د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب تېره ورځ پاکستان ته د هغه هيواد په رسمي بلنه اسلام اباد ته ولاړی.
نوموړي هلته د پاکستان د لوی درستيز قمر باجوه سره وليدل.
ښاغلی محب وايي، چي د باجوه سره ئې د سولي په تړاو خبري کړي دي او دواړو لوریو موافقه وکړه چي ملي لومړیتوبونه باید له سیمه ییزو لومړیتوبونو سره همږغي سي او ټولې هڅې د ګډو لاسته راوړنو لپاره وسي.
https://twitter.com/hmohib/status/1133809160661983233
نوموړي پر ټويټرپاڼه د خپل سفر په هکله ليکلي، ټينګار پر دې وسو، چي دواړه لوري به تماسونه ډېروي او په سيمه کي به د سولي لپاره کار کوي.