د امريکا ولسمشر په يو بېساري ګام کي شمالي کوريا ته ننوتی او هلته ئې ددغه هيواد دولسمشر کيم جونګ اون سره وليدل.
ولسمشر ټرمپ چي لومړی ئې د جنوبي کوريا د ولسمشر مون حه این سره وليدل وروسته د شمالي کوريا پولي ته ولاړی او هلته ئې د دواړو کورياوو د غير پوځي سيمي په پولو کي د شمالي کوريا د ولسمشر سره هم وکتل.
که څه هم دا کتنه لنډه وه، خو دا دامريکا لومړنی ولسمشر وو چي په شمالي کوريا کي ئې قدم کښېښودی.
دغه لیدنه چي د ډېر کم وخت لپاره تر سره سوه. ټرمپ د دواړو کوریاګانو له سرحد څخه تر تېرېدو وروسته د شمالي کوریا په خاوره کي قدم کيښود او وروسته د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د جنوبي کوریا په خاوره کي د ولسمشر ټرمپ څنګ ته راغی.
ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا په خاوره کي ۲۰ قدمه ووهل او هغه یو تاریخي لحظه وبلل.
ټرمپ وويل، دی او کيم جونګ اون ژوري اړيکي لري او هغه ته ئې امريکا ته د ورتګ رسمي بلنه ورکړل.
کيم جونګ اونګ د ډونلډ ټرمپ شمالي کوريا ته ورتګ د زړورتيا يوه نښه وبلل او وئې ويل چي دا يو زړور اقدام وو چي ټرمپ ترسره کړ