کور / سياسي / [القاعده] په افغانستان او [ الفايده] په پاکستان کښي – قلموال

[القاعده] په افغانستان او [ الفايده] په پاکستان کښي – قلموال

له دې لنډې يادونې څخه هدف دادى چي داسې يوه حقيقت ته مو متوجه کړي چي څوک د القاعدې د دښمنۍ چيغې وهي، هغوى د القاعدې له وجود او نامه څڅه تر هر چا زياته ګټه پورته کړې ده او څوک چي يې پر دوستۍ تورن دي هغوى ته يې ډېر زيان اړولى دى. د جهاد په کلونو کښي اسامه او د هغه ملګري د امريکا متحده ايالاتو په ملاتړ او هڅونه ښه په زغرده شوروي لښکرو پر ضد وجنګېدل، تر جهاد وروسته ددې ډلې  غړي څه په سعودي، څه په افغانستان، څه په سوډان او څه هم په نورو هېوادونو کښي مېشته شول، خو د اوسنۍ شمال ټلوالې= ملي جبهې او د هغه وخت د اسلامي دولت رئيس  پروفيسور برهان الدين، اسامه بن لادن له سوډانه اريانا افغان الوتکه کښي افغانستان ته انتقال او دلته يې مېلمه کړ او سربېره پر دې يې تر (١٢٠) تنو زياتو عربو ته د افغانستان تابعيت ورکړ، د جهاد په کلونو او تر هغې وروسته استاد رباني د اخوانيزم د تار په غځولو سره په دې بريالى شو چي په عربي درهمو او ريالونو خپله سياسي بقا خوندي کړي او په تخار کښي د (عبدالله بن مسعود) په نوم يو پوهنتون هم د همدې سيروم له لارې ژوندى وساتي، خو کله چي طالبانو له اسامه سره نوې يارانه ټينګه کړه، نو د رباني پر زړې يارانې ګردونه پرېوتل. طالبانو چي د رباني تش په نامه سيار اسلامي دولت د افغانستان له خاورې اوټ کړى و، د القاعده پخوانۍ دوستي او نوې دښمني ورته د نوش دارو حيثيت غوره کړ، د سپټمبر پر (١١) يې يو ځل بيا د بخت ستورى راوخوت او د بي (٥٢) امريکايي الوتکو تر سيوري لاندې يې نوې ساه واخيسته، د شمال ټلوالې ټول داړه ماران لکه د څمڅې ياران له غارونو راووتل او پر ښارونو راتويې شول، د خيال پاچا يو ځل بيا د واک د عمل پر ګدۍ کېناست، طالبانو د القاعدې د دوستۍ مزه وڅکله، د ملا عمر تخت او بخت دواړه نسکور شول. د افغانستان د هويت او ځمکنۍ واکمنۍ د کورنيو مخالفانو ترڅنګ بهرنيو هېوادونو هم د القاعدې له دوستۍ او دښمنۍ څخه ښه د مزې ګټه پورته کړه. که په کورنۍ کچه د رباني په مشرۍ شمالټلواله په پيل کښي د اخوانيزم د نظريې له امله په اسامه او د هغه پر استاد عبدالله عزام وياړېدلې او د هغوى له دوستۍ او دښمنۍ يې ښه ګټه پورته کړه، نو په بهرنۍ کچه پاکستان هغه هېواد و چي هم يې د القاعدې او نورو عرب ګروپونو په جوړونه کښي تر حده زيات امتيازات، د همدې عربو او لويديځې نړۍ څخه ترلاسه کړل، خو کله چي ځاى د (( جارستان)) راغى نو تر ټولو دمخه همدا  پاکستان په واز کومي د امريکا د خوشالۍ لپاره د القاعدې د مقابلې ډګر ته راودانګل، جنرال مشرف د جورج بوش د جګړې د ملاتړ په برخه کښي د (هو) او (نه) په انتخاب کښي ډېر ژر (هو) انتخاب کړه او بيا يې دا هم غبرګه کړه چي ((په سياست کښي دوستي  او د ښمني دايمي نه وي، دوستي او د ښمني د يو هېواد د ملي ګټو پر بنسټ ټاکل کېږي، اوس موږ ته د پاکستان ملي ګټې مهمې دي نه القاعده او طالبان)). طالبان چي زموږ په ټولنه کښي اکثره هسې هم يتيمان او بې سرپرسته ماشومان دي، له سياسي پلوه هم پر ډېر سخت وخت  بې سرپرسته شول او د خپلو پنجابي يارانو پنجابۍ توره او اسلامي ورورولي يې په خپلو سترګو وليده، ان تر دې چي د طالبانو پر سفير، ملا ضعيف اخوند يې هم صرفه ونه کړه او امريکايانو ته يې د خپلې دوستۍ د اثبات د يوې نمونې او غوړې مړۍ په توګه ور ډالۍ کړ.
  پاکستانيانو له القاعدې سره خپله زړه دوستي پر يوې نوې امريکايي دوستي بدله کړه او ددې دوستۍ په مقابل کښي يې نږدې شل مليارده ډالره له امريکا څخه ترلاسه کړل.
  د القاعدې د ټکولو د روان بهير له پيله بيا تر دې دمه هغه پټې او ښکاره مرستې چي امريکا له پاکستان سره کړي تر هغو مرستو څو ځله زياتې دي چي امريکا له افغانستان سره کړي دي. د پاکستان لپاره دا يو طلايي چانس و چي څو ياغي عرب او څو نا شعوري طالبان او د هغوى جوړه شوې اډانه په شلو ملياردو ډالرو وپلوري او د پاکستان ګټې تضمين کړي. پاکستان بيا هم پر دې بسنه ونه کړه چي طالبان او القاعده يو ځل جوړ کړي او بيا يې ړنګ کړي او په دواړه حالتونو کښي خپله چنده او انعام ترلاسه کړي، بلکې د سبانۍ ګټې لپاره يې هم ور پرانيستى پرېښود، د پښتنو قبايلي سيمه يې يو ځل بيا د داسې خوځښتونو لپاره عياره او د جګړې د جاري ساتلو امکانات او بستر يې ورته برابر کړل. ددې لپاره چي د القاعدې شبکه په بشپړ ډول له منځه لاړ نه شي نو د القاعدې د مشرتابه شورا مهم غړي يې د پاکستان په لويو سياسي او صنعتي ښارونو کښي ځاى پر ځاى کړل او جنګي ډلې يې په پښتنو مېشتو سيمو کښي ځکه خوندي کړې چي د جنګ د جاري ساتلو جوګه وي،  د ورانۍ زيان هم دوى وزغمي، سياسي مسوليت هم د دوى پر غاړه شي او له نړيوالې ټولنې سره د ټکر کفاره هم دوى ورکړي، عجيبه خبره ده د القاعدې مهم سياسي غړي اکثره په اسلام اباد، لاهور، پېنډۍ، کراچۍ، فيصل اباد او د پاکستان په نورو ښارونو کښي نيول شوي خو جنګ د پښتنو په سيمو کښي روان دى. د جنرال مشرف د څرګندونو له مخې تراوسه پورې د القاعدې (٧٥٠) تنه مهم غړي پاکستان نيولى او پر امريکا يې پلورلي دي، اکثره يې د پاکستان په پورتنيو يادو شويو ښارونو کښي نيول شوي. د القاعدې ګڼ شمېر غړي همدا اوس د پاکستان د استخباراتو او امنيتي ارګانونو تر نظر لاندې د پاکستان په مهمو ښارونو کښي خوندي دي او د هر يوه د سر قيمت او ارزښت معلوم دى، کله چي امريکايان لږ په قهر او پاکستانيان لږ بې پيسو شي، نو بيا پاکستاني جنرالان د القاعدې يو مهم غړى د يوې غوړې مړۍ په شان د امريکايانو تر ستوني تېر کړي او هغوى بيا ددې ښکار په بدل کښي پاکستاني جنرالانو ته خپل انعام ورکړي، د ګټې دا بازار او مارکيټ به تر هغه روان وي تر څو چي د افغانانو د ملي شعور کچه نه وي اوچته شوې، افغانان بايد پر دې پوه شي چي دا جنګ د څه لپاره او د چا په ګټه دى؟ ډېره دردونکې خبره دا ده چي که د جګړې انډول د يوه فرضي احتمال له مخې د امريکايانو پر زيان تمام شي، نو بيا به هم پاکستان هغه هېواد وي چي تر ټولو زياته مادي او معنوي ګټه به ترلاسه کړي، همدا پاکستاني جنرالان به وي او وايي به چي موږ د اسلامي ورورولۍ له مخې خپلو مسلمانو عربو وروڼو ته پناه ورکړې وه، نړۍ مو تېرويستې وه او د القاعدې مهم غړي مو خوندي کړي وو. ددې احتمال هم شته چي پاکستان امريکايانو ته د لوړ قيمت په بدل کښي يو ځل بيا د طالبانو او القاعدې نوى راټوکېدلى قوت پر هغوى وپلوري او دا ډلې يو ځل بيا پر بد برخليک اخته کړي. ددې اټکل هم شته چي پاکستاني کمپاينران د نړۍ په کچه د غټو قدرتونو ذهنيت بدل کړي او ددې سيمې امنيت ترې په اجاره واخلي، پاکستان سره ددې ظروف شته چي دلته د يو داسې وروسته پاتې سياسي او مذهبي افراطي نظام د رامنځته کولو تابيا وکړي چي د مذهبي او سياسي تنګنظرۍ پر اساساتو ولاړ وي، په سيمه کښي د ژوند او تمدن ټولې نښې نښانې له منځه يوسي، خو ددغه غم په بدل کښي په سيمه کښي يوه ناخوښې سوله او امنيت ټينګ کړي، دا به د امنيت داسې يوه جزيره وي چي وګړي يې د جزاميانو په څېر په کښي ژوند کوي، خو له نورې نړۍ او تمدنونو سره به اړيکي نه لري. ددغو ټولو احتمالي خطرونو په پام کښي نيولو سره، ټول افغانان او طالبان بايد دې ټکي ته ځير وي چي د القاعدې په شان د يوه تحريک لپاره په ټوله افغاني خاوره کښي د فعاليت د زمينې برابرول که هغه هر ډول دلايل او عوامل ولري، د افغانانو په ګټه نه ده او نه هم طالبان په دې ډول د يوه سياسي او شعوري ځواک په توګه په ټولنه کښي د واک، ګرانښت او منښت خاوندان کېدلاى شي، ددې ټولو سلسلو دوام د پخوانيو تجربو بيا تکرار دى چي زيان به يې افغانان، افغاني ټولنه او په خپله افغاني طالبان زغمي، خو ګټه به يې پاکستان او د هغوى په شان نور هېوادونو ته چي ددې ډول تيوريو د جوړولو صلاحيت او ظرفيت لري، رسېږي.