د ميرمن کلتوري ټولنيز بهير نهمه غونډه د ١٣٨٧ کال د زمري په ١٢ نېټه دتل په څیرد استقلال لېسې دفرانسې دکلتوري مرکز په تالار کې جوړه شوه . د غونډې ځانګړی مېلمه ښاغلی مجيب الرحمن و چې تازه له ناروې هېواد څخه راستون شوی دی.
غوڼډه چې چلوونکې يې آغلې راحېله نوري وه ، د بهير پر کاري خبرو پيل شوه . په سر کې سحر صيب له بهير والو څخه غوښتنه وکړه تر څو د ماشوم د ادبياتو په برخه کې کار وکړي . هغه وويل : تاسو کولی شئ د ماشومانو لپاره کتابونه له نورو ژبو لکه انګلېسي او اوردواو نورو ژبو څخه وژباړۍ او يا يې په خپله وليکئ ،دماشومانو په اړه ستاسې اثار به دمصور بنسټ له خوا چاپ شي .
وروسته د ندا ساپۍ د نوي چاپ شوي ناول د مخکتنې د غونډې د جوړېدو په اړه خبرې اترې وشوې .
ورپسې سحر صيب د مېرمن کلتوري – ټولنيز بهير د ويب سايټ په اړه چې تازه جوړ شوی ، خبرې وکړې. په غونډه کې دویبپاڼې چاپ شوې پاڼه په ګډونوالو وویشل شوه دمیرمن بهیر غړودغه ویبپاڼه چې دتکړه لیکوال فریدون الهام په هڅو او په کاناډا کې دمیشت افغان فرهنګپال او کمپیوټر پوه مجیب الرحمن لودین په زیار او هڅو جوړه شوې خوښه کړه او د ښاغلي لودین دغه زیار او وطنپالنه یې وستایله.میرمن بهیر ویبپاڼې اوس په امتحاني خپرونو پیل کړی دی ، پته یې داده :
علم ګل سحر وویل چې د سايټ هره برخه بايد ځانته يوه مسوله ولري هغوی به په اړونده برخه کې مطالب برابر او دویبپاڼې مسوول مدیرې ته یې وسپاري.دمیرمن بهیر لاندې غړې د دې برخو دچمتو کوونکو په توګه وټاکلې شوې :
* د بهير فعاليتونه : انجنيره راضيه نعيمې
* پخوانۍ شاعرانې او ليکوالې ، اوسنۍ شاعرانې او ليکوالې : لينا شرېفي
* شعرونه : خاطره اسحق زۍ
*لنډې کيسې او ناولونه : طوبی ندا ضافۍ
*ډرامې او طنزونه : دل افروز ځيرک
*ادبي کره کتنه : فرېبا ظاهر
* مقالې : ملالۍ ساپۍ توحيد
* فولکلوريک ادب : ساهره شريف
* انځورونه : طوبی ندا صافۍ
*ادبي نثرونه : ماريا صديقي
*پيغامونه او خبرتياوې ، کلتوري خبرونه : راحېله نوري
د پاتې بر خو لپاره وپتېل شوه چې په راتلونکې غونډه کې به مسول کسان و ټاکل شي .
د غوڼډې بله برخه د کره کتنې وه چې په ترڅ کې يې خاطرې اسحق زۍ خپله يوه ادبي ټوټه کره کتنې ته وړاندې کړه .
د خاطرې ادبي ټو ټه دا وه :
خوب
پسرلی و ، ونو نوې پاڼې زېږولې وې ، ګلونه هم مخ پر غوړېدو وو ، غوټۍ موسکۍ وې . سړې هوا د ونو پاڼې ورو ورو ښورولې . زه او هغه په شنه چمن کې لاس په لاس ګرځېدو ، او د پسرلي ښکلې هوا راته ژوند راکاوه . کله چې به هوا ګلونه وښورول او په پاڼو کې به پټ شول نو ما داسې احساسول چې ګلونه د هغې له ښکلا څخه شرمېږي او مخونه په پاڼو کې پټوي ، هغه د ګلونو په مينځ کې داسې ښکارېده لکه څوارلسمه سپوږمۍ چې د ستورو په مينځ کې په شنه آسمان کې مڼډې وهي .
زما زړه درزېده ،خوښۍ او ويرې دواړو په سر اخيستی وم ،ځکه غوښتل مې چې ورته د خپل زړه خبره وکړم او خبره يې کړم چې هغه زما په زړه کې څومره ځای لري او بې له هغې زما لپاره ژوند يوه ناچله سکه ده .
زه ور نژدې شوم ، د هغې خوشبويي مې احساس کړه ، ګرمه سا يې زما په مخ ولګيده ، د خپل زړه درزا مې په خپله واوريده ، د يوې شيبې لپاره ځان راته يو بې تاجه باچا ښکاره شو ، چې د نړۍ ټولې خزانېزماپه لاس کې وي خو دا ويره هم راسره وه چې دا به مې همدا اوس له لاسه وزي .
ما خوله دې ته جوړوله چې ……
ناڅاپه له کټه لاندې ولويدم ،شا او خوا مې وکتل هيڅوک نه و ، زړه مې درد وکړ ماپه هغې پسې کتل ،هغه چيرې ده هغه نه وه ….
پوه شوم چې داهسې يو تش خوب و،داسې يو خوب چې خدای خبرکله به رښتيا هم شي .
او که کله هم نه؟؟؟
خوب
ماد خپل زړه پر پولو
اغزن ځنځير ولګاوه
او پر ساتونکي مې غږ وکړ چې:
پام !
هغه ورانکاری
له پولې وانه وړي بيا
نور تبعيد شوی
وطن کې ځای نه لري
زړه نه مې ووېستلې
خو اوس مې هم ځوروې
زه د خوبونو
دغه غير علاقه
څنګه له تا وساتم !!!
(ځلا وياړ)
کره کتنه ملالۍ په خپل نظر پيل کړه هغې وويل په لومړۍ کرښه کې د پاڼې زېږولو پر ځای به ښه دا وی چې د پاڼې سپړل راغلي وای . ندا ساپۍ وويل : زما په نظر د دې ادبي ټوټې لپاره خوب ښه سرليک نه دی ځکه دا سرلیک تلوسه له مينځه وړي او لوستونکی په لومړي سر کې پوهوي چې دا حقيقت نه بلکې يو خوب دی ، کېدای شي داسې يو عنوان ورته غوره شي چې تلوسه پکې وي او محتوا رسوا نکړي او بل دا چې په يو ځای کې راغلي ( زما لپاره ژوند يوه نا چلنده سکه ده . )که څه هم دا به د خاطرې لهجې پورې اړوندوي خو زه وايم که د لته ناچلنده سکه په ناچلې سکې واوړي دا به ښه وي .سحر صيب هم د ندا د خبرو پخلی وکړ او زياته يې کړه چې کيدای شي سرليک يې ( خو…) او يا داسې کوم بل څه وي .فرېبا ظاهر وويل چې وروستۍ يوه کرښه ماته اظافه ښکاري کېدای شي هغه لرې شي . لينا شرېفي وويل: طرحه مې خوښه شوه زه هم وايم چې اخېره برخه بايد لرې شي خو که دا خبرې خاطرې د بل چا نه بلکې په خپله ژبه ليکلي وای اودښځې احساس یې بیان کړی وای نو دا به ډيره ښه وای خو ښايې هغه قيودات چې زموږ په ټولنه کې پر نجونو لګېدلي ، دا به د دې لامل ګرځېدلي وي چې خاطره ونشي کولی خپل احساسات په خپله ژبه بيان کړي د لينا د وروستيو خبرو پر حواله دلافروز ځيرک لوی بحث وکړ هغې وويل : نارينه تل ښځې ستايې نو دا ضرور نه ده چې ښځې دې هم ښځې وستايي . موږ کولی شو نارينه وستايو ، هغوی هم ښکلا لري چې باید وستایل شي …..
خاطرې وويل : صفتونه ډيری داسې وي چې ښځو ته کارول کېږي او نارېنه ته سم نه راځي . دل افروز يې په ځواب کې وويل :داسې نه ده ته کولی شې د نارينه لپاره هم ښه صفتونه پيدا کړې د بېلګې په توګه په دې طرحه کې تا د سپوږمۍ يادونه کړې چې ښځې ته منسوبېږي تا دلته کولی شوای ستوری ياد کړې او نارينه ته يې منسوب کړې .
وروسته سحر صيب د ادبي ټوټې په اړه معلومات ورکړل هغه وويل : ادبي ټو ټه زما په نطرپه ادبي ژانرونوکې نه راځي ، هر شاعر او لیکوال کولای شي دادبي ټوټې خیال په شعر یا کیسه کې راولي خو ليکل يې د ١٩ پېړۍ په وروستيو او د ٢٠ پېړۍ په لومړيو کې پښتو ژبه کې ځکه دود شول چې هغه مهال يو شمېر اروپايې شعرونه وژباړل شول ، هغه شعرونه د معنی او تخيل له اړخه ډير اوچت و دا يوه طبېعي خبره ده چې کله يو شعر له يوې ژبې څخه بلې ته ژباړل کېږي ، هغه ډېری د نثر بڼه خپلوي ، همدا اغيزه وه چې د پښتو ژبې ليکوالو هم د ادبي ټوټو لیکلوته مخه کړه استاد الفت استاد خادم ، ، استاد بېنوا ، استاد بختاني ، راحت زاخیلي محمد جان فنا محمد دین ژواک او ځینو نورو استادانو او افغان لیکوالو ښې ادبي ټوټې ولیکلې.
سحر صيب د خاطرې ادبي ټوټه وستاېله او هغې ته يې مبارکي ورکړه .
د غونډې په درېمه برخه کې مشاعره وشوه او سولې نیازۍ،ندا ساپۍ ، شبوګلې ،راحلې نوري ، فریبا ظاهر ، راضیې نعیمي ، ساهرې شریف ، بلقیس ودان ، خاطرې اسحق زۍ ، دل افروز ځیرک ، لینا شریفي ، رابعې غرشین او ملالۍ په نوبت سره خپل شعرونه او لنډۍ وويلی .
په پای کې د راتلونکې مياشتې لپاره د بهير کاري پلان د لينا شرېفي له خوا ولوستل شو
وپتییل شوه چې د راتلونکې غونډې ويانده به سوله نيازۍ وي همداراز د داستان ليکنې پر اصولو به بحث کېږي او د ندا ساپۍ لنډه کيسه به کرکتنې ته وړاندې کېږي.
غونډه د مازديګر په څلورو بجو پا ی ته ورسیده.