تېره ورځ په خيبر پښتونخوا باجوړ سيمه کي د سړک غاړي ماين چاودني د پاکستان د پوځ درې سرتېري هلاک کړي او دوه نور ئې ژوبل کړل.
پېښه هغه مهال رامنځ ته سوه چي د پوځ ګاډۍ د سيمي څخه د تېرېدو په حال کي وو او د سړک غاړي يو ماين ورباندي وچاودېده.
د سيمي خلګ وايي، چي چاودنه ډېره زوروره وه او ږغ ئې تر ډېره ليري پوري واورېدل سو.
عيني شاهدان وايي، چي د څو پوځيانو مړي ئې وليدل چي امبولانس ته وړل کېدل.
باجوړ هغه سيمه ده چي د ترهګر پوځ په ملاتړ پکي وسلوالي ډلي فعاليت کوي، خو کله کله خپله د پوځ پر چارواکو هم بريدونه وکړي.
دا په دې وروستيو کي پر پاکستاني پوځيانو باندي څلورمه چاودنه ده، چي درنه مرګژوبله ورته اړوي.
په تېرو دوو اونيو کي د چاودنو او بريدونو په ترڅ کي تر ۳۰ زيات پاکستاني پوځيان هلاک سوي دي.