کور / راپور / کورنيو چارو وزارت: د سيمي په کچه خطرناک مجرم عبدالحميد خراساني مو نيولی دی

کورنيو چارو وزارت: د سيمي په کچه خطرناک مجرم عبدالحميد خراساني مو نيولی دی

د کورنيو چارو وزارت وايي، چي په کابل کي ئې يو خطرناک مجرم عبدالحميد خراسانی نيولی دي.

ددغه وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، چي خراسانی د سيمي په کچه يو له خطرناکو مجرمينو څخه دی چي نن په کابل کي د پوليسو په يوه چاپه کي ونيول سو.

 

د رحيمي په خبره، نوموړی په ګڼو غلا غديو، سړي تښتونکو، قتلونو او د سوداګرو څخه د باج اخېستلو کي ښکېل دی.

نصرت رحيمي زياتوي، چي خراساني څو ځله د پوليسو سره هم نښتي کړي وې.

ښاغلی رحيمي وايي، خلکو ته د ښکنځلو، د حرمت بې احترامي، د افغانستان بېرغ ته د اور ورته کولو جرمونه له هغو جرایمو دي چي خراسانی مستقیم لاس په‌ کې لري.

په دې وروستيو کي افغان دولت د مجرمينو او ناقانونه وسلوالو نيولو ته مټي رانغښتي دي چي د عامو افغانانو لخوا ددې ګام هرکلی سوی دی.