کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / که چا رښتيا ويل هغه بايد مړ او يا له هيواد نه فرار وکړې؟؟؟

که چا رښتيا ويل هغه بايد مړ او يا له هيواد نه فرار وکړې؟؟؟

دتنكي ځوان ژورناليست عبدالصمد روحاني قاتلين  لاندي پيدا شوی  چي فياض ګواښول کيږي

هغه څوك چي غواړي وطن ته خدمت وكړي او د خپلو كړيدلو خلكو اواز  پورته كړي ددموکراسي اوټولنيز عدالت دمخالفينولخواپه مرګ ګواښول کيږي .

دجولاي پر ۲۸ مه  په کابل کي د اريانا د شخصي تلويزيون خبريال د (حقيقت) خپروني چلونکى محمد نصير فياض په دي ګناه  په کابل کي د ملي امنيت د اداري له خوا نيول شوى او زنداني شوئ وو،چي ګواکي دهمدي ټلويزيوني  پروګرام له لاري يي دکابيني دغړوکاري نيمګړتياوي اوستونزي ملت ته په ډاګه کولي .

د راپورنو پر اساس ښاغلي فياض په خپل پروګرام ((حقيقت )) کي د تجارت پر وزير امين فرهنګ او د اوبواو برېښنا پر وزير تورن اسماعیل خان انتقادکړي وه. دحکومت ديوي اعلاميي پر اساس خبريال فياض داوبو اوبرېښنا له وزيرڅخه غوښتنه کړي وه چي دده کورته ۲۴ ساعته د اوبو اوبرېښنا اسانتياوي برابري کړي ،مګر (اسماعیل خان) دهغه دغه غوښتنه  نه وه منلي . خودالاتر اوسه معلومه نده چي دسوداګري له وزيرنه ئي څه غوښتل ؟حتمأ به ئي له هغه نه يوه بوجۍ وړه اوياکوم نورخوراکي شيان غوښتی وي ځکه خوار ژورناليست خو بله غوښتنه نلري .  نوځکه ګويا فياض په همدي خاطر چي له هغوي نه خوابدی وپر دغو وزيرانو ډيري نيوکي کولي .دادي دوړوماشومانو دلايل چي زموږ دوزيرانو په شورا کي مطرح کيږي .خوکه حقيقت ته راشو اوګريوان ته سر ټيټ کړو دغو اونوروډيرو وزيرصاحبانونور بايد پخپله استعفا وړاندي کړي واي ،خودوي ګوري چي هري خواچوردي اوهمدا وخت غنيمت دي بايد پراخه استفاده ځيني وشي ،اوله بلي خواچي ولسمشر ولس غولوي ددوي وايي زموږ خو حق دي  چي داکاروکړو.

داسي ګنګوسي هم تر اروپا رارسېدلي چي فياض څوځلي د انرژۍ اوسوداګرۍ د وزيرانودخوا نه اړ شوى وو چي خپل پروګرام په نيمه كي قطعه كړي . ويل کيږي چي دوزيرانوپه شورا کښي هم ددغو دووزيرانو لخوا دفياض درټلو وړانديز وشواوبياپه وارسره دټولو لخواومنل شو.

له بده مرغه  دا لومړى ځل نه دى چي يو افغان خبريال د ملي امنيت له خوا نيول کېږي تر دي وړاندي هم زيات شمېر افغان خبريالان د ورته برخليک اورټلوسره سره مخامخ شوي دي .

دجنوبي اسيا د رسنيو د خپلواكي ټولني  يا سفما پدي ورستيو کښي راپور خپور کړ اوپه هغه کښي ئي ۲۰۰۷ کال دافغان ژورناليستانو لپاره تر ټولو خونړۍ کاله وباله .

په ګذارش کي راغلي چي ((په ۲۰۰۷ کال کښي پنځه ژورناليستان ووژل شوه ، او۶۰ ژورناليستان تر وهلو اوټکول لاندي ونيول  شوه . . . او تير کال لس نفر نورژورناليستان زنداني شول ،دژورناليستانو سره ډير بد برخورد ددولتي کارمندانو لخوا تر سره کيږي . . . پر وژنو سربېره په افغانستان کي دژورناليستان په اړوند نور حوادث هم صورت نسي . پنځه داسي پېښي لروچي ژورنالستانو ته ګوت څنډنه شوي چي ياکار پرېږدي اويادراپور ليکلو بڼي ته تغير ورکړي . په لنډه توګه په تير کال کښي  تر ۶۰ زياتي داسي پېښئ شوئ دي . داټولي ستونزي ددولتي مامورينو لخوا راپيداشوی داسي دولتي ارګان ندی پاته شوئ چي  خبرنګارانوته ئي ستونزي نه دي پېښي کړي ، داسي راپورونه هم شته دبهرنيوځواکونو لخواهم ژورناليستان تر تهديد لاندي نيول شوی دي .BBC د۲۰۰۸ کال جون اوله

د جنوبي اسيا د رسنيو دخپلواكي ټولني په وينا هلمند،كندهار،كابل ،هرات  مزارشريف  ،کندوزاونور ځايوكي ديو شمير ژورناليستان د تعقيب او ګواښونوله امله په لسګونو ژورناليستان اړ شول چي خپلي وظيفي پريږدي .

د بي پولي خبريالانو ټولني په خپره شوي خبرپاڼه کي د ښاغلي فياض د خوشي کولو غوښتنه شوي وه .دغه ټولنه دا مني چي په خپرونه کي د افغان حکومت يو شمېر وزيرانو ته زيږي او ترخي خبري شوي ، خو د خبريال نيونه د حکومت تېروتنه بولي، دغي ټولني باور څرګند کړى چي دغه پېښه د افغان دولت او رسنيو تر منځ د تربګنۍ ښکارندويي کوي .

د فياض پرنيوني افغان ژورنالستانو،دافغانستان د ولسي جرګي يوشمېرغړو اودرسنیو د حقونودڅارني ډلو اوپه بهرکي ميشتو افغان روڼ اندودچاپي اوتصويري نشراتوپه مټ سختي نیوکي وکړې. اود ملي امنيت پرځواکونوباندي په انتقادسره ئي داڅرګنده کړه چي پدي کارسره ئي له اساسي قانونوڅخه سرغړونه کړي ده .

له نېکه مرغه پسله څو ورځوپه افغانستان اونړی کښي دقلم اوسالم تفکرد خاوندواونوروبشری کړيواوټولنو دفشارونو اونيوکوپه پايله کښي  دجولاي پر ۳۰ مه د اخبريال خوشى شو .

خويوه ورځ وروسته بېله دينه چي فياض دمسلي دبل اړخ په توګه ياددوي په اصطلاح دمجرم په توګه داطلاعا تو اوکلتوردوزارت دډله ايزه رسنيو د سرغړولو جرګګۍ غونډي ته وروبلل شي ،پرخپل سر دهغه په غياب کښي پرېکړه وشوه چي دده هغه دوسيه دي څارنوالي  اومحاکمي ته ولېږل شي .

دومره ژر اوعاجله پرېکړه چي ددي کميسيون او وزارت په کړنوکي بي ساري ده، دامعنادرلوده چي ددي دوسي وشاته غښتلي لاسونه شته چي غواړي دابېچاره ځوان ژورنالست ډير ژر  راومروړی.

پداسي حال کي چي د حقيقت اونيز پروګرام يوتحليلي پروګرام دى چي دڅلوروکلو راپدي خوا نشرېږي  اوکله کله پدي پروګرام  کي له چارواکوسره مرکي خپرېږي اويا له هغوي نه  دهيوادامنيتي حالت ،ټولنيزو،اقتصادي فرهنګی ،روغتيايي ، تجارتي  برېښنا،صحی اوبو روغتيا يي مرستواودخوراکي موادو اونوروسياسي هغو مسايلو په اړه له مقاتو سره مرکي کېدلي کوم چي دخلکو ورځنۍ غوښتنه وه.

داددولت مشرتابه ته شرم ندئ چي دبهرنيوميلياردوډالروسره بيا هم  دري ميلونه وګړی په ورځ کي يوځل خپل نس په کوم شی مړوي اويادارګ شاته دبېکارواولوږی پسي را اخيستوغريبانو شمير سلهاو زرو ته رسېږي، اوياداچي يوازي دکابل په ښارکي تر ۳۰ زره زيات ماشومان خيرات ټولوی . دلته دفياض ګناه نشته هردسالم وجدان خاوندافغان فياض ګرځېدلۍ دی .

فياض به ددي لپاره چي ديوه ژورناليست اوديوتلويزيوني داسي پروګرام دچلونکی په توګه چي دحقيقت نوم ورباندي ايښودل شوی وودچارواکوسره پېچل . سره لدي چي ديوي رسنۍ ملي دنده هم همدا ده چي دخلکو پوښتني اوګوت نيوني دچارواکوسره دولس په ژبه اوتون مطرح کړي، اوبلي خوادبيان اومطبوعاتو ازادي هم دامعنا لري .که هر څه دچارواکو په خوښه نشر شي اصلأ دمطبوعاتودازادی خبري کول دخلکواو نړيوالو غولونه ده . پداسي يوه دولت کي چي هلته اداري فساد خپلو لوړترينو پوړو ته رسېدلۍ وي او ولسمشر ئي هم دخلکوسره په لېدنو اوکتنوکښي مني ديوخواخوږي ولسمشر ملي اوقانونی دنده شمېرل کيږي چي دډله ايزو رسنيو اوبيان دازاديو نه ملاتړ وکړی اوددغه غير انسانی فساد مخه ونيسي  . مګر متاسفانه زموږ ولسمشر دحاکمانو،جنګسالارواوهغوچي نورئي دخلکو اونړيوالي دبودجي په شکولواوجيب ته اچولو وس نه رسېږي اوترستوني په فساد کي غرق دي دخوشحالۍ په خاطر يو ځوان ژورناليست چي پر قانون اودولسمشر پر خبرو ئي باورکړئ واوس دمرګ له ډاره له کوره نشي وتلاي اودخپلي وطندوستی دروحي قرباني کيږي .

زماپه ګمان دبېچاره فياض لخواديوژورناليست په توګه دمسايلودغه ډول  پېچل دچارواکونه خوښېدل ځکه دوي دادځان لپاره کسر شان باله چي عادي خواره کۍ ژورناليست چي ژوند ئي ددوي پلاس کښي دی بي خبره دهغوسره خبري پېچي کوم چي دهر ډول صلاحيت او قدرت خاوندان دي .

په ټولنه کي بي شميره ناخوالي ددي لامل ګرځېدلي چي دولت نور نه غواړي  هغه څه چي په ديګ کښي  دي دمطبوعاتوپر لاس په کبکير کي راووزي . حقايق خودادي چي  ډله ايزي  رسنۍ ددولت د فاسدو او رشوت خورومامورينو، پر ولسي خلكو زور زياتی اودهغوي پر حقه حقوقوتجاوز ، د مخدره توکوپټه سوداګري پر ماشوموانجونوجنسی تېرۍ ، بيوزلي ، وزګارتيا ، دحكومت او خلكو ترمنځ دواټن  دراپيداکېدوپه اړوند معلوماتونه خپروي اودغه کارددي بهانه کيږي چي بهرني دونر اوملاتړ کوونکی هيوادونه پوښتنه ځيني وکړي ،دا دومره پيسي راځی بياهم دخلکو چيغي آسمان ته پورته دي ،داولي ؟

زموږ په نظرپدي بهانه چي ژورناليست بايد دخپلو ګوت نيونوپه اړه اسنادولري  دژورناليستانوزنداني کول  اوزورول دمطبوعاتو او اساسی قانون د  ۳۴ مادي اوډله ايزو رسنيواومطبوعاتودازادي دقانون خلاف عمل دی ،اوپه دولت  کي دهغوکسانودنفوذ روښانه  بېلګه ده کوم چي له مطبوعاتونه ډارېږي دوي نه غواړي  چي اصلي څېري  ئي خلکوته برملااو کړني ئي دمطبوعاتو تر فوکس لاندي  راشي .

ښاغلي کرزی خپله مني چي په دولتي اداره کي فساد اوج ته رسېدلۍ، ايا ښاغلي کرزی ددي خبري دپخلی لپاره کوم کره اسناد پلاس لري ؟ که ئي لري نو ولي دملک د جمهوررئيس په توګه دا کسان عدلي ارګانوته نه سپاري ، اوولي ئي له دولتي دندوڅخه نه ګوښه کوي ؟اوکه ئي نلري نودقانون په وړاندي خوټول يوشان مکلفيت لري دښاغلي کرزی صاحب نه هم بايد پوښتني اوګروېږني وشي چي ولي بي اسنادو پر خلکو تهمت وايي اوادهغوي په ادرس خبري کوي   .

موږ له دولتي اړونده چارواکونه پوښتنه کوو اياددولت په دري واړو ارګانوکښي ددرغلی، ملي شتمنيولوټول  ،رشوت ،ظلم اودمراجعينوسره غير عادلانه برخورد ددولتي جګپوړوکسانوپه مرسته اوياګډون دهيرئنو پټه اوښکار سوداګري  اوداسي نور بي شمير ه  دقانون خلاف کارونو پر ضد مبارزه يا خلکو ته ددغوپټو رازونو بربنډول تاسو ګناه اوله قانون څخه سرغړونه بولي؟

ټول موږ پدي باوريو چي ددولتي فساد څخه دخلاصون يوازنی لار ه دقانون پلي کول اودولتي اداره په فسادله ککړوکسانوڅخه پاکول  ئي يوازنۍ لارده  . همدي  اداري فسادپه افغانستان کي سوله او امنيت له جدي ګواښ سره مخامخ کړ ئ دي . متاسفانه  ښاغلي کرزی  ولس ته پر ورکړه شووعدو وفاونکړه ،پايله داشوه چي دولت په فساد کي غرق اودخلکونه لار ورکه ده، پر کومه ولاړ سي اوچاته فريادوکړي . ځکه ئي غروته مخه کړېده اوتو پک ته ئي  اوږي ته  اچولۍ .

حقيقت خودادی چي ديوه ژورناليست  په زنداني کولو،وژلو اوياله کارنه بېزارکېدوسره په دولتي ادارو کي پر فسادباندي خاوري نه اړول کيږي . دايوفياض ندی چي رښتيا ئي ويل اويائي حققت برملاکاوه ،بلکي  اوس هر افغان فياض دي ،تنهاپدي تفاوت چي ښاغلي فياض دتلويزون  کامره اولودسپېکر په اختيار کي درلو،او افغان ولس له هغه څخه محروم دي،اوکه غواړئ وائي ورۍ دبهرنيو راډيو ګانو وځنيو نشراتو ته غوږ ونيسۍ .

حيرانونکي  خولاداده چي په افغانستان کي ددموکراسی پلوه نړيوالو ځواکوتر سيوري لاندي قلم ماتيږي  اود ژور ناليستا نوخولي تړل کيږي .دژورنالستانو سره داډول برخورد په هيڅ ډول دبيان دازادي او ازادو مطبوعاتو بېلګه نشي بلل کېداي .

د افغانستان حکومت  اوپه ځانګړي توګه ښاغلی کرزی  په کورنيو اونړيوالو غونډو،محافلو اومطبوعاتي ناستوکي تل وايي چي د رسنیو ازادي د دوى لويه لاسته راوړنه ده . له ۲۰۰۱ کال راپدي خوا په افغانستان کي په پراخه کچه رسنۍ غوړيدلي دي . په سوونو شخصي جریدې،ورځپاني مجلي  او نوري ږغيزي اوتصويري خبري رسنۍ فعاليت کوي .

بلي ! اوس څرګندېږي چي تر ډيره بريده داکار دفرهنګی اومطبوعاتي کاروبار سوداګر کوي اويايوشمير ډلي دي چي دبهرنيوهيوادونظريات اوغوښتني دافغاني مطبوعاتوپه نوم خپروي،چي موږ ورته فرهنګی اوسياسي يرغل وايو. خو متاسفانه دهغوي کاروبار په خرپ چالان دي هر څه چي  ئي زړه غواړي سرته رسوي . تيره هفته دښاغلي کرزی دوياند خبرنګارانوته په ډاګه وويل  چي يو شمير رسنۍ له بهرنيانو سره اړېکي لري ،حتا سرمقالي له بهره ورته راځی .دهغي ورځي راپدي خوا چي دولسمشر وياند اوامنيتي چارواکودمطبوعاتوسره دبهرنيو اړيکو په اړونددوزيرانوشورا پرېکړه مطبوعاتو ته راوايستل دري هفت تيري شوئ دي مګر تر اوسه يوه رسنۍ نده بنده شوي اونه هم يودغه ډول کس چي دکرزي صاحب دوياند په حواله  دبهرنيانو سره اړېکي لري  نيول شوئ دی .ايادغه ډول رسمی  وينا چي تر اوسه ئي دپلي کېدو څرک نه وي لګېدلۍ بېله ثبوته اتهام ندۍ ؟  دقانون په وړاندي بايد ټول يوشان مسولیت ولري ،نه يوازي داچي يوبي دفاع ژورناليست لکه فياض زنداني کيږي اويا له ډول ډول نامحسوس څاراوګواښونوسره مخامخ  کيري .   

رښتياهم په افغانستان کي دجنګسالارو،په جنګي جرمونوتورن کسانو،رشوتخورو،ظالمانو،غاصبا نواوهغوچي دافغان ولس په کړېدنه اوزورېدنه کي خپلي ګټی اوخوښۍ لټوي ،دتارياکو اوهيروئينودپټو اوښکاره سوداګرو څخه چي په دولت کي غوښن ځاي لري اودامنيت داداري دمرستيال په ويناپه دغو جرمونوتورن کسان له محکمو اوتعقيب نه خلاصوي دابېچاره افغان ژورناليستان له هغوي نه بايدوډارېږي .

دژورناليستانو داخبره رښتيا شول چي وايي ((په دي وروستيوکي ځيني دولتي مقامات  په دوامداره توګه پر دوى فشار اچوي څوپه حکومت کي د اداري فساد په اړه له څه ويلو ډډه وکړي .

دسړي هغه دکومي مرغۍ قيصه ورپه ياد شي وايي کومه مرغۍ ده چي سر په رېګو ننه باسي ،نو فکر کوي چي څوک ئي نه ويني ،پداسي حال کي چي په حقيقت کي دامرغۍ سرپه ريګو ننه ايستلئ داڅوک نه وينی اوټول داويني . نوکه چارواکي دافغانستان دژورناليستانوخوله ور وتړي اويا لکه  چي دجنوبي اسيا د رسنيو د خپلواكي ټولني  په کلنۍ رپوټ چي راغلي ژورناليست مجبور شي چي دزورواکوپه خوښه راپوونه جوړ کړي ، سياسي څېړونکي هم ددوي وډول ته نڅا پيل کړي ،ځينی رسنۍ چي له حقيقت څخه نه تېرېږي وتړل شي اودولت دخپلو بي شمېره دروغجنو ملغينولخواچي دهمدي کارولپاره ئي بي استحقاقه راپورت کړئ عجيب اوغريب نومونه اوتيتلونهاومقامونه  ئي ورته پيداکړي داتبليغ پيل کړي چي په افغانستان دسيمي  په کچه دمطبوعاتو ازادي بي مثاله ده ،ددي دموکراسی  اوبيان دازادی حال خراب وينم . دډير شرم خبر دهڅه موده وړاندي يوځوان چي اوس نوی دقدرت په خوند پوهېدلۍ ځکه يوځل سهوأ  درښتياويلوپه خاطر ګوياپه توقيف کښي و .دوروستيو معلوماتو له مخي ددي لپاره چي مشهور ئي کړي هغه يوه صحنه سازي ئي ورته جوړه کړه تر څو يوشمير احساساتي ځوانان دهغه په دفاع راوهڅوي  اوحتا دهغه په دفاع کښي خولاډيري ليکني دنامعلوموپتونه کېدلي ،دغه ځوان کدر دازادی راډيوسره تر شنه  اسمان لاندي اودملي تلويزيون په يوه پروګرام کښي دټولوپه سترګو دکالوسره ورننوزي وايي په افغانستان کي  ددموکراسی ،بيان اومطبوعاتو دازادی مثال په ټوله نړۍ کي  نشته ،زه خو تللۍ يم هلته مي دا دموکراسي لېدلي ده . مګر دغه دوست ډير پاکستان ليدلۍ اودائي له هيره وتلي چي  دغه نېم بنده حالت چي دوي ورباندي ددموکراسۍ نوم ايښۍ داهم دهمدغو بهرنيانوبرکت دی .خوده پخپله وينا کي دا زياته کړه چي خلک نه پر پوهېږي څنګه له دموکراسی نه استفاده وکړي . هلته مي له ځان سره وخندل اومي ويل ،اي خوارکيه ،ته اوس دقدرت په خوندچي دپاکستان دکمپ تر ژوند ښه دی اودآينده لپاره يوڅه اقتصادي توښه هم پکښي برابرېږي پوه شوي ،هغه دي هير شول چي تير کال دي ويل .خير په هر صورت پدي باوريم که دغه چارواکي غواړي په راتلونکي کښي ددي ملک هر خواخوږئ روڼ اندی فرارته مجبورنشي اوله بهرنه افغان روڼ اندي هيواد ته راتلوته زړښه کړی ښاغلی کرزی بايد دخپل دولت ددولتي چارواکوپر ټولوکړنو له سره غور پيل کړي .دشرم خبره نده په يوه هيوادکي چي دقانون دپلي کېدو،دموکراسی ،دبيان اوعقيدي دبيان ازدۍ اوهر اوسېدنکي دژوند دتامين شعار له ښاغلي کرزي  څخه نيولي دهر دولتي لوړرتبه دخولي ويرد وي څنګه ومنل شي چي يوځوان کدر اوپياوړی ژورناليست پدي خاطر چي له دولتي چارواکونه ئي دخلکوغوښتني اوپوښتني پوښتلي اوپدي باور وو چي رښتياهم په هيواد کي قانون شته ،دژورناليست ژوند ،امنيت  اودکار ازادي خوندي ده اوس له خپلي دندي مايوس اوله هيوادنه فرارته اړيستل کيږي . 

داګست په اتمه دبي بي سي سره په مرکه کښي دغه خبريال نصير احمد فياض وايي، نا معلوم کسان يي ګواښي او له همدي کبله دى اوکورنۍ يي له ويري په پټه ژوندکوي، له ويري کورته نشي تللى اوله څو ورځو راپديخوا تلويزيون پوري اړوندي يوي ودانۍ کي اوسيږي .نوموړى وايي دغه کسان نه پيژني چي امنيتي ځواکونو ته يي ور په ګوته کړي .

هغه وايي (( زه له څو ورځو راپديخوا له ويري د تلويزيون په ميلمستون کي اوسيږم . کورنۍ مي هم د هغو کسانو له ويري له کوره دباندي نه وځي، چي کله نا کله زموږ دکور شاوخوا تاويږي . دا کسان زه نه پيژنم . زه دادى ټولو ته دا خبره کوم )) BBC

خو دافغانستان دملي امنيت د اداري وياند سعيد انصاري وايي د ښاغلي فياض د ګواښونو په اړه ورته چا څه نه دي ويلي او که دغه خبريال وغواړي امنيت به يي خوندي کړي .BBC

جالبه خبره ده ،ټوله نړۍ پري خبره ده چي فياض څارل کيږي او ګواښونه ورته کيږي  دوي وايي موږ نه يو خبر دادئ وبه ئي ګورو اوس  خودملي امنيت اداري واورېدل چي دابېچاره ژورناليست تر يونامعلوم څاراو ګوا ښونولاندي دی ،بايد چاره ئي وشي اوله دغه حالت نه ئي ژوند نجات ومومی .

د بي پولي خبريالانو ټولني هم له افغان حکومته همداغوښتي چي د افغان خبريال نصير احمدفياض امنيت دي خوندي کړي .

دادئ نن داګست نهمه دامريکاپه يوښارکي دفياض په دفاع اوملاتړ لاريو جوړېږي اودالړئ به تر هغو دوام ولري تر څونړيواله ټولنه پر دولت دافشار راوړي چي په خپل لاس جوړ شو قانوانينو پلي کېدوته غاړه کښېږدي . ښاغلي کرزی  صاحب واياست چي يوځل بيا دجمهوري رياست شوق لری ،دامي هم ستاسو له نږدي کړيو نه تر غوږو رارسېدلي چي تاسو واياست دادوره یي پيل و،په دوهمه دوره کي به ډير کارونه وکړم  . اول خوزموږ نه اوس ورکه ده تاسوبه کوم کارونه وکړي ؟

دغه ډول کارونه لکه دا اوس چي ئي تر سره کوي وعده درکوم چي ملت به کوڅوته راووزي اوداهيوادبه چي نوروپه کنډواله بدل نشوکړاي تاسو په کنډواله بدل کړی . او ولس به کور په کوربديوته وتړۍ ،بهتره به داي چي ديوه افغان په توګه پردغه ملت چي تاسوته ئي دباور رايه درکه  زړه وخوږوی . ژورنالستان له هيوادنه فرارته مجبورېږي ،سوداګردوباره خپل کاروبار راټولوی پشي باسي ،بهرنۍ کمپنۍ دامريکا له ډارنه چوپ دي ،خوزړه په افغانستان کي نور پانګي اچوني ته نه ښه کوي ،دملي شتمنو لوټول قانوني بڼه اختيارکړېده،بهرنيان هم له دي خاره چي ستاسو پر امنيتي مامورينو باورنلري دخپل سرعملياتوپه پايله کښي له افغان ولس څخه ليري کيږي ، دهيروئينو،تارياکو اونورونشه ئي توکوسوداګری خوپه خرپ روانه ده ،که دبهرنيو راډوګانوديوي ورځی پروګرامونه اوهلته دخلکو سرټکوني اوفرياد دسرپه غوږو واوېدل شي ټول دولتي لوړپړي به هم دفرار لپاره ځانونه اماده کړي ،ځکه تر اوسه دوي يوه هم خپلي کورنۍ افغانستان ته نده راوستلي اودمسافرو ګوندي ژوند کوي . اودپارلمان څخه خودبېچاره ښځېنه وکيلانود فرار لړۍ داده  پيل شو. دټولو افغانانوپه عقيده دافغانستان په تاريخ کښي دومره بي کفايته اودولس نه ليري دولت چانه وو لېدلۍ . لکه دغه دولت چي تاسو ئي دمشرتوب اوپالني پر ټغر ناست ياست .

وروستې خبره :

۱ / دافغانستان دجمهورئيس ښاغلي کرزی څخه  په کلکه غوښتنه کووچي دافغانستان داساس قانون  مطابق  دهغه ملي مسوليت له مخي چي دملت په وړاندي ئي لري په هيوادکي دبيان ،عقيد اومطبوعاتو دواقعي ازاديواو دموکراتيکو ارزښتنودپلي کېدو،پياوړتيا اوژورناليستانوله حقوقوڅخه ملاتړ وکړی ،پري نږدي چي په هيوادکي يوځل بيا دخلکو پر خولودچوپتيامهرونه ولګېږي .

۲/ پر نړيوالي ټولني ږغ کووکه چيري په افغانستان کي سياسي امنيتي ،فرهنګی اوټولنيزحالات دميليارډو ډالرودمصرف سره په همدي ډول روان وي ،دمثبتواوښتنوپرځاي هر ورڅ دبشر حقوق پايمال ،دبيان ،عقيدي ، مطبوعاتودازادي محدوده ،دښځواوماشومانو پر انساني کرامت تيری ،په فسادکښي ددولتي اداري ډوبېدل دهېرئينواونشه ئي توکوپټه اوښکاره سوداګري  چي دهري ورځي په تېرېدوسره اوج ته رسېږي .پدي بايد پوه شي چي داسي  ډول  اداره دافغانستان دخلکو دارادېاوملاتړ استازيتوب نشي کولاي ،اړينه برېښي چي ددي اداري څخه دملاتړ،مالي اومادي  مرستو پر مسله له سر غور وکړئ  .

۳/  ډټولو وطنرپرستواوبادرده روښنفکرانو،ليکوالو ،ژورناليستانو،دپارلما ن د اګاه غړواوبشري حقوقودنړيوالو سازمانو په افغانستان  کي دملګرو ملتودسازمان له ځانګړي دفتر او نورواړونده ادارو او ارګانو څخه غوښتنه کوو  چي دښاغلي  نصير فياض په دفاع کي خپل دبشري ملاتړ غږ اوچت کړي .دفياض څخه په ملاتړ کولاي شودهيواد دټولو ژورناليستانو اوهغوچي دبيان دازادی قربانيان شوی دفاع وکړو . پرون روحاني ناځوانمردانه په شهادت ورسېد،دادۍ  نن  نصيرفياض ګواښول کيږي اودهيوادنه فرارته مجبوېږي کنه وژل کيږي .