ليکنه: محمد بشير يوسفزی
په لومړیو کې داسې ذهنیت په افغانستان کې حاکم وو چې موږ له پاکستان سره د زور او سیالۍ نه یوو، نو هغوی سره باید نرمه غاړه یوسو، د نرمې غاړې وړلو څخه یې موخه دا وه چې هغوی څه وایي، نو باید همغه ورسره ومنو، مګر ولسمشر غني یې پر وړاندې بغاوت وکړ، پاکستان ته یې کرښه کش کړه او په واضح ډول یې ورته وویل چې که زموږ ملي اقتدار او حاکمیت او ملي ګټو ته درناوی لرئ، نو موږ هم بالمثل عمل کوو او که د تشدد او تاوتریخوالي وسیلې او له جنګیالیو او وسله والو او تروریستي ډلو څخه د فشار وسیلې په توګه زموږ پر وړاندې استفاده کوئ، نو موږ به مو پر وړاندې د سپر په توګه مقاومت وکړو، مګر په دې مبارزه او جګړه کې به بریا حتما زموږ وي، ځکه چې برحقه یوو.
دادی موږ وینو عملاً ولسمشر غني ګټونکی شو، ځکه د نوموړي د سیمه ییز اتصال او اقتصادي همکاریو فکر د پاکستان د دښمنۍ دریځ نرم او بدلولو ته چمتو کړ، ځکه د پاکستان لومړي وزیر د نوموړي دا لیدلوری او فکر ستایلی او ویلي یې دي چې په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
اوس د هغه بل ذهنیت پرځای چې ویل به یې موږ باید له پاکستان سره نرمه غاړه یوسو په افغانستان کې دا عامه ذهنیت حاکم دی چې د جمهور رئیس غني فعالې ډيپلوماسي پاکستان په نړیواله کچه منزوي کړی او دوی اوس د دې لپاره د وسله والو طالبانو په لاس د غچ اخیستنې په فکر کې دي.
پاکستان نه پرېږدي چې افغانستان د خپل اختیار او اقتدار خاوند وي او دوی تل په دې فکر او هڅه کې دي چې پاکستانی پلوی او د دوی تر نفوذ لاندې یو کمزوری حکومت او حاکم دلته موجود وي او پاکستان باید د افغانستان له کمزوري وضعیت څخه تل د خپل ځانه په استفاده ګټه واخلي.
په افغانستان کې د پاکستاني مقاماتو، پوځ او پنجاب پر وړاندې د خلکو کرکه زیاته ده او حتی د افغانستان د ملي ګټو او دفاع په ننګه تل د دوی پر وړاندې جنګ ته چمتو دي.
پاکستان اوس داسې ګڼلې ده چې افغانستان د زور له لارې نشي لاندې کولی، نو باید د ملګرتیا او دوستانه مناسباتو له لارې په افغانستان او سیمه کې خپلې ګټې خوندي کړي.
پاکستان داسې ګڼي چې د ولسمشر غني د ټینګ او پرېکنده دریځ له امله یې په افغانستان او سیمه کې اقتصادي او نور فرصتونه د پاکستان له لاسه اېستلي او دوی یې له ګڼو بحرانونو سره مخ کړي او د دغو بحرانونو د مخنیوي لپاره دې نتیجې ته رسېدلي چې له افغانستان سره خپلې اړیکې باید له سره ورغاوي.
پاکستان او افغانستان وخت ناوخت یو پر بل د لاسوهنو او د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه پورې کړي او له دې امله د اړیکو خرابوالي کې تر هر چا زیاته بیه د دواړو هیوادونو ولسونو پرې کړې، ځکه چې که تروریستي بریدونه هم شوي دوی په کې قرباني شوي او که نرخونه لوړ شوي او د اړتیا وړ توکي کم شوي، نو هم زور یې له عامو افغانانو څخه وتلی دی. نو پکار دی چې پاکستان تېر په هېر وګڼي او د اړیکو د یو نوي او رغنده باب په اړه دقیق فکر او عمل وکړي.