلوشو کښي له خپل ژوند سره پخلا او په خپلو پوهنیزو هڅو کښي حیرانوونکي پراختیا رامنځته کړو.
راځی ژمنه وکړو چي موږ به خپل ژوند یوازي د پوهي او قانوني بنسټونو په رڼا کښي مخ ته بیایو چي د ژوند د ټولو بریاوو سر چینه به یوازي په پوهه، سوله ایز ژوند او قانون کښي لټوو.
لازمه ګڼم چي د آریانا کابل د هوټل د رئیس ښاغلي زمرک او اداري پلاوي څخه مننه وکړم چي د دي رنګیني مشاعري دتدویر لپاره یي د وردګو د کلتوري یون هراړخیز لاسنیوی کړی او موږ په دي توګه یو ځل بیا خپل ملي سوداګر او خصوصي سکتور هڅوو چي د خپلو فرهنګیانو او کلتوري کړیو سره خپلي مرستي و نه سپموي ځکه چي د دوی مرستي د خپل کلتور د پیاوړتیا په په لاره کښي یو لوی او مثبت ګام ګڼل کېږي.
همدارنګه د کابل د ټولو پوهنتونونو د وردګ محصلینو څخه هم مننه کوم چي زموږ سره یي د دي مجلس په برابرولو کښي مخلصانه ونډه اخیستي او تر خپل وس یي منډي ترړي کړي دي.»
د وردګو ولایت دروند والي محمد حلیم فدايي د خپلو ډېرو مصروفیتونو سره سره په دغه مشاعره کښي برخه اخیستي وه او د خپلي علمي وینا په کولو سره یي د برخه والو پام ځان ته راجلب کړ. نوموړي په خپله وینا کښي لاندو ټکو ته اشاره وکړه.
د وردګو او میدان د ولایت والي ښاغلی محمد حلیم فدايي د وینا پر مهال
«زه د افغانستان د خپلواکۍ 89 کلیزه تاسو ټولو درنو حاضرینو او دافغانستان مسلمان اولس ته بختوره غواړم او مبارکي درته وایم، دا چي خپلواکي څومره مهمه ده په دي اړه باندي زه فکر کوم په دي صالون کښي هر څوک زمانه زیات پوهېږي، که چېرته خپلواکي ښه نه وای نو خدای به انسان خپلواک او آزاد نه پیدا کاوه او هغه ته به یي د فکر آزادي نه ورکوله.
خو زه له دي فرصت نه په استفادي غواړم د خپلواکۍ په اړه خپلي انګیرني ستاسو سره شریکي کړم او په آخر کښي تاسو ته څو وړاندیزونه ولرم.
که موږ خپل تاریخ ته وګورو چي په دي صالون کښي یي انځورونه لیدل کېږي او په کومه فضا کښي چي اوس ناست یو دا د همدغو غازیانو او مجاهدینو برکت دی. او دا ټول زموږ د ولس افتخارات دي.
د مشاعري د ګډونوالو یوه برخه
زه غواړم له دي تاریخ نه چي زما کومي انګیرني دي او د خپلواکۍ نه هغه درسونه چي موږ یي باید ترینه واخلو په هغه باندي څو خبري وکړم.
موږ چي کومه لیکنه یا کتاب لولو، په تیره بیا د لیکوالانو او شاعرانو شعرونه چي لولو تر ډېره حده په کښي ویاړونه یاد شوي، هغه څه چي په کار ده چي پکي وي هغه د تاریخ درسونه او عبرتونه او د هغوی په رڼا کښي د خپلي راتلونکي کړنلاري جوړول دي.
زما په اند څو هغه درسونه چي ما ورباندي فکر کړی چي زموږ اوسنۍ نظام او اولس باید په نظر کښي ونیسي هغو ته اشاره کوم.
په ټولنه کښي تغییر، بدلون او اصلاح باید تدریجي وي. او اصلاح د ولس څخه پیل کېږي، ولس چي داصلاح محور وي او نظامونه د هغي چاري پر مخ بیايي. موږ له نورو هېوادونو او د هغوی له تجربو څخه باید استفاده وکړو. د معاصرو او ديني زده کړو تر منځ توازن رامنځ ته کړو. ځانځاني، خودخواهي، د ژبې، سمت، قوم او نور مسایل موږ نور هم په پردیو پوري تړي او د خپلواکۍ روح او اصل خلاف عمل دی. خپلواکي یوازي د ټوپک او زور له لاري نشي ساتل کېدای که ساتل کېږي هغه به هم مؤقتي وي او بنسټیزه به نه وي په دغه اوس حالت کښي هغه څه چي موږ ته په کار دي څومره چي کیدلای شي د موجوده امکاناتو نه د ولس په ګټه باندي استفاده وشي.
څنګه اوس کولای شو د ديني ارزښتونو او دودونو تر منځ انډول وساتل شي، دیني انګیرني له دودیزو انګیرنو تفکیک شي.
همدارنګه فکر په کار دی چي څنګه کولای شو، عنعنوي او دودیز جوړښتونه، میکانیزمونه او ساختارونه مدرنیزه کړوڅو د عصر غوښتنو ته ځواب ووايي. بالاخره څنګه کولای شو، چي موږ هغه زور چي په خپلو مټو کښي یي لرو خپل فکر ته یي راولو؟
څنګه چي اوس په یوویشتمه پیړۍ ده او په راتلونکو پیړیو کښي که خپلواکي ساتل کېږی هغه به د علم، منطق او استدلال له لاري ساتل کېږي نه د زور او ټوپک له لاري ځکه چي داموږ په خپلو ډېرو پخوانیو متلونو او په ولسي خبرو کښي لرو چي په زور باندي کلي نه کېږي. له دي حقیقت او قیمتي خبري څخه داسي معلومېږي چي زموږ ولس د ډېر پخوا نه دولسواکۍ مفهوم درک کړی وؤ. او هغه د زورواکۍ د فکر پیدایښت وو نو په هغه وخت کښي چي موږ خپله مبارزه د زور له لاري اوړ دمټوو له لاري کېدله له هر چانه وړاندي وؤ خو اوس مهال باید خپل زور فکر ته راولو او فکر غښتلی کړو.
زه څو وړاندیزونه لرم:
لومړی دا ډول مشاعري او غونډي یو ښه فرصت دی، دا یوازي د عامه پوهاوي د کمپاین ترحده باید نه وي بلکي د خپلواکۍ په ګدون ټول هغه سیاسي، اقتصادي او ټولنیز مفاهیم په خپله خوا کښي ولري او د هغوی په اړه معلومات راغونډ، تحلیل، تجزیه او تفسیر شي.
دویم دغازیانو، مجاهدینو د خپلواکۍ داتلانو کارنامي نه یوازي دا چي ثبت شي بلکه هغه کمۍ چي هغوی کړي هغه په ډېر جرئت سره په ډاګه شي چي له هغوی څخه د خپلو مجاهدو په لاره کښي شوي دي. زه په دي باور یم چي د پیغمبر پرته هیڅ انسان تقدس نلري، ځیني اشتباهات کوي اودغه اشتباهات په دي معني نه دي چي ګواګي زموږ غازیان، زموږ مجاهدین نور نو د افتخار وړ نه دي. بلکي د پخوانیو اشتباهات چي د ټولني د اصلاح په منظور ورنه سهواٌ شوي موږ یي اوس مهال باید تکرار نکړو او زموږ سره د راتلونکي ستراتیژي لپاره مرسته وکړي.
دریم وړاندیز د همدغو معلوماتو په رڼا کښي موږ قوي سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ریفورمونه وړاندي کړو.
اوڅلورم وړاندیز مي له ټولو شاعرانو او لیکوالانو او ټولو هغو چي د قلم څښتنان دي دا دی چي په خپلو لیکنو کښي داسي لاره خپله کړي چي نه یوازي د ولس په علم او پوهاوي کښي زیاتوالۍ راولي بلکي د دوی د علم او د پوهاوي تر څنګ ددوی په سلوک او چلند کښي او ددوی په طرز فکر کښي هم بدلون راولي.
زه په آخرکي ددي غونډي ټولو سمبالوونکو او همدارنګه تاسو ته یو ځل بیا د خپلواکۍ د ۸۹ کلیزي مبارکي وایم او خدای د وکړي چي موږ دغه خپلواکي چي زموږ په نصیب ده په هغي کښي زموږ ولس په آرامه فضا کښي ساه واخلي.
امنیت یو د خپلواکي د ارزښتونو څخه دی. کله چي ابراهیم (ع) کعبه جوړوله، نو لومړی د عایي د سړک نه وه چي ماته سړک جوړ کړه، د مړی نه وه، چي ماته مړی راکړه بلکي لومړی دعا یي دا وه چي دغه ښار ته امنیت ورکړه کله چي امن راغی دا نور کارونه په خپله ترسره کېږي. په قرآن کښي هم راغلي دي چي اول دغه ولس ته امن ورکړه او بیا ورته روزي ورکړه. زموږ شاعران او لیکوالان د خپلواکۍ د دغه مهم ارزښت چي امنیت دی د دي په اړه باندي د ولسي پوهاوي سلسله غښتلي کړي، تر یو ځایه چي د وردګو په ولایت پوري اړه لري، هر داسي حرکت او خوځښت چي د یاد شوو اصولو په بنسټ صورت مومي، زموږ مالي او اخلاقي ملاتړ به یي تر شا وي. »
د وردګو او میدان د والي صیب دوینا وروسته د مشاعري رئیس او مشران میلمانه انتخاب او خپلو خپلو ځایونو ته ور وبلل شول.
دروند ډاکټر محمدقاسم غیرت د مشاعري د محفل رئیس او ښاغلی هر یو نجم الرحمن مواج، ډاکټر طاهر عنایت، عبدالجبار څپاند، نورالحبیب نثار، ډاکټر شمس الرحمن رودوال، غازي محمد وردګ، صفی الله زهیر، حبیب الله وجدي او انجنیر عارف رسولي د مشرانو میلمنو په توګه و ټاکل شول.
د مشاعري د رئیس او مشرانو میلمنو انځور چي د غونډي د ګډونوالو یوه برخه هم ورسره ښکاري
مشاعره د دروند نجم الرحمن مواج په شعر چي عنوان یي «غلیم ته دی اخطار» وؤ پیل شوه چي په نوبت سره ګڼو شاعرانو خپل غزلونه، شعرونه او نظمونه د غونډي ګډونوالو ته واورول خو د میرسلام مجاور هیکاګانو او د محمد ګل اوبرنګ ترنم مزاحیه ټوټو د غونډي د ګډونوالو په شونډو باندي د موسکا یوه غجیبه څپه خوره کړه چي په تودو چکچکو او بیا یي ووایه ولولو سره یي د شاعرانو د خوږو غزلو بدرګه کوله.
هغه کسان چي د افغانستان د خپلواکۍ د نهه اتیایمي کلیزي د مشاعري په لړ کښي یي خپل شعرونه ولوستل نومونه یي په لاندي ډول دي:
نجم الرحمن مواج، غازي محمد وردك، محمد حامد حليمي، فريد احمد عبيدي، محمد دين همدرد، مصطفي شجاع، نورګل شفق، صبغت الله سپين، محب الله، سيد اجمل ستايلی، پرويز معروف، نورالحبيب نثار، ننګيالي اتل، ګل اغا احمدي وردګ، ګل محمد اريوبي، فضل الهادي عاصم، دل افروز زيرك، ميرسلام مجاور، عبران خان، داكتر محمد عادل اختر وردګ، محمد صابر عزيزي، روح الله وفاء، نسيم صالحي، محمد ګل هوتك، عبدالوكيل همدرد، نیازی سنګر او ثناالله.
ځوان شاعر محمد صابر عزیزي د شعر ویلو پر مهال
مشر میلمه نورالحبیب نثار د شعر ویلو پر مهال
ښاغلی اوبرنګ د کلتوري ننداري د وړاندي کولو پر مهال
د افغانستان د خپلواکۍ د نهه اتیامي کلیزي د ویاړ مشاعره په پارلماني چارو کښي د دولت د وزارت د دفتر مرستیال او د غونډي د رئیس ښاغلي ډاکټر محمد قاسم غیرت له خوا و ارزول شوه چي په دي ځای کښي یي د اغیزمني وینا ځیني ټکي را اخلو:
دروند ډاکټر محمد قاسم غیرت د وینا پر مهال
«په سر کښي تاسو ټولو ته د هېواد د خپلواکۍ د 89 یمي کلیزي مبارکي وایم.
ددي خاوري په با غیوره او با احساسه بچیانو باندي ویاړم چي خپلي نظر یي او افکار د شعر په ښکلي او نازینه ژبه خپلو هېوادوالو ته لیږدوي.
دعزتمندو شاعرانو شعرونه ټول د ولولو څخه ډک وؤ او واقعاٌ چي د آزادۍ او خپلواکۍ ملي احساسات پکي نغښتي وؤ، د میني څخه ډک او د وطن دوستۍ حماسي یي د ځان سره نقلولې.
د غونډي ګډونکونکي یي د هېواد خپلواکۍ ته هڅول او د هغوی احساسات یي د یووالي، ورورولۍ او میني اړخ ته راپارول. »
نوموړي دخپلي ارزوني په پای کښي له ټولو هغو کسانو چي د دي غونډي په جوړونه کښي یي برخه اخیستي وه د زړه له کومي مننه وکړه.
باید یاده شي چي دروند والي صیب د خپل تګ نه مخکي د وردګو د کلتوري یون له مشرتابه پلاوي سره ژمنه وکړه چي د دغي مشاعري ټول شعرونه به د کتاب په بڼه چاپ کړي چي د وردګو د کلتوري یون چلوونکي تري مننه کوي او د محترم والي صاحب دغه ویاړمنه ژمنه د ټولو خیرخواه مشرانو لپاره د یوي نموني په توګه وړاندي کوي.
د مشاعري د پای په مراسمو کښي د وردګو د کلتوري یون له خوا ښاغلي حامد حلیمي د 1387 کال د تکړه لیکوال، شاعر او څیړونکي په توګه معرفي او نوموړي ته برابره شوي ډالۍ د دوکتور بهاوالدین بهاء په لاس ورکړل شوه. همدارنګه د وردګو د مشرتابه پلاوي هوکړه وکړه چي نوموړي ته به د غازي محمد جان خان وردګ نښان هم ورکړل شي. حامد حليمي د وردګو د کلتوري یون دغه ګام وستایه چي نوموړی یي په ډالۍ او افتخاري نښان نازولی دی او دغه کار یي د لیکوالانو او شاعرانو د هڅوني لپاره د یوه غوره نوښت په توګه یاد کړ.
دوکتور بهاوالدین بها د وردګو د کلتوري یون د کال غوره لیکوال محمد حامد حلیمي ته ډالۍ ورکوي
مشاعره د لیکوال، ژورنالیست او د وردګو مشر دروند متین وردګ په دعاییه سره پای ته ورسېده، نوموړي د حمزه بابا په شعر خپله دعا پیل کړه او د افغانستان د یووالي، پرمختګ، سوکالۍ او ودي غوښتنه یي د لوی خدای (ج) له دربار څخه وکړه.
چي دي چاته سر ټیټ نشي ننګیالی زما ژوندن کړه
زړه زما ټول مسلمان دی تفکر مي د پښتون کړه
په ګلشن یي کړه بدلي دا همه واړه شډلې
هر یو ځوان د دغه قوم په قلم، کتاب ممنون کړه
دا صبا چي را روان دی چي د نن سره ګډ نشي
زما نن واخله پرونه او د نن په ځای پرون کړه
زه دي وچ هډوکي شپیلم خو ملت مي دي سلطان وي
دا زما د فکر زور خو په معنا کښي همایون کړه
«حمزه بابا»
د افغانستان د خپلواکۍ د نهه اتیایمي کلیزي د ویاړ مشاعره د ملي اټن په ترسره کولو سره پای ته ورسیده چي د غونډي د ګډونوالو، ځوانانو او محصلینو له خوا ترسره شول.
باید وویل شي چي په نوموړي مشاعره کښي د یوي خوندوري عصریي تابیا هم شوي وه چي د غونډي د ګډونوالو له خوا صرف شوه.
د دغي غونډي هلي ځلي د کابل د څلورګونو پوهنتونونو پوهنپالانو او محصلانو برخه اخیستي وه چي د وردګو کلتوري یون تري مننه کوي او دوی ته د غوره راتلونکي غوښتونکي دي.
د یادوني یي بولم چي په تېره غونډه کښي یوه نیوکه دا وه چي ځینو شاعرانو ته وخت ورنکړل شو څو خپل شعرونه ووایي، خو دا ځل د هغوی دغه ګیله هم په ځای شوه ټولو هغو درنو شاعرانو ته چي غوښتل یي خپل شعر ووايي وخت ورکړل شو یوازي د ښاغلي ثناالله نوم د تخنیکي ستونزي له کبله پاتي شوی چي موږ تري بخښنه غواړو خو نوم یي هرو مرو د هغو شاعرانو په ډله کښي دی چي د افغانستان د خپلواکۍ د نهه اتیایمي کلیزي په مشاعره کښي یي ګډون کړی دی.
په دي هیله چي موږ په راتلونکي کښي بیا هم په دغه راز منظمو او اغیزمنو مشاعرو خپل ګران هېوادوال را ټول کړو، د خپل راپور پاڼي رانغاړم او تاسو ټولو ته د لوی خدای (ج) له دربار څخه بریالیتوب غواړم.
له چپ لوري دوکتور بهاوالدین بها، انجنیر محمد عارف رسولي، د غونډي میلمه، حبیب الله وجدي، ګل آغا احمدي وردګ او سیدعبدالله ولي زی د آیانا کابل د هوټل په انګړ کې
نوټ: د حمزه بابا دغه څو بیتونه چي د راپور په لړ کښي ستاسو مخي ته درغلل دا مي د مشاعري له ویدیويي فلم څخه په سختۍ سره واوریدل او و مي لیکل چي له دعا څخه د مخه د ښاغلي متین وردګ له خوا ولوستل شول نو که چیري تیروتني ولري بخښنه به راته کوی ځکه چي ما پخپله د دي بیتونو اصل نه دی لیدلی.
په درنښت
19/ 5/ 1387
09/08/2008