په نن سبا کې دې امبار خاورې راواړولې
اخر په ژوند مې انتظار خاورې راواړولې
تر منزل مخکې شول ټول قتل ارمانونه زما
څاروان کاروان باندې په لار خاورې راواړولې
نور به د ظلم او ستم څه وايم چې څه يې وکړل
نګار په ما لکه اغيار خاورې راواړولې
يو څو خبرې يې په خوله وې څه ويل يې غوښتل
خو طبيبانو په بېمار خاورې راواړولې