سريزه:
په درې لسيز جنګ کښي د افغانستان پر ډېرو ارزښتونو د ابهام ورېځې خورې شوې، د ژوندانه د ډېرو ډګرونو معيارونه کمرنګ شول، له خلکو لاره ورکه شوه، ملامت او سلامت، خدمتګار او تخريبکار له خلکو لادرکه شول، د انتقاد، ونې هم تر وخت دمخه وده وکړه، تر اختناقي رژيم وروسته د ناکنتروله ((ديموکراسۍ)) رارسېدل، بله ستونزه وه، چي خلک يې په سياسي سفر کښي ګډ وډ کړل. د سياسي انتقادونو دا بې هدفه لړۍ د ببرک کارمل د واکمنۍ له وروستيو وختونو پيل شوه، کارمل په پيل کښي د شوروي راتګ د خپل ځان وياړ باله، خو وروسته چي جګړې زور واخيست، نو ده د روسانو د راتګ پړه پر پخواني واکمن (حفيظ الله امين) واچوله، د خپلې واکمنۍ پر وروستي مهال کښي يې د خپل ګوند او حکومت پر ځينو مطرحو غړو هم سخت ټکونه وکړل.
ډاکټر نجيب الله هم دې لړۍ ته دوام ورکړ او په يوې غونډې کښي يې د خلکيانو او پرچميانو دواړو له مخالفت نه سر وټکاوه او ويې ويل چي نه خلکي يم، نه پرچمي يم… او وروسته يې ((انتقاد و انتقاد از خود)) په نامه د انتقادي ويناوو يو کتاب هم چاپ شو. د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ په وروستيو کښي هم، حکومتي لوړ رتبه او ټيټ رتبه مامورين اکثره په انتقاد روږدي شول، ددې پر ځاى چي د خپل هېواد او حکومت ظرفيت وسنجوي او له بحرانه د راوتلو لارې په ګوته کړي، ټولو له يوې مخې د انتقاد لمن ونيوله. تر هغه وروسته د تنظيمونو په ګډوډيزه واکمنۍ کې، خو انتقاد دومره عام شو، چي تنظيمي مشرانو او جنګسالارانو ورسره بېخي مافيت حاصل کړ، هغه وخت نو حالات دومره ترينګلي وو، چي د انتقاد تر کچې هم پورته وو او (( بې له تورې خلاصى نه و په کار)). تر هغه وروسته د طالبانو په زورواکه واکمنۍ کښي خو په داخلي او حکومتي کچه انتقاد د سره کفر معادل و، يوازې بهرنۍ راډيوګانې او رسنۍ وې چي له طالبانو سره يې مقابله کولاى شوه، نور نو د هېواد په داخل کښي د هر چا ژبه او قلم تړلي وو او د رسنيو پر شتون د سانسور خپسه ناسته وه. د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته چي د يو ناڅاپي ديموکراسۍ وږمې وچلېدې، نو بيا هم قلمونه تېره شول او د ژبو تنستې خلاصې شوې، د هر چا چي هر څه په خوله راغلل، هغه يې وويل او لا هم دا لړۍ روانه ده. عجيبه خبره خو داده؛ ټولې دولتي او نا دولتي رسنۍ او اشخاص لګيا دي په انتقادي کمپاين کښي برخه اخلي، هېڅ داسې يوه سرچينه نه شته چي مسئوليت پر غاړه واخلي، څو موده دمخه ازادۍ راډيو خپل ګردي مېز ته د دولت يو وزير رابللاى و، چي د خلکو پوښتنو او شکايتونو ته ځوابونه ووايي، وزير صاحب ددې پرځاى چي د خلکو شکايتونه ځواب کړي، په خپله په شکايتونو سر شو، پردې مهال د ازادۍ راډيو کوربه ژورناليست، وزير صاحب ته وويل: بس وزيرصاحب پوه شو، موږ خو تاسو ددې لپاره رابللي وئ چي د خلکو شکايتونه ځواب کړئ، دا چي تاسو خپله شکايت کوئ، نو ستاسو شکايت به څوک ځواب کړي؟
اوس چي ټول دولتي ارګانونه ګورې، له شکايت او انتقاد پرته بل څه کار نه کوي، د دولت دوه لوى ارګانونه قضا او په تېره بيا پارلمان، خو د ټولو مشکلاتو سر، حکومت بولي، خپل ځان يې يوازې انتقاد ته اوزګار کړى او همدې انتقاد ته يې کار ويلاى دى، دا په داسې حال کښي ده چي خپله د شورا اکثريت غړي د همدې حکومت مهم غړي وو، دې ښاغلو نه که وپوښتل شي تاسو خپله چي په حکومت کښي وئ هغه وخت کښي موکومه توره کړې وه چي اوس لا پر دې نورو حکومتي چارواکو انتقادونه کوئ؟ په ولسي جرګه کښي همغه وکيلان تر ټولو زيات او توند انتقادونه کوي، چي تر دې دمخه يې په حکومت کښي تر ټولو غوړې څوکۍ لرلې او اوس هم له حکومت څخه تر ټولو زيات باج اخلي، د انتقادونو لړۍ ان د جمهوري رياست تر معاونينو هم رسېدلې، د جمهور رئيس مرستيالان هم کله کله پر دولت نيوکه کوي او نږدې ده چي د نا سالم انتقاد دا لړۍ د جمهوري رياست تر مقامه هم ورسېږي، دلته پوښتنه پيداکېږي، چي دا ټول انتقادونه کوي، نو دا کار به څوک کوي؟ زما يو دوست دى د مارانو او لړمانو دمونه يې زده دي، هغه راته کيسه کوله چي پېښور کښي يو (هندکى) زما دوکان ته راغى، ماته يې وويل: پيرصاب ماته به يو دم ورکې، ما ويل د څه شي دم؟ ده ويل: والله کور چت باندې ماران ګرځي، ماته دم ورکي چي مار ورک وکي او اودې لاندې راولي. څو څو ځله مې په سړي دم او چوف وکړ او بيا مې ورته وويل چي دا دعا به څو څو ځله ووايي او بيا به ورته ووايې چي راکښته شه په حکم د خداى او په اجازه د پير صاحب! (هندکى) لاړ خپل کور ته او سبا مازيګر بيا راغى، ماته يې وويل: پيرصاب تا ما باندې اجازه ورکړې وه چي مار به دم وکي، اول به دعا وکي بيا ووايې راکښته شه په حکم د خداى او په اجازه د پير، ښه ما دا دم واچوه، مار کښته شه، نو راکابو کى به څوک (نيسي به يې څوک)؟ ما ورته وويل چي ته به يې کابو کوې که نه! نو هندکي، په ډېرې وارخطايۍ وويل: پيرصاب اجازه واپس کي اجازه واپس کي، ما باندې کابو ونه شي، چا پلار به لاس ور وړي…))
نو اوس پوښتنه داده چي انتقاد خو اسانه دى، هر څوک انتقاد کولاى شي خو د حل لاره کومه ده؟ او څوک مشکل حلولاى شي؟ نو چي د حکومت، پارلمان او قضا مامورين ټول انتقاد کوي او کار نه کوي، نو دا د مشکلاتو (مار) به څوک کابو کوي؟ اصلي خبره داده چي ټولنه يوازې په انتقاد نه جوړېږي، د ټولنې ابادي کار او زيار غواړي، ((څوک چي کار کوي هغه يې وسايل لټوي او څوک چي کار نه کوي هغه ورته دلايل ګوري)). ډېر انتقادونه ټولنه د انتقاد له مافيت سره روږدې کوي، انتقاد هغه وخت خوند کوي، چي پر ځاى او پر وخت وي، د حل لارې په کښي وي او په ټولنه کښي يې د سمون لپاره پوره ظرفيت او امکانات وي. د ډېرو خبرو او ډېرو انتقادونو پرځاى لږ کار هم ډېر ګټور دى.
د زياتو مثبتو کارونو په هيله
د قلموال نه په مننه