څو شيبې مخکي پر ۷:۵۰ د سيلو پر سړک پر يوه کاسټر بس موټر مښلول سوی بم چاودنه کي د لومړنيو مالوماتو پر اساس د جاويد کاگر په نوم د يوه خبريال په ګډون تر لسو پوري کسان چي کوچنيان هم پکښي شامل دي، زخميان سويدي.
پېښه د پوليسو پنځمي حوزې ته نژدې وسوه.
د پېښي ځای سمدستي پوليس ورسيدل او د زخميانو د لېږد چاره پيل سوه.
دا چي ددې پېښي تر شا به د چا لاس وي لا تر اوسه مالومه نه ده.