په کوم ژبه یار وستایم ، یار خو ډیره ښایسته دی
سری شونډی سپین غاښونه په نړی کی بی جوړه دی
رمنده آهو سترګی په کتو زړه وړی له ګوګله
نری وریځی ، لښته اونه ، اننګی یی سره مڼه دی
د بنګړیو قطارونه ، مړوندونو کی شرنګیږی
هره شرنګ یی د بنګړو یی ځما د مینی ترانه دی
چی په ناز وګوری ما ته زړه می ځی زر چور دواکه
څه طلسم یی په کتو دی یا د مینی انګیزه دی
اوس هغه زړه وروړی هم می مینه هم می ژوند دی
بی له مینی او محبته ( مل) ژوند هسی افسانه دی
****
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)
دنومبر( ۲۴ ) کال ۲۰۰۷ جرمنی