کور / تازه خبرونه / طالبان درواغ وايي که دولت خبرونه پټوي ؟

طالبان درواغ وايي که دولت خبرونه پټوي ؟

بادغيس کې خونړيوبريدونوخارجي او داخلي عسکرو ته مرګ ژوبله واړوله

 2008-08-08  

د قاري / يوسف احمدي  دتفصيلاتوله مخې نن سهار اته بجې، دبادغيس ولايت د سنګ آتش ولسوالۍ د”ګردنې” په سيمه کې د وسله والو طالبانو له خوا دخارجي عسکرودپوځي کاروان يوزغروال ټانګ په يوه ځمکني ماین والوزول شو .

نوموړی وايي چې په چاودنه کې د بهرنيانو يو ټانګ په بشپړه توګه ویجاړکړای شوی اوپکې سپاره عسکر ټول وژل شوي،ترچاودنې وروسته دبهرنيانو له خوادبريدځای ته هلیکوپترراغوښتله شوي اود عسکرد وژل شوو کسانوپه راټولولوبوخت دي .

دیوه بل خبرله مخې  قاري يوسف احمدي وايي چي تيره ورځ څه کم دولس بجې ،ددې ولايت دبالامرغاب ولسوالۍپه مرکز کې د(شرکت) پرودانۍ چې ګڼ شمیر بهرني عسکر پکښې ميشت دي ، د اسلامي امارت دمجاهدينو له خوا دوه توغندي لګيدلي چې له امله يي دښمن ته درنده مرګ ژوبله اړولي .

د طالبانووياند زياتوي چي تير مازديګر پنځه بجې ،ددې ولسوالۍ مرکزته څيرمه دطالبانو له خواپرداخلي عسکرو ديوه کمين په ترڅ کې بريدترسره شوی ،په نتيجه کې يي  يوپيکپ موټر ويجاړ اوپکې ناست پنځه تنه عسکر وژل شوي او ګڼ شمیرنورټپيان شوی هم دي .

په بريدکې چې نیم ساعت يي دوام درلود ، درې ميله سپکه وسله مجاهدينوولجه کړي اوترکامياب بريدوروسته په خوندي توګه د خپلومرکزونوپه لورستانه شوي دي .

قاري يوسف وايي چې په دې وروستيو کې ددې ولايت په اړوندوسيمو کې دمجاهدينو له خوا پردښمن خونړيو بريدونو خورازور اخيستی ، وړمه ورځ هم ددې ولايت دبالامرغاب ولسوالۍ مرکز ته څیرمه د”اکازو”په سيمه کې د مجاهدينو له خوا ديوه کمین په ترڅ کې ددښمن يوولس عرادې پوځي او اکمالاتي موټرله منځه تللي اوپکې درويشت تنه کورني عسکرمړه او ګڼ شمير نور ژوبل شوي هم وو.


د يادوني وړ ده چي د طالبانو د مطبوعاتي دفتر له خوا د قاري يوسف احمدي او ذبيح الله مجاهد له خولې دې ته ورته د زياتو پرمختګونو او دولت او بهرنيانو ته د زيان اړولو خبرونه مطبوعاتو ته ليږل کيږي ، چي ځيني يې يو نيم خپروي ، له ولس سره دا پوښتنه پيدا ده  چي هغه کړۍ چي دا ډول خبرونه پټوي يا پاملرنه ورته نه کوي ، ولي ددغسي خبرونو د ناکره والي په اړه خبرونه  نه خپروي ، که ريشتيا هم طالبان هره ورځ دولت او بهرنيانو ته په دې شمېر زيان اړوي لکه څنګه چي يې طالبان دعوه کوي ، بيا به تر څو افغان ولس په زياته پښتني سيمي په ددې جګړو په لمبو کي سوځي ؟