کور / راپور / د امريکا يو هوايي ډګر د محمد علي کلي په نوم ونومول سو

د امريکا يو هوايي ډګر د محمد علي کلي په نوم ونومول سو

د امريکا د کينټکي ايالت د مرکزي ښار لوي وېل هوايي ډګر د وتلي سوک وهونکي محمد علي په نوم ونومول سو.

محمد علي په ۱۹۴۲ کال کي په همدې ښار کي زېږېدلی وو او په ۲۰۱۶ کال کي د مرګ وروسته په همدغه ښار کي خاورو ته وسپارل سو.

محمد علي په نړيواله کچه وتلی او مشهور سوک وهونکی وو.

د نوموړي اصلي نوم کيسييس کلي وو، خو په ۱۹۶۴ کي د اسلام منلو وروسته ئې نوم محمد علي ته واړوی.

د نوموړي په هکله مشهوره ده چي دی به د الوتکي له سفر څخه ډېر وېرېدی.

محمدعلي ويلي وه، چي د الوتکي د سفر پر مهال ده ته د الوتکي د لوېدلو او ټوټه ټوټه کېدلو فکرونه په سر کی ورګرځي او د له همدې امله د الوتکي له سفر څخه ډارېږي.

د لوي وېل د هوايي ډګر د پرېکړي په هکله  ددغه ښار  ښار وال یا میر گریگ فېشر وايي “موږ  فکر وکړ چي د ښار په حېث به دا مناسبه خبره وي چي د هغه د نوم سره اعلانیه نښه ولګوو چي ووايي ‘ښه محمده’ موږ هوايي اډه د ستا په نوم کوو. وخت راغلی چې د پرواز څخه خپله ویره ختمه کړې.”