افغان ولسمشر پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر په لومړيو شېبو کي د دغه هيواد د بهرنيو چارو د وزير شاه محمود قريشي سره ليدلي دي.
د راپورونو له مخي ولسمشر غني وروسته د پاکستان د لومړي وزير عمران خان سره د صدارت ماڼۍ ته ولاړ او هلته ئې په يواځي توګه يو له بل سره خبري وکړې او وورسته د دواړو هيوادونو استازو په ګډه سره وکتل.
له ارګ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ولسمشر غني به د پاکستاني چارواکو سره پر سيمه ايز اقتصاد، امنيت، سوله او خپل منځي اړيکو باندي خبري وکړي.
د ولسمشر وياند هارون چخانسوري ويلي، دښاغلی غني د سفر يوه موخه دا هم ده چي مالومه کړي پاکستان د افغان سولي په تړاو څومره او څنګه مرسته کولای سي.
ښاغلي چخانسوري وويل: “د افغانستان حکومت، خلک او نړیوال اوس دې ته آماده دي تر څو ۴۰ کلن بحران ته د پای ټکی کېږدي او باید ولیدل سي، چي د سيمي هیوادونه، په ځانګړې توګه پاکستان په دې برخه کي څومره تياری لري او څه ډول همکاري کولای سي”.
ولسمشر به د خپل سفر په ترڅ کي لاهور ته هم ولاړ سي او هلته به د افغان او پاکستاني سوداګرو ګډي غونډي ته وينا هم وکړي.