ليکنه: سرلوڅ مرادزی
PTM د پښتون قوم، مدنې او قومي غوښتنې د پاکستاني قوانینو په چوکاټ کې وړاندې کړي او لا هم هڅه کوي چې د خپل لوی قاید پاچا خان تر لارښوونو لاندې، تشدد ته لاس وانه چوي او په مدني او سوله یزو لارو خپلو روا غوښتنو ته ورسي. دا پښتون قوم او PTM نه دی چې د پاکستان د بقا پسې يي وسله رااخیستي، پښتون قوم تر اوسه پورې په دې اړه خپل دریځ نه دی بدل کړی او خپلې روا قومي غوښتنې په سوله یزو او مدني لارو پالي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ ( PTM ) غټه غوښتنه دا ده چې پښتونخوا کې پنجابی پوځ ولي پروت دي؟ یو لکو شپېته زره پوځ د پښتونخوا په کلیو او بانډو کې څه کوي؟ د پښتون قوم لخوا پاکستان ته هیڅ ډول ګواښ او تهدید متوجه نه دي. ګواښ او تهدید خو د کشمیر پر سر د پاکستان د غلطو او شوونیستي سیاستونو په لامل، کېدای شي د هند له لوري متوجه وي. دا پوځ ولې بل چیري نه دېره کیږي. که خبره د ترهګرو وي، د ترهګرو د پالنې مرکزونه او مشرتوب يي ISI او پوځ ته مالوم دی؛ د دوی په مرسته پالل کیږي او د پاکستان په نورو خوندي ځایونو کې ساتل کیږي. بلخوا د افغانستان په لورهم دوی اغزن سیمونه او کټارې لګولې چې عادي وګړي پرې نه شي تېرېدای، نو د اغزن تارونو او کټارو سره سره، بیا دا دومره غټ پوځ دلته د څه لپاره؟ بله دا، دا کټارې او اغزن سیمونه ولې د کشمېر او هند سره په پوله نه لګي چې د پرې د یوې کورنۍ دوه غړي جلا کوي.
د همدې پوځ د پوستو په مرسته په پښتونخوا کې د پښتنو د قومي مشرانو، استادانو او پوهانو هدفي وژنې دوام لري. همدا پوځ د پښتنو په کورونو شپه او ورځ وراوړي، د شتمنیو د لوټ او تالان تر څنګ د کورنیو بې عزتي او بې پتي کوي. د همدې پوځ په وسیله او د همدې پوځ په شتون کې د پښتنو په زرګونه زلمیان، تورسرې او سپينږیري ترې تم او لادرک دي او پوښتنه يي هم ګنا ګڼل کیږي. د همدې پوځ په لاس د بېلګې پتوګه نقیب الله مسېد، پروفیسر لوڼي او نور په رڼا ورځ ووژل شول او قاتلان يي چې خپله پوځیان او ISI ده، سرې سترګې بې پوښتنې ګرځي.
د اسلام اباد واکمنو پښتون قوم سره هغه چلند پیل کړې چې په ۱۹۷۱ کال يي د بنګال سره تر سره کړی وو. د پاکستان په قامي اسمبله کې د حکومت مخالفه ګوند، مسلم لیګ نون غړی خواجه اصف خبرداری ورکړی «که په وزیرستان کې اوسني حالات د خبرو اترو له لارې سم نه شول، د بنګال پشان حالات جوړېدای شي»
بنګالیانو چې په ۱۹۷۱ کال ټولټاکنې ګټلې وي، پوځیانو د بنګال مشر، شیخ مجیب الرحمان پرېنښود څو د ټول پاکستان چې هغه مهال ختیځ او لوېدیځ پاکستان په یو یونیټ کې د یو هېودا په نوم ګڼل کېده، مشر شي. د ملیتاریستي او شوونیستي چلند په لامل، همدغه پوځیان ول، بنګالیان يي اړ کړل چې له اسلام اباد څخه جلا شي، یو یونیټ او پاکستان مات کړي او ځانته خپلواک هېواد، بنګله دیش جوړ کړي.
دا چې د پاکستان پوځي واکمنان له خپل تریخ تاریخه ګټه نه اخلي او پاکستان يي پښتون قوم ته په زندان بدل کړی، البته غواړي یو ځل بیا پخپل لاس پاکستان مات کړي.
که دا ځل هم د پاکستان برخلیک په بل بنګله دیش اوړي، مسوولیت او پړه يي یوازې د هغه هېواد په پوځیانو ده.
د پښتون قوم په استازیتوب په تېر یو نیم کال کې د PTM یوه مدنې غوښتنه هم اسلام اباد نه ده منلې او تل يي د دغه غورځنګ د روا غوښتنو په وړاندې د ګواښ او تهدید ژبه کارولې ده. اسلام اباد په تېر کې یوازې د جنرالانو په ژبه د PTM مشرانو سره خبرې کړي!
خو پښتون قوم او PTM نن هم خپلې غوښتنې د قانون په چوکاټ او مدنې لارو وړاندې کوي. تشدد د پښتون قوم او PTM غوراوی نه دی.
د اسلام اباد پوځي واکمنان دې پښتانه، نه مجبوروي چې خپل دریځ بدل کړي. د پښتنو په سوله یز او مدني دریځ کې د پاکستان بقا پرته ده.
اسلام اباد دې د خپلې بقا په اړه له سره فکر وکړي!
د ۲۰۱۹ کال د مۍ ۲۸ مه
سرلوڅ مرادزی