دا فغانستان لپاره د سويډن کمېټه وايي، چي افغان ځواکونو په ميدان وردګو ولايت کي روغتيايي کارکونکي وژلي دي.
دا بريد د جولای پر ۱۳ نېټه د میدان وردګو ولایت په دايمرداد ولسوالۍ کي د طالبانو تر نفوذ لاندي سيمه کي سوی دی.
د بريد په هکله د دایمیرداد ولسوال فضل الرحمان رحیمي ويلي وه، چي په دې برید کي د طالبانو د روغتیايي چارو مسول، د کلینیک د لابراتوار مسول، د کلینیک ساتونکی او د یو ناروغ پایواز وژل سوي دي.
ښاغلي رحیمي وویل:”دا ساحه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، افغان امنیتي ځواکونه د هوا له لارې تللي د روغتون سره ښکته سوي او د طالبانو د روغتیايي چارو د مسول سربیره د لابراتوار مسول، یو ساتونکی او یو پایواز یې وژلي دي”.
خو د سويډن کمېټه وايي، ددوی څېړنو ښودلې چي په دغه بريد کي روغتيايي کارکونکي وژل سوي او دا د اندېښنې وړ خبره ده.
د سویډن کمېټې د پروګرامونو مسول ډاکټر خالد فهیم وایي “دا برید د بشر پالنې د نړیوالو قوانینو څخه ښکاره تېروتنه ده او موږ د جګړې له ټولو غاړو په کلکه غواړو چي پر ملکیانو او روغتیايي مرکزونو بریدونه بند کړي.”
د سویډن کمېټې په خپلې اعلامیې کي د پېښې په اړه لیکلي دي: ” کله چي امنیتي ځواکونه ودانۍ ته ننوتل، د یو ناروغ پایواز یې ووژلو او تر هغې وروسته یې څلور نور کسان ونیول او له ودانۍ څخه ووتل. لږ وروسته د ودانۍ په شاوخوا ۵۰ مېترۍ کي، د سویډن د کمیټې دوو کارکوونکو په ګډون، د دریو نورو کسانو مړي وموندل سول چي مرمیو ویشتل سوي وو. د څلورم کس څرک لا نه دی لګېدلی.”
دغه روغتيايي مرکز د سویډن کمېتې تمويلاوه او چاري ئې هم د همدغې کمېټې په مرسته مخ ته رواني وې.