خالق رشید
ميندې دهر هرچا مري !
( دمورپه مړينه)
ما به سپوږمۍ ته كتل ،
اوهره مياشت به مې دهغې هغې ،
په څوارلسم ماښام كې ،
لكه سوالګرو غوندې ،
دخپل ديدن كچكول كې ،
همدا يوه هيله درلوده او وي مې :
سپوږمۍ د زړه په درد مي ته پوهيږي ،
زما داكمكۍ مينه ،
ددغې سوې مساپرې شيبې ،
چې دهغې په وړاندې لويه نه شوه ،
هغې ته ورسوه !
****
مورې په ياد به دې وي ،
زموږ دلوى كور آه ترخې ورځي ،
چې ما دتا پرشونډو هغه مهال ،
دخندا يوه نرۍ څپه هم كله ونه ليده ،
څومره د وژړل ،
څومره د وګاللې ،
چې له يوه خدايه پرته ،
تا دهغو ناخوالواجر له بل چا ونه غوښت .
زه چې هغه تيارې ،
هغه پرتا راخورې يوه يوه ليكم ،
ما ته رښتياښكاره شي ،
چې مور بې شك دقربانۍ خوږ نوم دى !
په دې كې څه شك نشته ،
****
ميندې دهر هرچا مري
خوډيرې ميندې دې چې ټول عمر ،
دخپلو ژڼو نيمه خوا يادونه ،
دخپلو آهو، په اوږو باندې وړي ،
او د ديدن نصيب يې نه وې سره ،
مورې ته هم داسې شوې ،
راپسې وكړېدې ،
راپسې وځوريدې ،
اوماهيڅ هم ونه كړل ،
مادې وروستې سفركې ،
كټ ته اوږه درنه كړه .
مورې ما وبښه !
مورې ما وبښه !
****
مورې په ياد به دې وي ،
چې كله زه په لومړۍ ورځ د ښوونځي په لورتلم ،
اوزموږ په لوى كور كې ډوډوۍ نه وه ،
مادرته وويل چې ووړكي بې ډوډيونه ځي ،
تا راته وويل چې خير ميلمانه وو نن زيات ،
او ما په زور وژړل ،
تا هم له درده يوه څپيړه پرې برسيره راكړه .
اوپه ژړا ژړا كې ،
زه بيا دكلي ماشومانوسره ګډ روان شوم .
پوه نه شوم څه دې په زړګي درتيرشول ،
موږ لاله كلي نه وتلي نه وو،
چې دتاغږ مې واوريد :
دلته راشه …
اوزړه نازړه درغلم ،
تاراته يوه وړه چكۍ دګوړې ،
دكتابودسمال كې غوټه كړله ،
اوسردې ورو را ټيټ كړ ،
زه دې په مخ باندې كرار مچوكړم .
او ودې نه وهلم …
****
مورې په ياد به دې وي ،
چې ستا پښتۍ ماتې وې ،
ساړه ساړه زګيروې دې كړل ،
اوزه چا نه درپريښوم ،
كله چې شپه پخه شوه ،
اوپټ مې ځان دركش كړ،
تا ټول دردونه زما دغم په خاطر
له ځانه لرې كړل ټول ،
اوپه نمجنو سترګوكې را ته موسكۍ غوندې شوې ،
اوراته ودې ويل :
دلته همدا دستور دى ،
دغه دميندو حال دى ،
زما مور هم داسې وه،
دهغې مور هم داسې ،
دا يوه اوږ ده كيسه ده ،
له زمانو ، زمانو،
دپښتنو پركاله ،
چې په مرګې به له يادو، نه وځي ،
خو، خداى دې ستا غم كله هم راباندې ونه ويني !
****
ميندې دهر هرچا مري
داد تقديركرښه ده ،
خوله چا نه هيريږي ،
ځكه چې مور دژوندانه دخاطرو په بڼ كې ،
لكه دګلو ښكلا،
له يوه موسمه بل موسم ته دپرتم كيسه شي…
****
ما به سپوږمۍ ته كتل ،
اوهره مياشت به مې دهغې هغې ،
په څوارلسم ماښام كې ،
لكه سوالګرو غوندې ،
دخپل ديدن كچكول كې ،
همدا يوه هيله درلوده او وي مې :
سپوږمۍ د زړه په درد مي ته پوهيږي ،
زما داكمكۍ مينه ،
ددغې سوې مساپرې شيبې ،
چې دهغې په وړاندې لويه نه شوه ،
هغې ته ورسوه !
****
ميندې دهر هرچا مري
زه په دې ښه پوهيږم ،
چې په وروستۍ ځل به دې ،
يوچاته لږ غوندې كتلي هم وي ،
زما څيره به د په ذهن كې وه ،
هغه وړه وړه ،
زما په مينه به دهغه ته كتلي هم وي ،
كه زه ژوندى وم اوهغه مې وليد،
ستا امانت به ستا دمينې په نوم ،
له هغه اخلمه اوساتمه به يې !
زه په دې ښه پوهيږم ،
تا به په خپلې وروستنۍ سلګۍ كې ،
دخداى له ياده وروسته ،
دخپل په ژوند درڅخه ورك اميد نوم هم وړې وي ،
ځكه زما په ياد دي ،
چې ما اوتا وروستى ځل يوبل وليد ،
زه د په ټڼده مچ كړم ،
اوراته ودې ويلې :
په خداى دسپارم ځان په خداى سپاره
څوچې نفس اخلم دامى دعاده ،
اوزه تا نه هيروم !
****
هو،
ما به سپوږمۍ ته كتل ،
اوهره مياشت به مې دهغې هغې ،
په څوارلسم ماښام كې ،
لكه سوالګرو غوندې ،
دخپل ديدن كچكول كې ،
همدا يوه هيله درلوده او وي مې :
سپوږمۍ د زړه په درد ته پوهيږي ،
زما داكمكۍ مينه ،
ددغې سوې مساپرې شيبې ،
چې دهغې په وړاندې لويه نه شوه ،
هغې ته ورسوه !
ميندې دهر هرچا مري
داد تقديركرښه ده ،
خوله چا نه هيريږي ،
ځكه چې مور دژوندانه دخاطرو په بڼ كې ،
لكه دګلو ښكلا،
له يوه موسمه بل موسم ته دپرتم كيسه شي .
په پرتمو یاده شې !
اوله چا نه هیریږي … !!!
نوى ډيلى
د ۲۰۰۲ كال داپريل مياشت