دهند پرلوېه وچه د برطانوي سامراج راتګ ددي سبب شو چی په سلګونو کلونو زوړ افغانی سلطنت پای ته ورسوی .
پر ځای ېي پرنګ ځپلي طبقه هندوان او سېکان بېرته دقدرت ګدي ته ورسول .له دي سره دهر اړخېزی مبارېزی لپاره دهندمسلمانانو چی اصلا دهند د تخت او تاج څېښتنان ول مېدان ته راووتل .
د انګرېز دتعلېمی نظام په مقابله کښي ېي ددېوبند د جامعی بنسټ کښېښود مولانا محمود الحسن دېوبندی صاحب ددي مدرسی ډېر ښاخونه په ټول هندوستان کښي وغزول . دانګرېز د مېډېا پر خلاف دېوبند مولانا محمدالېاس صاحب ترمشري لاندي د دعوت او تبلېغ سلسله پکار واچوله ، د مسلحی مبارزی لپاره شااسماعېل شهېد او شااسماعېل شهېد د سېمی او افغانستان دوري وکړي او له ېوه جرار لښکر کښي بالا کوټ ته ورسېدل چی له سېک او انګرېز فوج سره په مبارزه کښي ېي شهادت په برخه شو .
دمولانا عبېدالله سندی په سرمشري کښي د مسلمانان هند دېو نماېنده سېاسی تنظېم په شکل کښي جمعېت علما هند خپل استاذی د سرلښکر غازی امان الله خان تر هر اړخېزی ننګي او حماېت لاندی په کابل کښي د حکومت موقته هند په نامه باندي دېوه عبوری دولت بنسټ کښېښود . د مهاتما ګاندي په شمول نورو ډېرو هندو ازادی غوښتونکو له جمعېت علما هند سره په ګډه ددی موقتی دولت غړي ول . له کابل څخه دوی د غازی امان الله خان په حماېت او تایېد سره د اېشېاټک فډرېشن پلټ پارم ترتېب کړ او خپله مبارزه ېي اسېا شموله کړه رېشمی رومال تحرېک د همدي هڅو نتېجه وه چی د انګرېز پر ضد د اسېا په سطحه دجاپ
ان او روس پشمول ېو لوي تحرېک منځ ته راتلو والا وو . لدي سره انګرېزانو فکر وکړ چی زموږ نور دلته پاته کېدل د اسېا د بېداری او دېو لوي ستر اتحاد د منځ ته راتلو خطر پېدا کولای شی نو ځکه ېي د هندو او مسلمان تر منځ تفرقه واچوله ترڅو لومړي د مسلمان او هندوانو دواړو غښتلي اتحاد وځپی . په دوهم قدم کښي د مسلمانانو په منځ کښي دخپلو همفکرو او همګټو له لېاری د تحرېک پاکستان په نامه باندي بی اتفاقی واچوله . کله به چی د هند او دېوبند علما پوښتنه کوله چی پاکستان څه دي نو د مولانا محمدعلي جوهر پر ځای راغوښتل شوی محمدعلي جناح به ورته وېل چی پاکستان کا مطلب کېا لااله ال
ا الله ]
ددېوبند علما حېران وو چی نه خو دلااله الاالله مطلب پاکستان دي او نه دپاکستان معني لااله الاالله ده دکلمی مطلب خو وحدانېت او نبوت منل دي . ولي د جناح ډلي د دوقومی نظرېي واوېلا شروع کړه چی هندو او مسلمان دوه قومونه (ملتونه ) دي باېد ځان ځان ته دولتونه او حکومتونه ولري . بالاخر دپاکستان لپاره د ېوه بل نوي مملکت د جوړېدلو غوښتنه وشوه . چی د دېوبند د علما له لوری په کلکه سره ردشوه ولي دوی د جمعېت علما هند نه د جمعېت علما اسلام پر نامه ځېنی مولاېان په ډېرو لوېو وعدو او مراعاتو دی ته راضی کړل چی پاکستان ته اسلامی رنګ ورکړي . هغو مولاېانو ته په کراچی پېښور او
نورو سېمو کښی په اېکړونو جاېدادونه ورکړل شول چی دوی په کښی ددېن کار (پاکستان ژغورنه ) پېل کړي چی تر ننه د دارالعلوم ، فاروقېه ، نېوټاون ، بنورېه او نورو مدرسو په نومونو ېادېږی . وروسته بېا دو قومی نظرېه پر خپل ځاي پاتي شوه او پاکستانېت شروع شو ولي هغه څوک چی په پاکستان کښي اوسېدل او مسلمانان نه ول بېا دوی هم هغه خلګ بل ملت نه بلل بلکه هغوی ته ېي اقلېتی برادری وېل پېل کړل .
په اصل کښی دا ېوه لوېه ټوقه وه چی ملېتونه له مذهبونو جوړېږی او ېا دا چی په نړی کښی ېواځی هندو او مسلمان دي . دلته نور ډېر مذهبونه هم شته او هېڅ مذهب سرحد ندي منلي .
دبرطانېي په حماېت او ملاتړ ددوی د ګټو دخوندی توب په موخه دوه مذهبی دولتونه منځ ته راوړل شول چی ېو پاکستان او بل اسراېېل دی . پاکستان ته په مېراث دبرطانوی حکومت ټول انفراسټرکچر پاتی شو . دېوی اندازی له مخی ېواځی د ډېمونو او درېابونو د بندونو په ډګر کښي چی کوم کار شوي دی او دوی ته پاتي دی په اوس وخت کښی ېي جوړول اتېا ملېارده ډالره غواړي . له دي سره دمواصلاتو او رېلوی سسټم دبرق او صنعت اساسی او ټول دولتي سستم دوی ته په مفته کښي له برطانېي ورپاتي شو .
پښتانه او پښتني سېمی چی له پېله د برطانېي سره په مبارزه او د پاکستان سره په مزاحمت بوختي وی له هرډول ترقی څخه محرومه پاتي شول . د غېر پښتنو او په ځانګړي ډول دپنجاب دي مادي ترقی دوی ته دا دلاوری ورکړه چی د پېړېو پښتنو بادارانو ته غاښونه سپېن کړي او هک پک ېي پر ځاي کښېنوي .
برطانېي او غربي نړي لاهم پاکستان ته وده ورکوله ځکه چی د شوروي پر ضد د مبارزی لپاره پاکستان لا هم دوي ته مهم وو .
پاکستان ددی خدمت په بدل کښي خپل فوج او جاسوسی اداری ډېري غښتلي کړي خپل ګاونډي دښمنان هند او افغانستان ېي تهدېد کړل .
تر دي چی د مذهبی خوځښتونو له لاري ېی خپل جاسوسان د تبلېغ او جهاد له لاري دنړي هر ګوټ ته ورسول . نن هم د پاکستان جاسوسی اداری په خپل هېواد کښی دننه نه دومره مضبوطی دي او نه هم دومره باخبره لکه چی په نړي او ځانګړي ډول په ګاونډي هېوادونو کښي .
ای اېس آی د دنېا د غښتلو جاسوسی ادارو په قطار کښي ورګډ شو . دنورو هېوادونو د سازمانونو برعکس ای اېس اي ېواځی له تخرېب ورانکاري او د اسلام پرنامه له جنګ جګړو نه کار اخلي . په پښتني سېمو کښي پر خپلو جاسوسانو دومره سرماېه مصرفوی چی د ټولي سېمی ترقېاتی کارونه په کېدلای شی .
دا سازمان د اسلام ېو داسی تبلېغ او نمونه دنېا ته وړاندي کوي چی د استدلال او منفعت پر ځای پر جزباتو او مضرېت ولاړه وي .
نړي او سېمی ته نن له دي نظرېي او پروګرامه څخه سخت خطر متوجه دي . که اېله اوس نړي پدي پوه شوه چی د فساد جرړي په اي اېس آی کښي نغښتي دي نو لري نده چی صبا به په دي هم پوه شی چی اصل فساد په دوقومی نظر او نظرېه پاکستان کښي مستتري دی .