د چين په ژن جيانګ ايالت كي د پوليسو پر يوه سټېشن بمي بريد سوى چي له امله يې د چارواكو په وينا ۱۶ پوليس وژل سوي او ۱۶ نور زخميان دي.
د چين استخباراتي پوليس وايي د پېښي عاملين يې نيولي دي او تحقيقات ترې روان دي.
عيني شاهدان وايي په دوو موټرونو كي ناستو وسله والو په ژن جيانګ ايالت كي د پوليسو يو مركز تر بمي بريد لاندي ونيوى چي له امله يې پورتنۍ مرګ ژوبله واووښته.
ژن جيانګ د چين په شمال لوېديځه برخه كي پروت دئ چي ډېرى اوسېدونكي يې مسلمانان دي.
د جون په مياشت كي هم په چين كي يوه ۱۸ كلن ځوان د پوليسو پر يوه ماموريت بريد كړى و چي پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.