پاکستان هغه درې ټلوېزوني چينلونه له کيبل څخه ليري کړي دي، کومو چي د مريم نواز وينا په ژوندۍ بڼه خپرول.
د پاکستان د ميډيا مسؤولينو ويلي، چي دا کار ئې د پوځ په فشار سره کړی دی، ځکه مريم نواز د خپل پلار نواز شريف د زنداني کولو اړوند د پوځ ځيني اسناد افشا کول او دغه ټلوېزوني چينلونو د هغې خبري په ژوندۍ بڼه خپرولې.
د اب تک ، څلرویشت نیوز او کېپټل ټي وي اوس د کيبل له ليست څخه ليري کړل سوي دي.
د بې پولي خبريالانو سازمان وايي، چي د پاکستان دا ډول ګامونه د بيان ازادۍ پر وړاندي يو ټينګ ګوزار دی.
ياد سازمان وايي، چي پاکستان پر مېډيا پر وړاندي امرانه چلند او ددوی په غوښتنه به هغه څه خپرېږي چي د رياست خوښه وي.
پاکستان په نړۍ کي يو له هغه هيوادونو دی چي د بيان ازادي پکي محدوده ده او ځيني وخت پوځي ادارې د حقائقو په خپرولو سره ځيني چينلونه بند کړي او آن ځيني خبريالان ئې وژلي هم دي.