۲۶ / ۰۸ /۲۰۱۹
سويډن – دمالموښار
محمداکبر ایازي دتل لپاره رانه بېل سو!
هغه خبر چې اورېدل مې نه غوښتل ، اورېدو یې تر ا ندازې ز يات وزورولم !
همدا نن مې دډ له ايز و رسنيو له لاري د ا زورونکی او دردونکی خبر ترلاسه چې زموږ دهيواد وتلي او نامتو ژور ناليست، ليکوال او پر هيواد مين شخصيت د و رپېښي ناروغۍ له امله دتل لپاره دخپلی کورنۍ ،دوستانو اويارانو څخه جلا اودفانی دنيا په لو ر وکوچېد. انا الله وانا اليه راجعون
اکبر ایازي صاحب نه يوازي چې ما دا محتر م مشر له نږ دې پيژندی ،بلکي هغه د افغانستان یو دروند علمي او مسلکی شخصیت او د هیواد یو نامتو ژورنالیست و .
داکبر ایاز ي صاحب شخصيت ،عالی اخلاق اوله هر چاسره مينه اوصميمی برخورد دليدونکي په زړه کي دهغه لپاره دقدروړ ځاي پيدا کاوه .
ديوه مسلکي اوعلمی شخصيت په توگه یې له هغه ورځي چې کارپيل کړی دهغه وخت ډله ايزو رسنيونه یې دخپل ولس اوپه نړيواله کچه دانسانانو دپوهاوي اوهغوي معقولو لاروته راهڅولو لپاره استفاده کړې . له افغانستان او انسانيت سره یې ليونۍ مينه لرل .
په کار کي تل دخپلو مسلکي ملگرو اوهمکارانو پروړاندي ددوسي صميمی دوست اوملگری وو .
پياد مي دې چې کله په ۲۰۱۲ ز کال دجون پر ۳۰ چک ښارته دازادی راډيو داوسنيو همکارانو په بلنه ولاړ م د ايازي صاحب په غياب کي ورنه پوښتنه وکړه ،داټولو همدا خبره کول چې هغه امر نه بلکي يوخوږ همکاسراو مهربانه مشر دی .
د ۲۰۱۴ ز کال داگست پر ۳۰ مه دسويډن دمالمو په ښارکي دهيواد دعلمی اومسلکی شخصيتونودهڅو دستايني اوقدردانی په وياړ کنفرانس جوړسو . ددې کنفرانس يو رابلل سوی دروند مېلمه اکبر ايازي صاحب هم وو .
دکنفرانس دکار په اخير کي دافغانانو په استازيتوب دهيواد وتلی شاعر اوليکوال جهاني صاحب لخوا لنگۍ وروتړل سول .
متاسفانه دادی دا نامتو ژور ناليست، ليکوال او پر هيواد مين شخصيت د ١٣٩٨ل. کال د سنبلې مياشتي پر ٣مه نېټه د يکشنبې په ورځ د امريکا په واشنټن ښار کي د سرطان د ناروغې له امله د۶۵ کلنی په عمر لدې نړۍ نه دابد لپاره سترگي پټي کړې .
له ارواښاد ايازي څخه درې لوڼي (اویستا ایازي، سارا ایازي او مسکا رحیمي) او يو زوی (ایمل ایازي) په نومونو پاته دي .
مرحوم اکبر اياز ی صاحب ملی ،وطنی احساس اوهيوادوالوسره دده ناپايه مينه راته معلومه وه .هغه په رښتيا يوهوښيار عالم اوپېژندل سوی مسلکي شخصيت وو . دهغه خيالات سيمه ايز اوقومی نه بلکی دټول افغان ولس دروښانه راتلونکی اوبشپړ افغانستان لپاره وه .
موږ دهغه مړينه نه يوازي دد ه درنې کورنۍ ، اولادونو دهيواد روښن اندی کهول ،دقلم څښتنانو،غښتلو اوپرهيواد مينو ژورناليستانو دازادي راډيو،امريکا ږ غ اشنا راډيوتلوېزيون ټولوکارکونکو بلکي ټول هيودلپاره يوه لويه ضايع بولو . ايازى صاحب به دهيواد د مطبو عاتو دآسمان ديوه تل پاتي ستورى په توګه دتاريخ په زړه کى ابدي وي .هغه په رښتيا يولوي شخصيت ،دلوړو او عالی افکار و او اندېښنو خاوند انسان وو ځاي به یې تر ډيره خالی وي .
ايازى صاحب دهيواد د مطبو عاتو ديوه تل پاتى ستورى په توګه دتاريخ په زړه کى پاتى وى
موږ پداسي حال کښي چي ددې مشهور علمي او مسلکی شخصيت دکورنۍ ټولو غړو،دوستانو اوعلاقمندانو سره ځان پدې سترغم کي شريک بولو ټولوته د لوی خداي له دربار نه دزړه صبرپه غو ښتلو سره دمرحوم ته فردوس جنت غوښتنه کوو. روح دې ښاد اويادې ابدي وي .
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور