کور / اقتصادي / امريکا د ايرانۍ بېړۍ د بيا نيولو امر کړی دی

امريکا د ايرانۍ بېړۍ د بيا نيولو امر کړی دی

امريکا د هغي ايرانۍ بېړۍ د بيا نيولو امر کړی دی چی د څو ورځو ايسارېدو وروسته تېره ورځ د تګ اجازه ورکړل سوه.

په تېلو بار دا ايرانۍ بېړۍ يوه نيمه مياشت وړاندي د ځينو قوانينو د نه مراعتولو له امله په جبل طارق سيمه کي ونيول سوه.

دغه بېړۍ ځکه نيول سوې وه چي د مسؤولينو په وينا په ناقانونه توګه ئې تېل وړل او د اروپايي ټولني هغه قوانين ئې تر پښو لاندي کړي دي چي له مخي ئې سوريې ته تېل نه سي ورکول کېدای.

خو يوه ورځ وړاندي دغه بېړۍ ته د بېرته تګ اجازه ورکړل سوه، خو دا شرط ورباندي ايښودل سوی وو، چي سوريې ته به تېل نه لېږي او د قوانينو مراعت به کوي.

امريکا نن يو ځل بيا د يادي بېړۍ د نيولو امر وکړ او وايي چي هغې شرطونه پوره نه کړل او سوريې ته ئې د تيلو د لېږد تکل درلود.

امريکا وايي، چي دغه بېړۍ، پکي موجود ټول تېل او يو مليون ډالر به جرمانه سي.

ايران دا ادعا ردوي چي ګڼي د شرطو په مقابل کې ئې بېړۍ خوشي سوې وه او وايي چي ددوی مخه د سوريې لوري ته نه وه.

د امريکا او ايران اړيکي ورځ تر بلي مخ پر خرابېدو دي او په منځني ختيځ کي د يوې نوي جنجالي څپې د رابرسېره کېدو وېره سته.