تېره ورځ د پاکستان پوځ د پي ټي ايم پر بې وسلې خلګو ډزي وکړې او درې کسان ئې شهيدان او تر دېرشو پوري نور ئې ژوبل کړل.
شمالي وزيرستان ته پر لار د پي ټي ايم سوله ايز کاروان پر خړ کمر باندي د پاکستاني پوځ لخوا ودرول سو او ورباندي ډزي وسوې.
له ډزو وروسته پوځ د علي وزير په ګډون د شمالي وزيرستان د جرګې مشر ګل عالم وزير نيولي دي.
له دې پېښي وروسته پوځ تور پوري کړ، چي د پي ټي ايم ملاتړو پر پوځيانو بريد وکړ او هغوی په ځوابي ډزو کي د پي ټي ايم ملاتړو ته مرګژوبله واوښتل.
خو د پي ټي ايم د ملاتړو سره هيڅ ډول وسله نه وه.
د پوځ په ملاتړ د پاکستان ګڼو رسنيو همدا تور پوري کړ، چي پر پوځ حمله سوې ده.
په پاکستان کي فعالانو پر رسنيو تور پوري کړی دی چي د پوځ دريځ بيانوي.
فعالان وايي، چي رسنيو کټ مټ هعه دريځ نيولی کوم چي په ۱۹۷۱ کي د هند سره په جګړه کي د پاکستان پوځ نيولی وو.
په ۱۹۷۱ کال کي چي کله پاکستان د هند سره په جګړه کي مات سوی وو او ۷۰۰۰۰ پوځيان ئې هند ته تسليم سوي وه، په پاکستانۍ مېډيا کي د جګړې د بري خبري کېدلي.
د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان وايي، چي ميډيا ډېر منفي رول لوبوي، هغوی د تصوير بل لوری هيڅ خبرو ته نه پرېږډي.
نوجوانوں کو پر امن رہنا ہوگا ورنہ بعض قوتیں اپنےمقاصد میں کامیاب ہوجائیں گی،امن کی خاطر جانی ومالی نقصانات اٹھانے والوں پر احتجاج کے دوران فائرنگ کی جا رہی ہے، مخالفین کے خلاف طاقت کا استعمال کرنے والے اپنا دور کنٹینر یاد رکھیں https://t.co/GTBDHFMAq7
— Asfandyar Wali Khan (@AsfandyarKWali) May 26, 2019
خبريال عمر چيمه ويلي، چي د نن ميډيا کوريج د ۱۹۷۱ کال سره ډېر ورته دی.
آج کی میڈیا کوریج 1971 سے کتنی محتلف ہے؟ pic.twitter.com/xsOBG8lQfa
— Umar Cheema (@UmarCheema1) May 26, 2019
د سويلي اسيا د خبريالانو د ټولني سکرټر امتياز عالم پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي دي:
پر ميډيا د سانسور خبره د شرم وړ ده، که پر موبايل او انټرنيټ بنديز ولګېږي، نو دا به څه مالومېږي، چي په وزيرستان کي څه روان دي.
Blanket censorship on media and media-owners timidity in reporting the facts and just spitting out one-Sided propaganda is most despicable. How would people know what exactly is happening in North Waziristan when mobile and internet and all communications remain suspende.
— Imtiaz Alam (@ImtiazAlamSAFMA) May 26, 2019
بلي ټولنيزي فعالي ماروي سرمد ليکلي، دا چي ميډيا په څه ډول د بې وسلو او پر امنه خلګو پر وړاندي د پوځ لخوا بريد توجيه کوي، نو په راتلونکي کي به د پاکستان پر رسنيو څه ډول باور وسي.
After the way Pakistani media has covered security forces' attack on peaceful protesters of #PTM today, it will be difficult to trust anything coming from our media or even the security forces. Sorry guys, you brought this to yourself.
— Marvi Sirmed (@marvisirmed) May 26, 2019