سويډن – مالمو
۲۰۱۹ ز کال دمی ۲۶
دډله ايزو رسنيو له لاري مو خبرترلاسه کړ چې په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مظاهره چیانو د پاکستاني پوځیانو په حمله کې لږ ترلږه ۳ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل سوی دي .
دا په داسې حال کې ده چې خپلواکې رسنۍ او د سیمې اوسېدونکي وايي، د پاکستاني پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مظاهره چیانو ډزې کړي چې له کبله یې لږترلږه ۳ احتجاج کوونکي وژل شوي او شاوخوا ۲۰ تنه نور ژوبل دي .
د پښتون ژغورنې غورځنګ او دسیمې اوسېدونکو وروسته له دې احتجاج وکړ چې تېره شپه د دوی په وینا امنیتي ځواکونو دسیمې خلک وځورول .
موږ په شمالی وزيرستان ،ټوله پښتونخوا اوبلوچستان کې دعام او بې دفاع ولس اوددوي د روا مدنی او انسانی غوښتنو پروړاندي دپاکستاني چارواکو اوپو ځيانو ظالمانه اودټولو منل سو نړيوالو اصولو خلاف کړني په کله غندو اودنفرت په سترگه ورته گورو.
موږ دپه شمالی وزيرستان کي دپښتون ژغورنې غورځنګ پر سوله ايز لاريون بريد په کلکه غندو. ددې بريد په پايله کې شهيدانوته فردوس جنت اوزخميانوته عاجله شفا غواړو.
موږ دپاکستان په نړيوالو دوستانو،دملگروملتو سازمان اوددې سازمان امنيت شورا،داروپا پارلمان ،دشانگهاي تړون غړو هيواد ږغ کوو چې دپښتنو اوبلوڅوپر وړاندي دپاکستاني چارواکواوپوځيانوغير انساني اودبشردحقوقوخلاف کړنو ته دنفرت په سترگه وگوری اوله پاکستاني چارواکونه په کلکه وغواړی چې خپلو دې نارواکړنو ته دپاي ټکی کښېږدي . ومن الله التوفيق
ددوستی فرهنگی ټولنې مشر حبيب الله غمخور