(طبي لکچرنوټ : لومړۍ برخه )
لیکوالان : پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ
دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد ځدران
دجرمني هیواد، نېټه : ٦ /٧/٢٠٠٨
١. سریزه :
نن ورځ په نړیواله کچه دطبي ډاکټرانوترمنځ دسرطاني ناروغيودپېژندنې اود کلینیکي بشپړو مالوماتو د راکړې ورکړې په موخه دیوه عمومي فرمول څخه ګټه پورته کیږي چې دټي این ایم سیسټم (TNM) په نامه سره یادیږي . نوموړی فرمول دکانسردکنترول نړیوال سازمان) Cancer (Union International contre le له خواپرلیکه شوی دی اولنډيز يې په (UICC) سره ښوول کیږي .
دټي این ایم فرمول په بدن کې دیوه خبیث ډوله تومور دزیان کچې اودخبیث تومورارتیدلو په اړوند یوډول درجه بندي اویا په بله ژبه ټولګۍ بندي ته ویل کیږي . دکانسردکنترول نړیوال سازمان دسرطاني ناروغيودپېژندنې ، درجه بندی اودبدن دیوه ځای نه وبل ځای ته دسرطاني ناروغیود غزیدنې په تړاو لاندنۍ کلینیکي ستانداردفرمول ټاکلی دی .
ټي این ایم سیستم (TNM)
دټي این ایم سیستم ددریو ټکودلنډیز په بڼه ښوول کیږي اوعبارت دی له :
خبیث تومور (Tumor=T) ، غده (Node =N) او میتاستازیس (Metastasis = M)
دټي این ایم فرمول (TNM) په تیره بیا دهغوداخله ډاکټرانوترمنځ چې دخبیث تومورپه پيژندنه اودرملنه کې مسلکي پوهه لري لکه (اونکولوګیست (Oncologists اورادیوتیراپیست(Radiation therapists) خوراډیرکارول کیږ ی . دساري په توګه یواونکولوګیست ډاکټر دټي این ایم فرمول په مرسته سره ناروع ته ددرملنې پلان جوړوي ، دناروغۍ داحتمالي برخلیک په تړاووړاند وینه کوي ،ددرملنې پایلې ارځوي اودنوروطبي مرکزونوسره د خپلو مالوماتوراکړه ورکړه چمتوکوي .
٢. د تومورډولونه :
تومور دنسجونوداناتومي حجم هراړخيزپړسوب ته ویل کیږي . ددې پړسوب لاملونه کیدای شي چې التهاب ، انتاني ناروغۍ دبدن په بین البیني فضاګانوکې داوبوغیرنارمل راټولیدل اونور وي . دنسجونوتازه وده چې په هغې کې دحجروډیرښت پرمختلونکی اودکنترول څخه وتلی وي د خبیث اویانیوپلازم پړسوب په نامه سره یاديږي . داپه دې ناچې که د بدن يوې برخې نسجونه وپړسيږي نو کېدای شي چې د نسجونو دحجم وده او غټوالی دسرطان ناروغۍ سره هېڅ تړاوهم ونه لري . له دې کبله دغه ډول پړسوب ته د نسجونو ښه ډوله پړسوب او يا ښه تومور (Benign tumors) وايي . خو که چېر ته د نسجونو پړسوب د سرطان ناروغۍ له کبله منځته راغلی وي، نودنسجونودغه ډول حجم غټوالي ته خبيث يا خراب ډوله پړسوب (Malignant tumours) ويل کيږي .
دنسجونوښه ډوله پړسوب دا مانا لري چې د سرطان ناروغۍ موجوده نه ده . د ښه ډوله پړسوب يانې ښه تومور خواص په لاندې ډول دي :
دا په دې مانا چې ښه ډوله تومور د داسو حجرو څخه جوړشوی دی چې د نارمل حجرو سره بيخي ورته والی لري . خو دغه پړسوب هغه وخت د انديښنې وړ دي کله چې :
دومره غټ شي چې په گاونډيو غړو باندې فشار راولي .
داسې هارمونونه ازادوي چې د بدن نوروغړو په دنده باندې ناوړه اغېز ه کوي .
دنسجونوخبيث ډوله پړسوب يانې خراب ډوله تومورونه (Malignant) د سرطان ناوړه حجرو څخه جوړشوي وي . دنوموړي تومور خواص په لاندې ډول دي :
د ښه تومور (Benign) په پرتله دير گړندی ستريږي .
د شاوخوا نسجونه خرابوي او پکې ننوځي .
د بدن نورو برخو ته هم ليږدي .
Cancer Cell دسرطان حجرې آره بڼه
١-شکل : د نسجونو ښه ډوله (Benign) او خبيث ډوله (Malignant) پړسوب ( 6)
٣. دټي این ایم سیستم (TNM) کلینیکي فرمول :
THE TNM FORMULA
y r c p Tis,1-4 (m)(4) X; N0-3(mi)(sn)(i)(mol)(3/17)X; M0-1(mi)(i)(mol)X; V0-2; L0-1; G1-4; R0-2
yrcp
y دسرطان ناروغۍ ددرملنې په ترځ اویا وروسته ټولګۍ بندي شوی ده
r دسرطان ناروغۍ دیوځل درملنې نه وروسته بیرته راګړځیدلې اوبیا ټولګۍ بندي شوی ده
c دسرطان ناروغۍددرملنې ترمخه په کلینیکي بنسټ ټولګۍ بندي شوی
p دسرطان ناروغۍ دپتولوژیکې څيړنوپر بنسټ ټولګۍ بندي شوی ده
T= Tumor
دلومړني تومورپراختیا ( Extent of Primary Tumor = T):
دT توری دسرطان ناروغۍ غټوالی اود شاوخوا نسجونوسره اړيکې ښيي او قيمت يې د يوه نه ترڅلوروپورې دی . (T=1- 4) . يو دا مانا لري چې دتومور غټوالی کوچنی او څلور په دې مانا چې تومور ډېرغِټ دی .
دلومړني تومورارتوالی اویا په بله ژبه دتوموردری بعده غټوالی په لاندې ډول درجه بندي کیږی .
T1- 4 = توموردیوسانتي مترنه تر څلورسانتي متره پورې لوی دی . بلخوا دکارسینوم ارتوالی یوازې په نومول شووواناتومي جوړښتونواودهغوی په برخوکې غزیدلی دی.
T0 د کانسر(Cancer) ناروغي په لومړي پړاو کې ده او د ومره کوچنی ده چې پيژندل يې سخت تماميږي .
T1 کا نسر د دوه سانتي مترو څخه کوچنې دی ( < 2 cm ) .
T2 کانسر ددوه سانتي مترو څخه ستر دی (> 2 cm) خود پينځو سانتي مترونه کوچنی دی
T3 کانسردغړي سرحد ي برخې ته رسيدلې اود پينځو سانتي مترو ( > 5 cm) څخه هم اوړي .
T4 کانسر گاونډيو غړو ته ليږديدلی دی .
Tis/Ta = کارسینوم په همغه اخته شوي غړي کې دننه پروت دی اوګاونډیوغړوته نه دی غزیدلی
(m) او/یا (4) = ملټيپل (متعدد= پریمانه ) لومړني تومورونه او/یا دلوموړنیوتوپيرلرونکوتومورونوشمیرښيي . تومورداخته شوي غړي څخه ګاونډیونسجونوته غزیدلی دی .
په ینه اودتایئرایدپه غده کې دمتعددوالي کچه د pT1-4 په ټولګي بندي کې نیول شوې ده
TX = دلومړني تومورارتوالی نه شي ټاکل کیدای
په درنښت
پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ
دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد ځدران
اخذلیک:
Sauer, Rolf: Strahlentherapie und Onkologie 2004 (Urban & Fischer)
http://en.wikipedia.org/wiki/Cancer_staging
http://www.prostate-cancer.org/education/staging/Dowd_GleasonScore.ht
http://www.cancer.org/docroot/ETO/content/ETO_1_2X_Staging.
www .sprawls .org/ppmi2/RAD
http://www .cancer-info .com