کور / تازه خبرونه / ملي امنيت :دپاکستان قونسلګري تروريستي فعاليتونه کوي

ملي امنيت :دپاکستان قونسلګري تروريستي فعاليتونه کوي

دملي امنيت لوي رياست دکندهارپه ميوندوالسوالۍ کې ديوه سيمه ييزطالب قومندان داعترافاتوله مخې ادعاکوي چې په کندهارکې دپاکستان قونسلګرۍ په دغه ولايت کې په تروريستي فعاليتونوکې لاس لري .
دملي امنيت رياست وايې په ميوندوالسوالۍ کې نيول سوي طالب قومندان ملارحمت الله منلې چې د قومي مشرانواوملي سوداګرودوژنې په بدل کې يې دپاکستان له قونسلګرۍ څخه پيسې ترلاسه کولې .
دملي امنيت اداره وايې چې په دې اړه به خپلوڅېړنوته دوام ورکوي اوبشپړه جزيات په وروسته په داګه کړي .
دټول هيوادپه کچه کندهاريوازني ولايت دي چې دولسي جرګې ديوه غړي په ګډون پکې ځوتنه نامتوقومي مشران اوديني علماوژل سوي دي .
تراوسه لاپه دې اړه په کابل کې دپاکستان سفارت څه ندي ويلي .